افغانستان

غزني: د ښاروال پر سر د ارګ او سپېدار اختلاف مدني فعالان لاریون ته اړ وېستل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): غزني کې د ښاروال د ټاکنې پرسر د اجراییه رییس او ولسمشر اختلاف په غزني کې مېشت مدني فعالان تر لاریونونو ورسېدل.

د غزني ښاروالي تر اوسه د فريدون احمدي له لوري اداره کېدله، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې نصير احمد للیزی د نوي ښاروا په توګه ټاکل شوی دی.

په غزني کې د پخواني ښاروال پلويان نوی ښاروال نه مني او د نوي ښاروال پلویان د اد ولسمشر د حکم پر ضد ګام بولي.

د نوي ښاروال پلویان وايي چې د پخواني ښاروال تر شا د ښار زورواکي، غاصبین، متعصبین او اجراییه رییس ولاړ دی، دوی نوی ښاروال نه مني او ښاروالي لکه شخصي ملکیت انګېري.

د پخواني ښاروال فريدون احمدي پلویان بيا د نوي ښاروال ټاکنه د پخواني په حق کې تېری بولي او په وينا يې هغوی د ښار لپاره دومره خدمتونه کړي چې نمونه يې پخوا نه ده ليدل شوي.

د دې دواړو ډلو تر منځ له څو ورځې راهیسې غزنی د لاریونونو شاهد دی، د پخواني ښاروال پلویانو تېره ورځ هم په خواله رسنیو کې اعلانونه خپاره کړي و، چې له خپل حق څخه د دفاع لپاره باید د ښاروالۍ مخې ته را ووځي او لاریون وکړي.

نن بیا د نوي ښاروال پلویانو د خپل حق څخه د دفاع په نوم لاریون کړی او د کابل ـ کندهار لویه لار يې د ترافیکو پر مخ تړلې.

لاریون کوونکي له ځانونو سره شعارونه لېږدوي چې دوی د ولسمشر د حکم ملاتړي دي، دوی پخوانی ښاروال د غاصبانو چاپلوس بولي او وايي چې په لوی لاس مسئله قومي کوي.

ياده دې وي پخوانی ښاروال فريدون احمدي په قوم تاجک او نوی ښاروال نصيراحمد للیزی بیا پښتون دی، د غزني ښاروالي له څو کلونو راهیسې د یو قوم په لاس کې وه، چې اوس يې له ګوتو وتلو پورته جنجالونه پیدا کړي دي.

دواړو ډلو ژمنې کړې چې دوی به تر هغو خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي چې تر څو د دوی خبره ومنل شي، یاده دې وي تر اوسه اجراییه رییس او یا هم ولسمشر په غزني کې د را پورته شويو ګواښونو په اړه رسماً څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x