نظــر

په قطرکي دطالبانو دفتراو پرضد یې دپروپاګنډ نوې لړۍ

taliban qatar office

په قطرکي دطالبانو دسیاسي دفتر دپرانیستني څخه وروسته دطالبانو پرضد دپروپاګنډ یوه نوې لړۍ پیل شوه ،همدا لړۍ دومره پراخه ده چي دټلویزیوني بحثونو، ګردي میزونو، راډیویې مرکو، دورځپانو او ویبپاڼو ترسرمقالو، مقالو، تبصرو او راپورونو پوري دچاپي اوبرېښنایې رسینو ټولي خپروني یې محاصره کړي دي .په تېرو څو ورځو کي مي له بیلابیلو رسنیوڅخه دطالبانو اودقطر ددفتراړوند داسي څه واوریدل چي دمځکنیو واقعیتونو سره دومره په ټکرکي دي لکه داوبو اواور یوځای کول .دهمدې لړۍ چلونکي اولوبغاړي عادي لیکوال اوژورنالیستان نه دي ،په دوی کي خورادلوړي کچي اکاډمیک !!شخصیتونه ،دپوهنتون استادان ،دعلومواکاډمۍ غړي ، دوزارتونومشاورین ،دپارلمان غړي او دستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز تر مشرتابه پوري شامل دي .

دجون پر۱۸مه چي په قطرکي دطالبانوسیاسي دفتررسماپرانستل شودکرزي دوچ مخالفت په پیروي دوی هم دتبلیغاتي جګړې دانه واخیسته ،نوره ځني ورکه شوه طالبان یې دامریکاکلک ملګري وبلل حتی تردې چي دطالبانوداسلامي تحریک ظهوراودیرغل په وړاندي تېره دولس کلنه جهادي مرحله یې دامریکې یوه ډرامه وبلله .- چي په دې اړه به راتلونکي کي ځانګړې لیکني کووانشاء الله – !

دافغانستان دستراتیژیکومطالعاتودمرکزمشرغلام جیلاني ځواک دتهران راډیوسره په مرکه کي دامریکایې نیواک پایښت ته دکمپاین په ترڅ کي دامریکې له ځواک څخه دخلګود ډارولوپه موخه وویل چي :امریکابه په افغانستان کي له اډودرلودلوپرته په بل څه قانع نه شي !

ځواک چي دکابل ادارې دعضوه په حیث تېره لسیزه دامریکې په غیږکي تېره کړه پرنوروهم ورته ګومان کوي دده په ویناطالبان اوامریکاداډوپه اړه یوتوافق ته سره رسیدلي دي ولي اوس طالبان دخپلوجنګیالیوفکري زمینه سازي کوي چي مباداهغوی بیاونه وایې چي دایولس کاله جګړه دڅه لپاره وه چي اوس دامریکاسره جوړه کیږي ،نوموړي چي وارپه واریې دخولې واګي له لاسه ورکولې زیاته کړه : طالبان عملادامریکاله خواکنټرولیږي کومي موخي چي امریکاپه سیمه کي لري طالبان یې ورته عملي کوي او…..

ځواک دښکیلوغاړوترمنځ دیوې مشخصي موضوع په اړه دمقدماتي خبرو ،مذاکراتو اوجوړي کولوله توپیرڅخه عاجزدی ځکه په حقوقي لحاظ دطالبانواوامریکاترمنځ خبروته تردې دمه مذاکرات هم نشي ویل کیدلای ،جوړه خوبیاهغه څه ده چي معمولادکامیابومذاکراتودتکرارپه پایله کي رامنځته کیدلای شي هغه هم په دې شرط چي دمذاکراتواصلي موخه جوړه وي . که امریکاله اسلامي امارت سره پردې جوړه شي چي یرغلګرځواک به په یومخیزه توګه له افغانستانه باسي اودافغانستان په چاروکي به لاس وهنه نه کوي اوپه مقابل کي یې امارت ډاډورکړي چي دافغاسنتان خاوره به دامریکې پرضدنه استعمالیږي ،اوس نوکه دطالبانواوامریکاترمنځ دغه ډول جوړجاړی رامنځته کیږي طالب مشرتابه به څه اړوي چي دخپلوجنګیالیوذهن سازي وکړي ،ټول مجاهدین همداغواړي چي یرغلګرځواکونه زموږله خاوري په بشپړه توګه ووزي ،دوی چي دجهادمیدان ته دانګلي اصلي موخه یې همداده چي خپله خاوره ازاده اوبیایواسلامي نظام پکي قایم کړي ،همداکارته چي دوی دسرونوپه نذرانه کولوسره تیاردي ،جوته ده همدې هدف ته که دبلي هري مشروع لاري رسیږي ملاتړبه یې کوي ، دلته هم غلام جیلاني دغلامۍ اوجوړي ترمنځ په تمیزنه دی توانیدلی .

