fbpx

د ریان شهید په یاد کې؛ یوه رژېدلې غوټۍ

غلام حضرت شاکر

د کمونیستانو لومړني مشر (نور محمد تره کي) اقتدار ته له رسېدو سره سم د اخوانیانو په خلاف جنګ اعلان کړ او کمونیستانو ته یې خلاص لاس ورکړ، چې اخوانیان په هر ځای کې وژلی شي!!

د هغوی له نظره هر مسلمان او لمونځ کوونکی اخوانی ؤ؛ که هغه معلم ؤ، ډاکتر ؤ، انجنیر ؤ، پیر ؤ، ملا ؤ، محصل ؤ، او آن که هغه بزګر هم ؤ، چې کمونیستانو یې د «پرولتاریای جهان» تر سرلیک لاندې د حمایت تیږې په سینه ډبولې!! همدا خبره وه ، چې په هیچا یې هم صرفه ونه کړه، نه یې ملا پرېښود، نه معلم، نه یې قومي مشر پرېښود، نه عادي او کم عمره محصل، نه یې ښځې پرېښودې، نه نارینه، چا چې به ږیره لرله یا به یې لمونځ کاوه، د کمونیستانو په تورلیست کې به «اشرار» او واجب المجازات ګڼل کېده؛ ځکه خو ډېری مسلمانانو ږیرې نه شوای پرېښودی او په څرګنده یې لمونځ هم نه شو کولی!!

د کمونیستانو وحشت دومره پراخ کچ ته ورسېد، چې د اقتدار په لومړي کال یې په یوه ورځ په هرات کې څلیرویشت زره مسلمانان د ټانګونو تر چاینونو لاندې کړل!!

الکساندر مایوروف لیکي، چې په هغه ورځ یوازې ډاکتر نجیب درې سوه تنه پخپل لاس په قتل ورسول!! د پل چرخي په زندان کې یې تر کال په کمه موده کې دولس زره هغه شخصیتونه شهیدان کړل، چې ډېری یې د اسلامې نهضت مخکښان وو!!، انجنیر عبدالله ګل ریان (چې هغه مهال لا محصل ؤ)، هم یو له همغو بندیانو څخه ؤ، چې د اخواني په نوم نیول شوی او د مرګ سزا پرې ختلې وه ؛ خو الله (ج) یې د مرګ فیصله نه وه کړې، له زندان نه خلاص شو او د فرهنګي سنګر لاره یې ونیوله، د خپلې کورنۍ غړو ته یې هم د علم او هنر لاره انتخاب کړه، د هغه تنکی زوی (شهید بشیر ریان) هم یو له همغو کسانو نه ؤ، چې انجنیر عبدالله ګل «ریان» یې قلم په لاس کې ورکړ او د علم او هنر لاره یې ور وښوده؛ یاد تنکي او ګلالي شهید په شل کلنۍ کې لس جلده کتابونه ولیکل، طبیعي ده چې د عمر له عروج سره به یې د کمال پوړۍ وهلې ، بلا نور کتابونه به یې پنځولي وو، او د علم وې؛ خو درېغه چې افغان قوم ترې محروم شو!!

هو! دا تنکی او ګلالی ځوان څه موده وړاندې د قندهار پوهنتون نه د وسله والو له خوا بندي او تر شکنجو لاندې شهید کړی شو!!

انا لله وانا الیه راجعون. دردناکه خبره داده چې د نننۍ دیموکراسي(!) مدعیانو هم خپلو افرادو ته د «تره کي» په څېر خلاص لاس ورکړی؛ ځکه خو په ژورنالیست او محصل هم صرفه نه کوي او په صحرایي محکمو کې یې وژنې!! دوی له یوې خوا د بیان د ازادۍ تیږې په سینه ډبوي او له بلې خوا نه یوازې د یوه محصل د قلم او شعار زغم نه لري، لا چې په ټوپک یې ځوابوي!! اصولي خبره خو دا ده،چې په دیموکراسۍ کې عادي وګړي هم د چارواکو ګرېوان ته لاس اچولی شي ، په دیموکراسۍ کې د لیکوال قلم تاند ساتل کېږي او چارواکي یې د قلم په تېره ژبه کې خپلې اشتباوې رفع کوي. سلطان محمود غزنوي (چې معمولاً یې لیکوالان له ځان سره ساتل) د فردوسي د خفګان په جبران کې په بلا امکاناتو بار قافله د نوموړي کور ته واستوله، سلطان خبر شوی ؤ، چې فردوسي خفه دی او په سلطان پسې یې د قلم توره را ایستلې؛ خو فرهنګپال سلطان یې خفګان نه شوای زغملی او د قلم نه یې محرومېدل د ملت په زیان ګڼل!! شهید بشیر ریان هم د افغان قوم هغه بچی ؤ، چې د قلم په تېره ژبه کې یې چارواکو باید خپلې اشتباوې رفع کړې وای، او د د هنر په هنداره کې یې باید خپل مخونه کتلي وای. شهید بشیر یوازې یو وګړی نه ؤ، چې په شهادت یې خفګان څرګند کړی شي؛ بلکې له شهادت سره یې د هنر او قلم مورچل نړول شوی، ژورنالیزم ته په سپکه سترګه کتل شوي او چارواکو د خپلو مخونو د کتلو هنداره ماته کړې، دوی د بشیر په قتل سره یو فکر و واژه، هغه فکر چې ملت پکې خپله ورکه موندلای شوای.!! له لوی خدای نه شهید ته لوړې درجې او کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړم.

«هرڅه که مې وژنې خیال او فکر خو مې مه وژنه
په دې کې مې ملت ته لوی تاوان لیدلی دی.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د