شعـــــرونه

غزل: عبدالحق مجروح

عبدالحق مجروح

دلته ظلم ده وحشت ده دلته مه راځه بهاره
دلته وینه تویول دي او مرګونه دی بی شماره

دلته هر مظلوم کړیږي نیول کیږي وژل کیږي
دلته وینو لمده کړی هره فرخه هره فاره

دلته هر اسیر راباسي کرغیړنو ذندانو نه
کشکوي یی په موټر د هغه در او تر دیاره

دلته علم مرور ده محصلان اختطاف کیږي
(ریان) ګل غوندی محصل هم پرون لاړ له کندهاره
نور د ظلم ټغر ټول کړه د (مجروح) دغه دوعا ده
پاتی ژوند راته هوسا کړه ای زما پروردګاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x