په زندانونو کې بشري سرغړونې

سپوږمۍ راډيو

ویل کېږي چې په کندهار ولایت کې د بشیر احمد ریان په نوم د پښتو ژبې یو لیکوال او محصل د پولیسو له خوا په زندان کې تر سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی. د بشیر احمد ریان کورنۍ ادعا کوي چې نوموړی د پوهنتون د ازموینې په وروستۍ ورځ له کندهار پوهنتون څخه د ښار په لور روان و، چې پولیسو نیولی او په یو پټ ځای کې یې ساتلی و. د هغه ورور رسنیو ته ویلي چې پولیسو د ریان د روغتیا په اړه ورته ډاډ ورکاوه، خو تر دوه میاشتې بند وروسته وړمه ورځ یې د کندهار په سپین بولدک سیمه کې مړی موندل شوی دی. د هغه په وینا بشير تر وژل کېدو وړاندې ډېر شکنجه شوى او وروسته د برېښنا په شارټونو سره وژل شوى دى.خو د کندهار پولیسو د هغه د مړینې په اړه بې خبري ښودلې ده.

معلومه نه ده چې ریان په کوم جرم بندي او بیا د محکمې له حکم پرته وژل شوی دی. د دې پېښې خواشینوونکی اړخ دا دی چې زورواکي او جنګسالاران د هېواد په زیاترو سیمو کې شخصي زندانونه لري. په دې زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه انساني چلند کېږي او بیا تر سختې شکنجې وروسته په مرموز ډول وژل کېږي. دا هغه زړه بوږنوونکې پېښې دي چې د افغانستان د قضايي اداراو حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

که بشیر ریان هر جرم درلود، په کندهار کې څارنوالۍ او محکمه شته. هغه ته د یوه بندي په توګه خپل حقوق باید ورکړل شوي وای، نه دا چې په شخصي زندان کې محاکمه او بیا ووژل شو. د ملي او نړیوالو بشري قوانینو له مخې د بندي هر راز شکنجه او ځورونه منع ده. مرکزي حکومت مسوولیت لري چې د هېواد په ټولو زندانیانو کې بشري حقوق او ازادۍ تامین کړي. د کندهار پېښه په افغانستان کې د بشري سرغړونو یو جدي مورد دی چې باید رسېدنه ورته وشي.

د بشیر احمد ریان د وژنې خبر ځکه رسنیز شو چې نوموړی د خلکو ترمنځ یوه پېژندل شوې څېره وه او لیکوال و. خو هغه کسان چې له ورته برخلیک سره مخ شوي او څوک یې نه پېژني، شمېر یې سلګونو ته رسېږي. د مرکز په ګډون د هېواد په زیاترو سیمو کې د بندیانو د شکنجې خبرونه خپاره شوي دي.

حکومت د کندهار وروستۍ پېښه باید د عدالت د ټینګښت او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره یوه پیلامه وګرځوي او په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. حکومت باید یو با صلاحیته پلاوی وټاکي، په کندهار او د هېواد په نورو زندانونو کې دې د بندیانو وضعیت له نږدې وګوري. په زندانونو کې بشري سرغړونې پر دولت او په ټوله کې د دولت پر قضايي سیستم د ولس باور له منځه وړي. که د دې وضعیت مخنیوی ونه شي، نو لرې نه ده چې هر زورواکی او چارواکی به د خپلې سلیقې او خوښې له مخې ځان ته شخصي زندانونه جوړوي، خلک به په کې اچوي او بیا به یې شکنجه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جاوید
میلمه
جاوید

سلام! زما په نظر دا به غوره وي چې د منطقې خلک او بالعموم په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې خلک سوله ایز لاریونونه وکړي او تر هغه وخته خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړي ترڅو حکومت د پېښې عاملین مجازات کړي او که حکومت یې نشي کولای خلک له خپل ځاني دفاع له حق څخه په ګټه سره یو موټی شي او د پېښې عاملین پیدا او مجازات کړي. ټولو پښتون ملت او په ځانګړې توګه د ټولنې ځوان نسل ته مې پیغام دا دی چې لطفاْ خپل غږ پورته کړي، او د غفلت او ناپوهئ له تیارو څخه ځان… نور لوستل »