روزګان چارواکي: د دهراود جګړه کې ۱۵عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): په روزګان کې د دهرادو ولسوالۍ امنیه قومندان وايي چې د ولسوالۍ او مرکز تر منځ د غځېدلې لارې د خلاصون لپاره يې خپل ۱۵ عسکر له لاسه ورکړي.

امنیه قومندان محمد نبي دعوه کوي چې د مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لار چې له څو ورځو راهیسې طالبانو بنده کړې وه، دوی بېرته خلاصه کړې ده.

د هغه په خبره په دې عملیاتو کې چې هوايي ملاتړ هم ورسره ملګری و ۱۵ عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د دهراود ولسوالۍ ولسوالی بیا مرکزي حکومت پر دې ملامت بولي چې په لوی لاس دا ولسوالي طالبانو ته سپاري.

هغه دعوه وکړه چې په جګړه کې يې نهه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

طالب وياند قاري یوسف احمدي د دوی دعوې بې بنسټه بولي او وايي چې لا هم د ولسوالۍ د محاصرې د ماتولو په تمه راغلي ځواکونه په مورچه سیمه کې جګړه کې راګير دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ياده دې وي په دهراود ولسوالۍ کې جګړه نږدې یوې اوونۍ ته غځېږي چې د ځايي اوسېدونکو په قول طالبانو ولسوالۍ ته ټولې هغه لارې تړلې چې محاصره ځواکونه ترې د تازه دمو عسکرو د مرستې تمه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د