
د پښتو (ی) ګانې
اسلام الدين حقاني
نن سبا چې زمونږ ځوانان کومې ليکنې کوي ډيرۍ د پښتو (ی) ګانو ته پام نه کوي، همدغه سبب دی چې زمونږ ځوانانو ته په لوستلو کې ډير تکليف او کړاوو وي د يوې (ی) پر ځای بله (ی) استعمالوي چې د اکثرو لغاتونو معنی هم ورسره تغير کوي او پوره مفهوم ترې نه اخستل کيږي.
پښتو ژبې لږ وخت کيږي چې کمپيوټر ته لار موندلې ده ، هغه وروڼو چې دا کار ئې کړی د ستايلو وړ دي خو لا د پښتو په کيبورډ کې ډير مشکلات شته په ځينو فونټونو کې د پښتو ليکلو سمه بڼه نه جوړيږي، الله تعالی دي پدې چارو کې هم بريالي کړي.
مونږ دلته هڅه کړې چې د پښتو (ی) ګانې له ډيرو مثالونو سره راوړو چې ددې مثالونو په تکرار او تلفظ سره به مو مشکل تر يو حده حل شي.
د پښتو (ی) ګانې په پنځه ډوله دي چه عبارت دي له:
۱: اوږده يا مجهوله (ې)
د بيلګې په توګه: زمانې، ښوونې، روزنې، څانګې، ادې، شيدې، مستې، ادارې، ساتنې
۲: لنډه يا څرګنده (ي)
د بيلګې په توګه: اسلامي، عصري، تعليمي، جهادي، ولسي، رياضي، بښونکي، ښوونکي، نيکي
۳: نرمه (ی)
ډيری، بللی، ملګری، ستړی، يو دی، زيات دی، لرونکی، راغلی، کړی،
۴: همزه واله (ئ)
وکړئ، مه کوئ، ومنئ، مه هيروئ، راشئ، وژباړئ، مړۍ،
۵: لکۍ واله (ۍ)
نړۍ، خولۍ، مورنۍ، کورنۍ، ولسوالۍ، پيړۍ