ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د نوي مشر سره رسما بیعت اعلان کړ – (د بیعت متن)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۱۱مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو پخواني قومندان او د نظامي کمیسون مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره رسما بیعت وکړ.

طالبانو ته نیژدو سرچینو چې د نوموړي د بیعت په مراسمو کې ګډون درلود، نن ټکی اسیا ته وویل چې ملا عبدالقیوم ذاکر نن سهار د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د یوه جګپوړي پلاوي پر لاس یې رسما بیعت وکړ.

نوموړي تر بیعت وروسته خپل د بیعت اعلان په لیکلي شکل هم د طالبانو پر رسمي ویب پاڼه (الاماره) باندي نشر کړ.

ملا عبدالقیوم ذاکر هغه وخت ګوښه توب اختیار کړ کله چې د طالبانو اکثریت مشرانو د ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ او نوموړي وویل چې په اوس وخت کې عافیت په دې کي ویني چې د طالبانو له لیکو ګوښه شي.

نوموړي همداراز پر طالبانو غږ کړی وو چې د خپل منځي شخړو او اختلافونو څخه دي ځان وساتي.

ملا عبد القیوم ذاکر د طالبانو د واکمني پر مهال پیاوړی نظام قومندان وو او مهم امنیتي مسؤولیتونه ترسره کړي وه. پر افغانستان تر امریکایی یرغل وروسته ذاکر ونیول شو او په ګوانتنامو زندان کې نیژدې شپږ کاله بند تیر کړ. تر راخوشي کېدو وروسته د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد نوموړی د نظامي کمیسون د مشر په توګه وټاکی او همداسي د رهبري شوری غړیتوب ورکړ.

د طالبانو د نوي مشر تر ټاکل کېدو وروسته په را ښکاره شوې اختلافونو کې تر ټولو جدي د ملا عبدالقیوم ذاکر اختلاف بلل کیدی، ځکه چې نوموړي په نظامي طالبانو کې پراخ نفوذ او ښه نوم درلود.

باید وویل شي چې دده تر مخه ډیرو هغه طالب مشرانو هم بیعت کړی چي د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د ټاکل کېدو پر میکانیزم یې اختلاف ښودلی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملا عبدالقیوم ذاکر د بیعت بشپړ متن نن ټکی آسیا ته را لیږلی چې په لاندي ډول دی:

د محترم الحاج حافظ ملا عبدالقیوم ذاکر صاحب د بیعت اعلان

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذی امر المسلمین بالاتحاد والاتفاق والصلواة والسلام علی قائد الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم وعلی اله واصحابه اجمعین عدد خلقه ورضا نفسه وزینة عرشه ومداد کلماته .

د افغانستان د اسلامي امارت  ټولو علماء کرامو او محترمو مجاهدینو مشرانو او کشرانو ته
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترمو ګرانو وروڼو تاسو ټول الحمدلله پوهیږئ چي د طالبانو اسلامي تحریک د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد تر رهبري لاندي په افغانستان کې د یوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره پیل او موږ او تاسي د دي نظام په خاطر د سلګونو زرو قربانیو ورکولو سره تر هر څه مادي او معنوي شتمنیو تیر او بالاخره د بریا پړاو ته ورسیدو چي د کفري نړۍ له ارادي خلاف په افغانستان کې اسلامي امارت قایم شو څرنګه چي صلیبي نړۍ او اشغالګرو داسي یو سپیڅلی نظام ونه زغملای شو نو د اسلامي امارت لپاره د ازمون یو نوی پړاو پیل شو خو عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله د لوی خدای په نصرت د ټولي کفري نړۍ کرغیړن ارمانونه ور نیمه خوا کړل کله چې د عالیقدر امیرالمومنین د وفات خبر خپور شو ما د ځینو عمده ټکو چې د اسلامي امارت د هر اړخیز بریالیتوب، استقلال، د نظام د ښه بهبود، د صف د متحد ساتلو ورسره د اوسنیو مشکلاتو د حل په خاطر څه شرعي ملحوظات درلودل لله الحمد د ملګرو په پوره سعیه او کوشش سره د هغو د شرعي ملحوظاتو پر جوړولو موافقه وشوه ملګرو ته دی الله تعالی اجر عظیم او نیکه بدله ورکړي

محترم ملا اختر محمد منصور زموږ مشر دی زما ورسره د شریعت په چوکاټ کې بیعت دی ان شاء الله تعالی د خپل وس او توان مطابق به د شریعت په چوکاټ کې اطاعت کوم.

