زموږ چارواکی – احمد فرزان

زموږ چارواکی خورا غوښن، د بشاش صورت خاوند، د بکر فکر لرونکی ، تازه دماغه ځوان دی .
ده په کوم خاص فن کی زده کړي نه دي کړي ، کوم خاص تخصص هم نه لري اوپه دولتي اداراتو کي د زړه خوړلي تجربي خاوند هم نه دی ، خو بیا ترچا کم هم نه دی.
په چاپلوسي کي د پوره مهارت خاوند دی، له خارجي نهادونو سره د اړیکو پوره تخصص لري ، په پروژو کي د پیسو پیدا کولو او رشوت اخیستلو خورا تجربه لري او هغه د چا خبره د ځان په صفت کولو کي خو بیخي د فصاحت او بلاغت له مکتبه فارغ دی.
زموږ چارواکی د داسي صفاتو خاوند دی چي په ډیرو نورو کسانوکي نه سي پیدا کیدای، دی د یوه داسی لوی او بانفوذه قوم سره تعلق لري چي هرو مرو باید په اداره کي لږ تر لږه لس ریاستونه خو ولري، د خان زوی هم دی او په اصطلاح انګریزی مانګریزی یي هم څه نه څه زده ده.
د ځان ستايني د خطابي قوه ، له خارجي یارانو سره د انډیوالی مهارت، د چاپلوسۍ ، پیسو پیدا کولو او رشوت اخیستلو، جرئت، دخان زویتوب ، قومی والی او له انګریزي او کمپیوټرسره بلدتیا ، هغه خصوصیات دي چي زموږ د چارواکي لپاره ضروري دي.
هو، دازموږ چارواکی دی ، دی دټولو هغو صفاتو خاوند دی چي باید یولوړ رتبه مقام يي ولري.
ليكوال: احمد فرزان
د لیکلو ځای : کندهار
د لیکلونیټه : ۱۳۸۹،۶،۲