بشیر احمد ریان د خپل ملګرو محصلینو سره یو ځای

د بشیر احمد شهید په باب زما څو یادونه

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

څو کاله دمخه په کندهار کي د ارګ له يوه کتاب پلورنځي څخه راووتلم، که ګورم چي يو ځوان رامخي ته سو، سلام يې راواچاوه او روغبړ يې راسره وکړ او بيا يې راته وويل چي زه د انجنیر عبدالله ګل (ریان) صاحب زوی يم او اوس د کندهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي محصل يم. د دغه ځوان له دې خبري سره مي انجنير صاحب ريان سترګوته چګ ودرېد، د هغه د اسلامي او افغاني مړاني ښکارندويه څېره او د علم او پوهی له تومني ډکي، نرمي، خوږې خبري او د کتاب، لیکني او ژباړي په اړه مي د هغه بحثونه او یادوني را په زړه سوې. په دې حال کي مي د انجنير صاحب ريان او وروڼو او نوري کورني حال احوال ځني وپوښت. تر دې وروسته يې راته وويل چي موږ د سهار انلاين په نامه يوه ويب پاڼه را ايستلې ده. زه غواړم چي ستاسي سره مرکه وکړم او په دغه پاڼه کي يې خپره کړم. ما ورته ښه کړه او له دې امله مي خپله خوښي ورته څرګنده کړه چي لوړي زده کړي ترلاسه کوي. بيا يې خدای په اماني راسره وکړه. وروسته يې پوښتني راولېږلې او ما ورجواب کړې.

له دغي ورځي څخه مي د ده د نامه سره آشنايي پیدا سوه. کله به يې پر ليکلي کتاب، کله به يې پر کومه ليکنه او کله به يې پر کومه ژباړه پېښ سوم او ورسره سم به مي په زړه کي راوګرځېدل چي له دغه ځوان څخه که خدای کول ښه مسلمان پوه او ليکوال جوړيږي او وبه مي ويل چي رشتیا يې ویلي دي چي: دپلرونو ښه والی په اولادونو کي څرګنديږي.

نژدې درې مياشتي مخکي مي د کندهار د يوه خصوصي ښوونځي مشر مېلمه وو. په مجلس کي زما يوه بل دوست چي زيات وختونه د انجنير صاحب ریان په باب خبري کوي او د هغه په اړه خپلي ښې خاطري وايی د انجنير صاحب ریان خبره یاده کړه. بيا دواړو وويل چي يوه اوونۍ دمخه د ريان صاحب يو زوی بشير احمد  د تورو ښيښو والاموټر سپرو له کندهار پوهنتون څخه ونيو او تر اوسه يې هيڅ پته نه ده معلومه. باور وکړئ چي د دې خبري په اورېدو مي دومره خوا بده سوه چي حد نه لري. بیا د ښوونځي څښتن دا خبره هم وکړه چي هغه به هر وخت ستا د زوی (د دغه ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکي) سره په درسونو کي ډېر کومک کاوه او ويل به يې چي دا د همت صاحب زوی دی، ځکه نو پرما ډېر ګران دي، څنګه چي يې په هغو مضمونونو کي چي اوس يې زه ورته تدريسوم پخوا په مخکني ښوونځي کي لږ نومرې وړي دي، له دې امله زيار ورسره باسم چي په راتلونکې ازموينه کي ښې نومرې يوسي.

يو بل وخت مي د کندهار پوهنتون يو استاذ پر چايو مېلمه سو. هغه د بشیر احمد ريان د ښو صفتونو په اړه ډېر څه وويل او دايې هم زياته کړه چي ډېر ذهين ځوان وو او د زده کړي او مطالعې او لیکنو سره يې زښته زياته مينه وه. پرله پسې به يې ځوانان ښو اخلاقو، ښو کارونو او د خپلو درسونو ښې زده کړي او اسلامي مطالعې ته بلل او د حکومت پر ضد له کوم مخالفت او تخريب څخه يې زه هيڅ نه يم خبر، خو اوس حکومت نيولی او هيڅ درک يې نه دی معلوم.

بیا هغه وو چي د شهادت ويرجن خبر يې خپور سو. الله جل جلاله دې شهادت قبول کړي.

دغسي او تر دې لا زياتي بدتري پېښي دا څو کاله په کندهار کي پرله پسې او بېخي ډېري سوي دي. اشغالګران او د هغو لاسپوڅی حکومت نه داچي د دغسي پېښو پوښتنه نه کوي، بلکي په خوشاله کيږي او عاملينو ته یې په دې اړه عام وتام صلاحيت ورکړی او نور يې هم ورته تشويقوي. د کندهار خلک په دغو پېښو ډېر ښه خبر دي، خونه داچي د دغو جنايتونو پرضد آواز نه پورته کوي، بلکي په هغو کي ځيني داسي کسان هم سته چي د دغسي قتلونو د عاملينو تاييد او ملاتړ کوي او په اتلانو کي يې راولي.

دا نو داسي يو حالت دی چي د حساسو انسانانو زړونه ورچوي.

په هر صورت ځانونه به له لاسه نه ورکوو، بلکي څه چي قرآن راته ويلي دي هغه به کوو، خپلي شرعي هلي ځلي به پرمخ بیايو، له زغم او صبر څخه به کار اخلو، ځانونه به پر خدای سپارو، هغه مو ډېر ښه غاور دی. دغه او نورو ټولو شهيدانو ته دي الله جنتونه ورکړي او خپلوانو او دوستانو ته دې الله جل جلاله صبر جميل ورپه برخه کړي.

والسلام.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د