
کاشکې ټول ترهګر د بشير ريان په څېر وای!
عالیه راوي اکبر
ناببره مي دفیس بوک غږیز ماشین زنګ وواهه ، او زړه نازړه مي ځواب کړ. غږ دیوه ځوان وو چې په کوچیاني لهجه یې خبري کولې . په خبرو خبرو کې زما دمقالو ستاینه وکړه او پر همدې مهال یې راته وویل چې خبر شوی یم تاسو دښځو دحقوقو په تړاو په انګریزي ژبه یو کتاب هم لیکلی دی .
ما ورته دهو ځواب ورکړ.
هغه راته وویل ولي په انګریزي ؟
وليمو په پښتو ژبه نه لیکه ؟
پښتنې مېرمني پوهاوي ته اړتیا لرياو هغه مېرمني چې په انګرېزي پوهېږي هغوی هسي هم ډېره اړتیا نه لري چې نوري پوهه شي ، ویه خندل او پر خپله خبره یې بخښنه وغوښته او را غبرګه یې کړه :
هسي مي ټوکه درسره وکړه هر انسان ته دپوهي او زدکړو ضرورت دی ،او ماته تر هرچا زیات .
زما غوښتنه تل له ټولو لیکوالو داوي چې که کتاب لیکي په پښتو دي ولیکياو که ژباړه کوي پښتو ته دي راوژباړي .
زموږ ژبه زیات کار ته اړتیا لرياو په کار ديچې هر څوک تر وس او توان زیات کار ورته وکړي.
زما خبري دربانديترخې ونه لګېږي هسيمي ستاسو مقالې لوستې وې او زړه ميغوښتل چې له تاسو سره خبريوکړم بل مقصد مينه لاره ،هو که وکړای شئ کتاب مو پښتو کړئ .
ما ورته وویل چې زه اوس سپین سرې یم او دا کتاب مې دبهرنیانو لپاره لیکلی وو چې هغوی د افغان مېرمنو په حالاتو خبر کړم . مطلب ميدافغان مېرمنو خبرول نه بلکه په افغان او ځانګړي ډول پښتنو مېرمنو نړۍ وال خبرول وو.
هغه زه نور تصیل ته پرېنښودم او راته ویه ویل :
هو ! پوهېږم – پوهېږم چې تاسو هڅه کړې ده چې دافغان مېرمنو غږ تر نړۍ والو ورسوئاو دا سم کار دی ،خو که هم دغه کتاب په پښتو هم وژباړئ ښه به وياو بس .
ما ورته وویل :
زه اوس بوډۍ شوې یم او حوصله نه لرم ، او له بله لوري تقاعد یم پیسې نه لرم چې په چایې وژباړم .
دا کوچي ځوان په کوچیاني انداز وخندل او راته ویې ویل چې تاسو بهرني افغانانو ته ديهم خدای انصاف درکړي.
زه ژباړن یم او شاوخوا پنځلس ژباړيمې کړي دي، ځیني په پیسو او ځیني وړیا دا یې یو بل پر زیات شوی نو څه وشول بس کتاب راته راواستوئاو زه یې بې له پیسو درته ژباړم او تاسو یې بیا خپور کړئ چې کله خدای وس درکړ.
ما باندي دا تنکی ځوان ښه ولګېدو او وخت ناوخته به ميورسره خبريکولې .
تېره ورځ مي دهغه تنکيځوان دشهادت خبر واورېدو. ډېره وځورېدم ، باور وکړئدومريلکه دچا چې خپل اولاد ومري.
مات ديشيهغه لاسونه چې دا تنکی ځوان یې شکنجه کړی دی .
ماتيديشيهغه خولې چې دې کوچيپښتون ته ترهه ګر وايي .
دا څنګه ترهه ګر وو چې دیوې امریکا مېشتي ما غونديسرتورسري لیکواليکتاب یې بغیر له کومه مصرفه ژباړه .
که هغه طالب وای نو طالبان خو دښځو دحقوقو مخالفین ديبیا یې دخپل فکر خلاف وليدا کار کاوه .
هغه خو ددې کار لپاره پیسې هم نه اخیستې او دا یې یوازيدپښتو او افغانستان لپاره کاوه .
نن چې دکندهار پولیسو هغه په زندان کې په وهلو او شکنجه کولو شهید کړ یوازياو یوازي یې مطلب دا کېدای شيچې دوی دا سیمه او په ځانګړي ډول پښتانه له قحط الرجال سره مخامخ کوي.
بشیر ریان په ۲۲ کلنۍ شهید کړل شو او هغه دخپل عمر په ۲۲ پسرلیه کې شاوخوا ۲۲ کتابونه پښتو ژبي ته ورکړي وو.
داسيښکاري دخلکو هغه ادعاويسمي ديچې دکندهار دپولیسو ظالم مشر رازق اڅګزی دپآکستان دحکومت هغه پروژه چلويچې په اوږده واټن کې پښتانه دغلامي لورته بیا او په پښتنو کې دقلم خاوندان نه پرېږدي .
ددواړو ډاکترانو نه ميهیله داده چې دا موضوع جدي ونیسي . ځکه داسيیو وسله وال ځناور ساتل ټولو پښتنو ته لوی خطر دی.
که چېرته ددغه ډول وحشیانه پېښو مخنیوی پخپله ولسمشر اشرف غنياو دهغه سیال ډاکتر عبدالله ونه کړي، موږ بهر مېشتي افغانان به ددوی ددغه ځناورو او پخپله ددوی په خلاف نړۍ والو عدالتونو ته لاړ شو.
دبشیر ریان دکورنۍ نه ميغوښتنه داده چې دوی لاس ترزنې کښېنه نياو په نړۍ وال عدالت کې دقضیې پر عاملینو عریضه وکړي او دعریضې په صورت کې دي دافغانستان دکورنیو چارو وزارت او دکندهار امنیتي ځواکونه مدعیان وبولي .
که چېرته امنیتي ځواکونه او دکندهار محترم امنیه قوماندان ادعالري چې بشیر ریان یو ترهه ګر وو ،نو بیا به یې محاکمې ته راکش کړی وای او دمحاکمې په مټ به یې اعدام کړی وای ، نه داچې په صحراييمحکمه کې هغه وواژه .
افغان لیکوالو، ژورنالیسټانو ، دمدنيټولنو فعالانو او دبشر دحقوقو ملاتړو ته په کار ديچې دا موضوع جدي ونیسي او نور دداډول جنایاتو نه پرده پورته کړي ،کنه یوه نه یوه ورځ به دا اور ددوی دکور تر دروازې هم ورسي لکه نن چې دریان کورنۍ دغم پر ټغر ناسته ده .
له خبريال ویبپاڼې نه په مننې