نظــر

افغانستان کې د سولې لټون

جنرال مرزا اسلم بېګ- د پاکستان پخوانی لوی درستيز

د سياسي او ډيپلوماتيکو علومو او تجربې غوښتنه دا ده، چې کله کوم هېواد له ګڼ اړخيزو ستونزو سره لاس او ګريوان وي، نو چارواکي او ښکېل اړخونه بايد ډېر غور او فکر وکړي، چې د دښمن او استخباراتي کړيو له شومو دسيسو ځانونه وساتي او هغه فرضيې رد کړي، چې هېواد او ملي مصالحو سره په ټکر کې وي.

کومو ستونزو سره، چې نن سبا پاکستان مخ دی، تر ټولو مهمه په کې د افغانستان امنيت دی؛ ځکه که په افغانستان کې امنيت وي، نو اغېز به يې پر پاکستان هم مثبت وي، مګر افغانان له تېرو پنځو لسيزو راهيسې د خپلو ملي او اسلامي مصالحو د ژغورلو لپاره مسلسل قربانۍ ورکوي، دوو زبرځواکونو او د هغوی ايتلافيانو ته يې ماتې ورکړه او هم زه اوس پر خپل موقف ټينګار کوم، چې د افغانستان جګړه بايد يوازې د ازادۍ جګړه وبلل شي او په دې اړه منفي خبرې ونه شي. له ننه څوارلس کاله وړاندې، چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ، د کوم دريځ اعلان کړی و، د هغه ځای ناستی اوس هم په هماغه خبره ټينګ دی.

«موږ پرېکړه کړې، چې د خپلې تلپاتې ازادۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، خپل هېواد به ازادوو او کله مو چې هېواد ازاد شي، نو د راتلونکي لپاره به خپله کړنلاره ټاکو او داسې پرېکړې به کوو، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.»

«دا ځل به موږ د نويمو کلونو هغه تېروتنې نه تکراروو، چې روسي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د باثباته افغانستان لپاره به خپلو داخلي مخالفينو سره د سولې له لارې ستونزې حل کړو او خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو سره به په مساوي توګه اړيکې وساتو.»

د امريکا په جګړه کې پاکستان زموږ له دښمنانو سره ولاړ دی، مګر پاکستان بيا هم موږ خپل دښمن نه بولو، پاکستان د دې لپاره هم موږ ته اړين دی، چې د افغانستان او پاکستان امنيت او د ولسونو فکر، عقيدې او غوښتنې سره شريکې دي.

«موږ راتلونکي کې له سختو ننګونو سره مخ يو، مګر موږ د خپل رب له درباره هيله او ارزو لرو، چې موږ به له دې کړاوونو او ستونزو جګې سترګې بريالي وځو؛ ځکه چې د الله تعالی فرمان دی: بالاخره به ستاسې دښمن شا در واړوي او وبه تښتي.»

۱۹۹۰م کې، چې شوري لښکرو ماتې وخوړه او مجاهدين بريالي شول، نو دوی ته دا واک ورنه کړای شو، چې د خپل هېواد راتلونکې په اړه خپلواکه پرېکړې وکړي، دوی د سخت دريځۍ په تور له واکه لرې کړای شول، چې له امله يې افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شو، چې بالاخره د مدرسو ځوانانو طالبانو د خپل هېواد امنيت او ژغورنې په موخه د ولس په ملاتړ قيام وکړ او ۲۰۰۱م پورې دوی د افغانستان نوي سلنه خاوره خپل واک کې راوستې وه، مګر امريکا د سپتمبر د يوولسمې پېښې په بهانه پر افغانستان يرغل وکړ، د شمالي ټلوالې او نورو طالب مخالفينو په مرسته يې د طالبانو نظام نسکور کړ او دوی يې د کابل په تخت کېنول.

اوس امريکا او نړيواله ټولنه له طالبانو غواړي، چې د کابل اوسنی حکومت په رسميت وپېژني، نو دا به څنګه امکان ولري، چې طالبان دې د هغه چا حکومت ومني، چې دوی يې د دښمن غلامان بولي.

د امريکا په مټو راوستل شوی حکومت تر اوسه هم يوازې تر کابله محدود دی او د امريکايانو په وتلو به په ډېره لنډه موده کې سره ووېشل شي او هر يو به يې په خپله لاره روان وي.

تېر کال، چې ملا اختر محمد منصور د خپل امير ملا محمد عمر پر ځای د طالبانو مشر وټاکل شو، نو د خپل پخواني رهبر خبره يې بيا تکرار کړه، چې تر څو بهرنيو پوځيان په افغانستان کې وي، دوی به خپلې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکوي، طالبان ټينګار کوي، چې تر څو امريکانو د خپلو وتلو نېټه نه وي اعلان کړي او د دوی د مشرانو نومونه يې له تور ليسته نه وي ويستلي، نو مذاکرات او د سولې خبرې بې ځايه دي.

