
د کرکيټ ملي لوبډله کابل ته را ورسېدله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۱۰مه ۱۳۹۵ل): د کرکيټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام څخه هېواد ته بېرته راستنه شوه او د کرکيټ مینهوالو لخوا خورا استقبال شوله.
افغانستان په نړیوال جام کې د کرکيټ له وتلو لوبډلو ویسټ انډيز، سري لنکا، جنوبي افریقا او انګلستان سره په یوه ګروپ کې و.
افغانستان په دغه جام کې له ویسټ انډيز څخه لوبه وګټله او پاتې درې یې تر یوې سختې سیالۍ وروسته مخالفو لوبډلو ته وبایللې.
د افغانستان کرکيټ ملي لوبډله نن له غرمې وروسته په داسې حال کې کابل ته ورسېدله چې لسګونه دولتي چارواکو او سلګونه ولسي وګړي یې راتګ ته انتظار وو.
د کرکیټ مینهوالو د ملي لوبډلې لوبغاړي د کابل هوايي ډګر څخه د کرکيټ بورډ تر دفتره پورې بدرګه کړل.