والی الله المشتکی حسبنا الله ونعم الوکیل نعم المولی ونعم النصیر ونفوض امورنا الی الله ان الله بصیر بالعباد

اخوکم فی الله الحاج حافظ ملا عبدالقیوم ذاکر

۱۴۳۷ هـق جماد الاخر۲۱ نیټه
۱۳۹۵/حمل / ۱۰ هـ ش
۲۰۱۶ /  ۳  / ۳۰ م

تبصرې (6)

  • الله اکبر و لله الحمد
    د منافقانو او د اسلامي امارت د دښمنانو په مخ درنه څپېړه !
    تورمخي د وي شيطاني رسنۍ او منافقان ...
    الله تعالی دې د ذاکر صاحب حفاظت وکړي ، په حقيقت سره يې د ډيرو مؤمنانو زړونه خوشاله کړل.
    الله تعالی د اسلامي امارت سپيڅلی صف لا هم متحد لري.
    امين يا رب العالمين

  • ښه شو ! کنه دغه داختلاف نابغه چې لمړۍ چيغه يې همده پورته کړي وه ،اوداختلاف یانفاق زیږنده يې تول په دې کې شاګردان دي بالاخره دخپلی بقاء لپاره بیعت ته غاړه ایښې .
    اسلامي امارت یوه خورا عظیمه حوصله اوپراخه غیږ لري ، نواصلا امارت ددې ستاینو اومبارکیو وړ دی چې دغه سي اشخاصوته يې دومره سترجرمونه ورمعاف کړو اوخپلی سپيځلي غیږي ته يې بيرته ورپریښودل .

  • دا ښه کار وشو ، څومره چه وخت تیریږی ، که د رښتینی خدای بندګان وی ، د ډالرو ناولتیا یی سرسام نه کړی ټول به یو د بل پسی حقایق درکړی او د مجاهدینو ( د حق د پلویانو ) د صف سره به یوځای شی مګر د دی په څنګ کی د قران د النصر مبارکه سورت ، له مخی . فرمایی کله چه د الله نصرت راورسیږی فوچ فوج خلک به د مجاهدینو سره ملګری کیږی مګر مجاهدین باید محتاط هم واوس الله ج ته توبی وباسی یعنی لویی ونه کړی او په څنګ کی ښه او بد هم سره معلوم کړی یعنی څارنه پری ولری داسی نه چه ځینی پکی څو مخی ونه کړی او د دشمن له خوا جاسوسان نه وی مجاهدینو ته کومی صدمی ونه رسوی مننه

  • د ملا عبد القیوم ذاکر صاحب د خوب روښتونی تعبیر
    د فداء الله په نوم یو ملګري کیسه راته کوله چي زما اکا په کیوبا کي د ذاکر صاحب سره یو ځای بندي وو، کله چي را خلاس سو نو يي راته د کیوبا په اړه کله ناکله کیسي کولي، یو وخت يي د ملا عبد القیوم ذاکر صاحب کیسه راته کوله چی ویل يي، په کیوبا کي یو ورځ ذاکر صاحب ونورو ملګرو ته د خپل خوب کیسه داسي کوله:
    "چي نن مي خو لیدی، په خوب د کابل پر فضا را الوتی یم، په هوا کي که ګورم د کابل په ښار کي د یو مسجد ډیره لویه مناره راته ښکاريږي، کله چي دې دنګ منار ته رانیږدي سوم په ښه قوت سره مي لته ورکړه، زما د لتي سره سم دنګ منا ونړيدی، که ګورم د منار نه غوايي راووتل په مونډو سول".
    زما په خیال دا دی د ذاکر صاحب خوب هم دا اوس روښتیا سو، د اصلاح (اختلاف) په نامه چي کوم یاران لګیادي کېدی سي په دوی کي داسي څوک هم وي چي د منار له سپیڅلي نامه نه فایده اخلي، کله به وايي چي د مرحوم ملا صاحب زوی حقداره دی او کله به وايي چي منصور (حفظه الله) صاحب د بهرنیو کړیو د لاس اله دی. موږ نه غواړو چي جهاد مو د نورو د هدفونو ښکار سي او کله به بیا بل څه.

  • الله جله جلاله دي ذاكر صاحب ته دتوبي توفيق وركري جي دير عمر يي فه عدم بيعت كي تير كرو . زه ذاكر صاحب دير له نيزدي فيزنم اوشه مجاهد مي باله . خو دامير المؤ مينين له وفاة نه وروسسته موقف دير زيات شكمن كرم ..##