افغانستان

باګرام هوايي ډګر کې F-16 جیټ الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۱۱مه ۱۳۹۵ل): د پلازمېنې کابل په شمال کې د بهرنیو ځواکونو سترې هوايي اډې باګرام کې یوه F-16 جنګي جیټ الوتکه نن ماښام د الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.

د امریکا دفاع وزارت ویاند پيټر کوک د ایف ۱۶ جیټ جنګي الوتکې غورځېدنې پخلی کړی دی. هغه ویلي چې الوتکه د سې شنبې په ماښام د افغانستان پر وخت ۰۸:۳۰ بجې د الوتنې پر مهال وغورځېدله.

په باګرام کې د هوايي ځواکونو ویاند بریان باوچارډ هم د پېښې تایید کړی او ویلي یې دي چې اتحادي ځواکونو پیلوټ ژغورلی او اوسمهال د بیس په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی.

باوچرډ په وینا دوی پر دې باور نه دي چې الوتکه دې د «دښمن پر ډزو لګېدلې» وي.

نوموړي زیاته کړې چې د الوتکې د غورځېدو لامل څېړي او په پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو لا تر دې دمه د یادې جنګي الوتکې د غورځېدلو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې تېر کال په اکتوبر میاشت کې یې د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې ورته F-16 الوتکه ویشتلې وه.

ایف ۱۶ جنګي الوتکې خورا پرمختللې دي او د امریکايي پوځي چارواکو له قوله دغه الوتکې ۱۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هجرت هجران

السلام علیکم۰۰۰ دا دوهمه ب ۱۶ الوتکه ده چی دطا لبانو دامارت اسلامی له خوا نسکوریږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x