fbpx

جان سوپکو: له افغانستان سره د هر مرسته شوي ډالر ۲۹ سینټه ورک دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار مسوول وايي چې له دې هېواد سره مرسته شوي هر ډالر څخه ۲۹ سینټه ورک شوي دي.

جان سوپکو وايي چې امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۳ ميليارده ډالره لګولي دي، خو د له هر ډالر څخه ۲۹ سینټه غلا شوي دي.

سوپکو په افغانستان کې د غلا او فساد لامل افغان چارواکي بللي او هغوی يې ملامت کړي دي چې له معلومو غلو او مفسدینو سره قانوني چلند نه کوي.

سوپکو افغانستان ته پخپل وروستي سفر کې ویلي چې دوی د خپلو پلټونو لپاره له پوځي اډو د باندې زړه نه دی کړی، ځکه چې حالات خورا ترینګلي دي.

برتانوۍ ورځپاڼه انډیپینډنټ د سوپکو له خولې لیکي چې دوی په افغانستان کې لګښت کړی خو له لګوونکو سره يې حساب نه دی شوی.

جان سوپکو د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې لګېدلې پیسې هم د فساد ښکار بولي.

د هغه په وينا په وينا يوازې د نشه‌يي توکو د مخنيوي لپاره اته ميليارده څلور سوه ميليونه ډالر ولګول شول، مګر عملي پايله يې موږ دا ګورو، چې د کوکنارو کرکيله د پخوا په پرتله نوره هم ډېره شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د