که د طالبانو دغه غوښتنې ومنل شي، نو د روان کال تر پايه افغانستان کې امنيت راتلای شي او که امريکا په خپلو خبرو ټينګار وکړي، نو بيا امنيت راتلل ناشوني دي، مګر د پاکستان د چارواکي حالاتو په نزاکت نه پوهېږي او د امريکا په غوښتنه هڅه کوي، چې طالبان د سولې بهير کې د ګډون لپاره مجبور کړي. د پاکستان بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز طالبانو ته ګواښ کړی، که دوی د سولې خبروته نه تياريږي، نو پاکستان کې به د دوی کورنۍ او بچيان له سختو ستونزو سره مخ شي. د سرتاج عزيز له دې ګواښ وروسته نوي سلنه طالب مشرانو خپل ماشومان او کورنۍ د درې اوونيو په ترڅ کې له پاکستانه وويستل او اوس ډېر لږ طالبان په پاکستان کې له خپلو ماشومانو سره پاتې دي. د سرتاج عزيز له ګواښ وروسته پر طالبانو د پاکستان هغه شته نفوذ هم له منځه ولاړ اوس دومره ناتوانه دی، لکه امريکا او ناټو، چې د طالبانو پر وړاندې ناتوانه او مات دي.

پاکستان بايد دې خبرې ته پام وکړي، دا هغه طالبان دي، چې د امريکا په غوښتنه او ټينګار يې اسامه ونه سپاره او د ژمنې او وفا لپاره يې پر ځان جګړه ومنله، خپل مېلمه يې وساته او په خپلو اصولو يې لوبې ونه کړې.

شمالي وزيرستان او قبايلي سیمو د پاکستاني پوځ نظامي عملياتو د طالبانو مرکزونه ونړول، طالبانو د خپل هېواد په شمال او نورو سيمو کې پراخ مرکزونه جوړ کړل او اوس طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د پاکستان رول دومره مهم نه دی، بلکې د پاکستان هغه حيثيت هم له منځه ولاړ، چې د کوم له مخې کېدای شي طالبانو د پاکستان ځينې خبرې منلې وای.

طالبان د اوږدمهالي جګړو توان لري او ټول زيان به زموږ پر غاړه وي. که دغه جګړه روانه وي، نو زموږ غربي پولې به نورې هم نا امنه شي او دغو سيمو کې زموږ دوه لکه پوځ به بېرته خوندي را ستون نه شي. له دې پرته د پوځي عملياتو له امله درې لکه پنځوس زره وزيرستاني مهاجرين افغانستان کې دي، هند او پاکستان مخالفې ډلې دوی د خپلو ګټو لپاره کاروي او دغه کار زموږ لپاره يو بل تلپاتې غم دی. د دې لپاره ښه چاره دا ده، چې د پاکستان سياسي او نظامي چارواکي د طالبانو په غوښتنو غور وکړي او يوه داسې لاره راوباسي، چې راتلونکي لپاره د وينې تويدو مخه ونيول شي. د طالبانو يوازېنۍ غوښتنه دا ده، چې «پرديو هېوادونو پر موږ جګړه راتپلې، موږ يې وژلي او تباه کړي يو، دغه جګړه ختمه کړئ، موږ ته وخت راکړئ، چې خپلو افغانانو سره کينو او د خپل هېواد راتلونکي په اړه په خپلواکه توګه پرېکړې وکړو او نړيوال دې زموږ پر دغو غوښتنو فکر وکړي، چې ۲۰۱۲م کې موږ په پاريس کې کړې وې او د حل يوازينۍ لاره همدا ده.»

له تېرو څو کالونو راهيسې زموږ پوځ په سوات، دير، باجوړ، وزيرستان، نورو قبايلي سيمو او بلوچستان کې ښکېل دی، يعنې د هېواد په څلوېښت سلنه خاوره د پوځ کنټرول دی، حکومت په دغو سيمو کې خپل واک نه لري، په دغسې يو وخت کې، چې امريکا او ناټو افغانستان کې خپله جګړه بايللې او هغوی اړ دي، چې له پاکستانه د وتلو خوندي لار وغواړي، په دغسې حالاتو کې دوی له پاکستانه غوښتنه کوي، چې طالبان دې د خبرو مېز ته کينوي. رښتينې خبره دا ده، چې د ځمکني حقيقت په اړه پاکستان، امريکا او افغان حکومت درې واړه ناخبره او د وهم ښکار دي. اصل خبره دا ده، چې کومې کړنې موږ د امريکا په غوښتنه او فشار کوو، دا د فطرت له اصولو سره په ټکر کې دي. د سولې څلور اړخيز هېوادونه، چې په دغو کې امريکا، چين، پاکستان او افغانستان شامل دي، په دغو کې له چين پرته درې يې طالبانو سره په جګړو کې ښکېل دي او دغه جګړه کې يې ماتې خوړلې ده. د فطرت غوښتنه او قانون دا دی، چې د افغانستان سوکالۍ او راتلونکې په اړه به ټولې پرېکړې افغانان په خپله کوي، چې له دې وړاندې د دوی مشرانو د شوروي سرو لښکرو ته ماتې ورکړه او اوس طالبانو امريکا او ناټو ته ماتې ورکړه. امريکا، ناټو او پاکستان بايد دا خبره ومني، چې د افغانستان جګړه دوی بايللې ده او دوی يو هم حق نه لري، چې د افغانستان راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان په اړه دوی يوازې د مرستو او بيا رغوونې تر بريده حق لري. که افغان طالبان د سولې په اړه کومه خبره او دريځ وړاندې کړي او نړيوال يې ورسره ومني، نو يوازې دغه مهال په هېواد کې امنيت راتلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx