نيوزويک: امريکا د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پاتې راغلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۱۱مه ۱۳۹۵ل): امريکا افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې په مکمله توګه ناکامه شوې ده.

امريکايي نيوز ويک مجلې په خپل تازه راپور کې د کانګريس غړو له قوله ليکلي، چې امريکا ۲۰۰۲ م راهيسې د افغانستان په ګڼو سيمو کې د کوکنارو پر ضد مبارزه کې اته ميليارده او څلور سوه ميليونه ډالر لګولي، مګر دغه ميلياردونو ډالر ټول بې ځايه تللي او افغانستان کې اوس د پخوا په پرتله د کوکنارو کرکيله په بې ساري توګه زياته ده.

د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د امريکا کانګريس د دفاع وزارت له چارواکو په ترخه لهجه پوښتنې وکړې، چې دوی افغانستان کې د نشه‌يي توکو د مخنيوي لپاره له کومې کړنلارې کار اخلي، چې د دومره پرېمانه ډالرو د لګولو سربېره هم په خپلو هڅو کې پاتې راغلي دي.

نيوز ويک افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د څار «سيکار» ادارې مشر جان سوپکو له قوله ليکلي، چې ۲۰۰۲م راهيسې امريکا د افغانستان په بيا رغونې، امنيت او نشه‌يي توکو د مخنيوي په موخه ۱۱۳ميليارده امريکايي ډالر ولګول او د همدې موخو لپاره اوس هم زرګونو امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې دي.

د جان سوپکو په وينا يوازې د نشه‌يي توکو د مخنيوي لپاره اته ميليارده څلور سوه ميليونه ډالر ولګول شول، مګر عملي پايله يې موږ دا ګورو، چې د کوکنارو کرکيله د پخوا په پرتله نوره هم ډېره شوې ده.

د امريکايي کانګريس جمهوري پلوو غړی تامس ميسي پوښتنه کوي، چې «امريکايي پوځيانو د تېرې يوې نيمې لسيزې پر مهال افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې څه کړي، موږ ګورو، چې د نړۍ نوي سلنه افيوم له افغانستانه ټولې نړۍ ته صادریږي او امريکايي چارواکي دې ځواب ووايي، چې زموږ ميلياردونه ډالر څنګه بې ځايه ولګېدل.»

د کانګريس جمهوري پلوی غړی له جان سوپکو پوښتنې کوي

جان سوپکو د تامس ميسي په ځواب کې وايي: « ۲۰۰۲ راهيسې افغانستان کې د کوکنارو کښت بې اندازې ډېر شوی او دی په دې اړه رسمي احصاييه نه لري، مګر د طالبانو د واکمنۍ په پرلته  د اټکل خلاف بيخي ډېر شوی دی»

جان سوپکو امريکايي کانګريس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د ميليونونو ډالرو په مټ هڅه وکړه، چې د مخدره موادو د کښت او سوادګرۍ مخه ونيسي، مګر دا هڅې ټولې بې ځايه وې.

جان سوپکو د کانګريس غړو د پوښتنو ځوابونه وايي

اعلاميه کې راغلي، دولتي چارواکو څو څو ځله اعلان کړی، چې ځينو سيمو کې يې د کوکنارو پټي ويجاړ کړي، مګر د پلټنو پر مهال د چارواکو خبرې درواغ ثابتې شوي دي.

نړيوالو بشري ټولنو هم افغانستان کې د کوکنارو کرکيلې او سوداګرۍ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي او زياتوي، چې د ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره هم افغانستان کې د نشه‌يي توکو کاروبا په درز کې روان دی.

د بشري ټولنو ځينې غړي وايي، چې د افيومو د ډېر والي له امله په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي، چې افغانستان کې د پخوا په پرتله د مخدره موادو کښت او قاچاق پنځوس سلنه زيات شوی او ډېری دولتي چارواکي په دغو کړنو کې مستقيم او غير مستقيم ښکېل بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پخواني لوړپوړي چارواکي معين رووف روسي راديو تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د امریکایانو له یرغل وړاندې هم په افغانستان کې کوکنار کرل کېدل؛ خو د وخت د حاکم، ملا محمد عمر مجاهد په فرمان سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکیله بنده شوه.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په خپل راپور کې وايي، چې افغانستان لا هم د نړۍ ۹۰سلنه تریاک تولیدوي.

په ۱۳۹۴ کال کې، د افغانستان په تاریخ کې د مخدره موادو د قاچاق له مخې «بې ساری» و. دا هر څه داسې مهال کېږي، چې امریکایان ادعا لري چې افغانستان کې يې د مخدره موادو د محوې لپاره اته ميليارده څلور سوه ميليونه ډالر لګولي دي .