افغانستان

طالبانو د يو سوداګر تښتوونکی په دار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۱۱مه ۱۳۹۵ل): طالبانو نيمروز کې د تېلو د يو سوداګر عبدالله نورزي قاتل د عامو خلکو پر وړاندې اعدام کړ.

درې مياشتې وړاندې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې سړي تښتوونکو وسله‌والو د عبدالله نورزي په نوم يو سوداګر تښتولی و، چې تېره اوونۍ يې مړی موندل شوی دی.

د وژل شوي سوداګر کورنۍ او خپلوان وايي، چې دغه سړی د پوليسو په رينجر کې تښتول شوی او دغه پېښه کې د خاشرود پوليس هم ښکېل دي.

د عبدالله نورزي تره حاجي نادر نورزی وايي، چې وراره يې درې مياشتې وړاندې د خپلو کارونو لپاره خاشرود ته تللی و، چې د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري يرغمل شو او تر درې مياشتو يې ځان سره ساتلی و، چې تېره چهار شنبه مازديګر يې مړی د خاشرود اړوند سيمه کې موندل شوی دی.

د نيمروز ولايتي چارواکي وايي، چې د حيدر خان په نوم د غلو مشر، چې د عبدالله نورزي په قتل کې هم لاس لري، تېره ورځ خاشرود ولسوالۍ ته څېرمه « دشت حد فصل» سيمه کې د ولسي خلکو پر وړاندې اعدام کړ.

د نيمروز د ولايتي شورا غړی ګل احمد احمدي رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د غلو د ډلې مشر حيدر خان اعدام کړی او د دې کار ستاينه يې کړې ده.

ښاغلی احمدي وايي، چې د غلو او مجرينو محاکمه کول د ولس اساسي غوښتنه ده او دا کار، چې هر څوک وکړي، دوی يې ستاينه کوي.

د عبدالله نورزي د تښتولو په تور اووه پوليس هم نيول شوي او اوس د نيمروز په زندان کې بنديان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x