حاجي احمد فرید

د پردې تر شا، زندانونو کې څه تېرېږي!

حاجي فرید

بسم الله الرحمن الرحیم.

ګرانو وطنوالو وروڼو او خویندو
السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته

د افغانستان موجوده اداره د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د کومونیستی رژیم پر تګلاره یو ځل بیا ګام اوچت کړو او غواړی د هغی زمانې وضعیت په افغانستان حاکم کړي.

د هغه وخت رژیم په ظاهره ملت ته د (کور کالی او ډوډۍ) شعار پورته کاوه ولې په حقیقت کې یې کور په ګور کالې په کفن اوډوډۍ د پولیګون په خاورو ور بدل کړل، هغه رژیم د بزګر او کارګر د حمایت او تقویت نعرې وهلې خو که په هالند کی د ۵۰۰۰ کسیزه اعدامیانو نشر شوی لیست ته ځیر شو د عالم، روحانی، متنفذ، محصل، موچی او د نورو غریب کسبه کارو له نومونو غیر بل څوک په نظر نه ښکاری، دغه خلک د اخوانی او انقلاب ضد اشخاصو په نامه پرته د محکمی له حکمه په اعدام محکوم شوی.

په پولیګونی جنایاتو کی شریک یو تعداد کسان اوس هم په موجوده اداره کی په لوړو پوستونو دندی ترسره کوی د دوی خواه لا اوس هم د ملت په وینه تویونه نده سړه شوی پخوا په خاد او اوس په ملی امنیت کی داسی کارونه ترسره شوی او کیږی چی انسانیت یی له اوریدو کرکه او نفرت کوی، بیګناه خلک په یو نوم او بل نوم نیول کیږی او بیا یې د محکمی له حکمه پرته په ډیره بی رحمۍ په شهادت رسوي چې ښکاره مثال یی د مظلوم شپونکی؛ په پنجوایی کی د رنجر پسی د یو کس تړل او د مظلوم ریان په شهادت رسول دی، دا هغه ښکاره او نه پټیدونکي جرائم دي چی هیڅوک هم ورنه انکار نشي کولاي، خو دیته ورته د پردې تر شاه په زندانونو کې په سلهاو واقعات تر سره شوي چې ډیری خلک ورنه خبر ندی.

خو خبره داده چی چیري ده د تش په نوم د بشر د حقوقو علمبرداره اداره؟ چیری ده میډیا؟ کام بخش چی یو مرتد او بی دینه انسان وه اسلام او قرآن ته یی ښکاره توهین کړی وه، د محکمی په قطعی حکم په اعدام محکوم شو، ولی د دغی ادارو په مرسته او فشار یی برائت تر لاسه کړو.

عبدالرحمن مرتد له زندانه د محکمی له حکم پرته بیرون او ایټالیا ته ورسول شو ځکه هغه دوی ته انسانان ښکاریدل ولی پدی مظلومانو ټول چوپه خوله پاته دی او هیڅ هم نه وایی.

که چیری دا کار د مخالف لوری لخوا تر سره شوی وای بیا به تر میاشتو میاشتو د بشر د حقوقو تش په نوم اداری او میډیا ډولونه نه قراریدل اما د دوی او دوی ته ورته مظلومانو نوم څوک نه اخلی.

خو یو څه باید ووایو څومره چی د کوم ملت یا قوم وینه په ناحقه توییږی هومره زر هغه ملت او قوم د آزادی او حریت نعمت ترلاسه کوی او جنایت کاران یی الله جل جلاله رسوا او د خپلو شومو اعمالو په سزا رسوی.

مونږ دعا کوو چی الله جل جلاله دی د دغو مظلومانو د شهادت په برکت افغانستان له دې اشغال او ظلم نه په خیر خلاص کړي، په اخر کې د دې شهیدانو او د ټولو هغه کورنیو ته چې ورسره ظلم شوی د الله جل جلاله له درباره عظیم اجر او جمیل صبر غواړو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

مننه حاجی صاحب همداسې ده ، دا رژيم په اصل کې هماغه د کارمل رزيم فقط په دومره توپير چې اداره یې د سکالر په لاس کې ده .