fbpx

په سعودي عربستان کې سل چينايان په اسلام مشرف شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۱۱مه ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان تهامه او بيشه ښارونو د سيمټو په دوو کارخونو کې سل چينايي کارکوونکي د اسلام په مبارک دين مشرف شول.

عربي رسنۍ سعودي عربستان کې د سيميټ کارخونو د مشر سفر بن ظفير له وايي، چې د دعوت او ارشاد منسوبينو او د دوو چينايي مسلمانانو په هڅو د دوو سيميټو په کارخونو کې ۱۰۱ چينايي کارګران د اسلام له مبارک دين څخه متاثر شول او اسلام يې قبول کړ.

د راپورونو له مخې اويا چينايي کارګران د تهامه سيميټ کارخانې او ۳۱ د بېشه کارخانې کارکوونکي د اسلام له مبارک دين څخه اغېزمن شول او اسلام يې قبول کړ.

چين کې د مسلمانانو شمېر له ۱۲۰ ميليونه زيات دی، د هېواد په لروبر کې سل زره  جوماتونه لري او تر ټولو پخوانی جومات يې ۱۳۵۰ کاله پخوا جوړ شوی دی.

د اسلامي دعوت او خلافت استازی د لومړي ځل لپاره د عثمان بن عفان رضي الله عنه په خلافت کې چين ته تللی و، له هغه وخته چينايان په اسلام مشرف شوي او ډېری چينايان سني حنفي مسلمانان دي.

د تاريخي اثارو له مخې چينايي مسلمانانو د خپل هېواد او نړۍ په پرمختګ کې مهم رول ادا کړی او هغه مهال، چې چين ۱۲ ولايته وو، د اتو ولايتونو واليان يې مسلمانان وو.

سعودي عربستان، نور اسلامي هېوادونه او اسلامي ټولنې د چينايي مسلمانانو د مرستو لپاره دغه هېواد کې ديني او ټولنيز فعاليتونه کوي او له تېرو څو پېړيو راهيسې چين کې د ديني علومو او معارفو نظام رواج دی، خپلې مدرسې، ښوونځي او پوهنتونونه لري او خپلې ټولنې ته وخت پر وخت علمي کادرونه او علما وړاندې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د