ځواک صاحب !ته که خپلي غلامۍ ته دجوړي نوم ورکوي اوکه بل څه خوزماوستادجوړي ترمنځ دمځکي اواسمان هومره فرق شته ،مثلادامریکې سره ستاجوړه همداده چي پرخپل هیوادیرغل ته یې دبیارغوني نوم ورکړي ،دښځواوماشومانووژني ،دکورونوویجاوړني ،زندانونو،شکنجواوبې عزتیوته یې دترهګرۍ ضدجګړې ناتعریف شوې اصطلاح وکاورې ،اخلاقي فساددهالیوډاوبالیوډسکس فلمونونندارتونونوته دبیان ازادي ووایې،تبشیري اوتنصیري هڅوته یې په لااکراه في الدین جوازورکوې اوپه ټوله کي ستاجوړه همداده چي امریکایې نیواک ته بقاورکړي خوزماجوړه بیاداده چي امریکانه یوازي داچي زما په شهیدپروره خاوره کي اډې ونه لري، بلکي اشغال یې په ټولیزه توګه ختم شي ،زه اوخپل ولس مي سره پرېښودل شوچي دخپلي خوښي اسلامي اوملي واکمني رامنځته کړو،داسي واکمني چي نه نوروته پکي ضرروي اونه دچاوغلامۍ ته سرټیټ کړو.

جیلاني ځواک !طالبان چي دامریکې له خواکنټرولیږي ،نوامریکایې ولي پرضدپراخه پوځي جګړه پیل کړه چي په ترڅ کي واکمني ختمه شوه دښکلوقصرونو،موټرونو،پیسواوهوساژوندپه بدل کي په غرونواوسمڅوکي دلوږي ،یخنۍ اورازرازتکلیفونوسره مخ شول اونه یواز ي دابلکي دامریکاله لوري په لسهاووزره مجاهدین شهیدان اوپه زندانونوکي یې اسیرشول .

بل داچي که دځواک خبره کي تامل وکړونوامریکې بیاولي اودکومي ستراتیژۍ له مخي !! خپل په لسهاووزره پوځیان چي دهریوه عسکرپه روزنه یې ملیونونه ډالر لګولي وودطالبانوپه لاس مړه اومعیوب کړل ،په سلهاووټانګونه ،زغره وال کاډي اوبیلابیل نقیله وسایط اووسایل یې دطالبانودماینونوخوراک کړل ،مختلفي وسلې ،الوتکي اوچورلکي یې نسکوري شوې چي له امله یې ددرانه مالي اوځاني زیان سره مخ شول ،که دطالبانوله کنټرول څخه دامریکې هدف همداووبیانودځواک محاسبه دستراتیژیکومطالعاتودمرکزدمشرپه توګه سمه ده !!،خلګ تېروتلي دي .

همداکسان چي مخکي به یې دکابل دارګ دسولي پرشعارونوشخوندواهه اودارګمشر(کرزي )ناپړیتي به یې په ناستوولاړوکي تکرارولې چي ددولت مخالفین یوازي پرجګړې اصرارکوي ،هی کاش چي دوی یوادرس درلودلای چي دجوړي روغي کچکول موورته وړاندي کړی وای . دغه رنګه دوی به کله ناکله ومجاهدینوته سپارښتنه کوله چي دافغانستان ستونزه په جنګ نه حل کیږي ،دسولي ،سوکالۍ،اوحتی خپلواکۍ دترلاسه کولوښه لاره خبري اتري اوسیاسي حل دی ،خوکله چي داسلامي امارت مدبرقیادت دافغانستان دمعضلې دحل په موخه دپوځي هڅوترڅنګ سیاسي هلي ځلي هم چټکي کړې اوپه قطرکی یې سیاسي دفترپرانیست بیانوهمداښاغلي اواغلي په داسي اوتوبوتوسرشول چي دښکېلاک سره دوستي ،اودیوسوکاله افغانستان سره دښمني یې په ډاکه شوه .

سیدشریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x