نظــر

زموږ خو دغه حال دی!

لیکوال: اتل مشواڼی

یوه ورځ مې ماما د پېښور د پوډریانو کیسه کوله، وای څنګ ته یې له بل ملګري سره ورغلم. چې سره کښېناستو د یوه پوډري باد مات شو،همدې پوډري مې ملګري ته وېل چې ” زموږ خو دا حال دی. ”  اوس د نظام هم د پوډري په څېر حالت دی، چا ته څنګه ووایوو، چې موو داسې حلاتو کې ټیکاو لرو، هرې ادارې کې درته ناست کس د بډو ډالۍ مخته کړي او در ډېره کړي، چې “زموږ خو دا حال دی.” خوښه دې جوړښت کوې او که خپله مخه نیسې!

تا به زیار کښلی وي، درې کاله به دې د کانکور چمتوالي کورس وېلی وي، د خوښې پوهنځي ته به نه کامیابېږې، بل به لایتناهي بېسواده وي، د دوه زره ډالرو په مټ به د غټو نمرو پوهنځي ته کامیاب شي. بیا چې پوهنتون کې یې، شپه او ورځ به درس وایې، غیر حاضري به نه کوې، زیار به کاږې، چې ښې نمرې واخلې او درجه کې شې.بل ټولګیوال به دې تنبل وي، هماغه بېسواده به وي چې د پیسو له لارې یا چانسي پوهنتون ته راغلی،درجه کې به له تا مخکې وي، استاذان به یې احترام کوي، ولې!؟ ځکه حزبی به وي، پلار نیکه به یې خلقی وي،پر استاذانو به خرچې کوي، یا لږ تر لږه فوق العاده چاپلوس به وي.بیا چې فارغ شې، ډيپلوم اخلې، دوه درې میاشتې به اسناد نه وي جوړ، چې جوړ شي، عریضه به دې په لاس درې ورځې به رییس نه وي. چې د محصلانو مدیرت ته ورځې، د ډيپلوم قمت به ۴۰۰ افغانۍ وي ته به ۵۰۰ ورکوې، مدیر به څنګ ته شلېدلی ډيپلوم ايښی وي،هر ډيپلوم اخیستونکي ته به یې ورښيي، چې د ده تاوان به څوک ورکوي، دلته را څخه مږکو وهلی، شابه!  سل پکې اضافه راباسه! زر دو زره درنه د چاپ والا اضافه اخلي، ځکه د چاپ امتیاز اخص الخواصو پورې خاص دی.دلته مو دا حال دی.

که موټر سایکل ته پلېټ جوړوې، اول به د کمرکو ریاست ته ځې. د ریاست مخې ته به لسګونه کمشنکاران ناست وي، درته به وایي، چې راوړه کار در خلاص کړم. ته که ورته ووایې، چې دا نو څه کار دی، یو نمبر وهل دي، زه یې خپله هم کوای شم، درته مسک به شي لار به در کړي. دننه چې لاړ شې، مدیر محترم به درته ووایي، چې د ده د جدول نمبر نه شته، ته به ورته ووایې، خو را پیدا یې کړه!  هغه به درته کړي، چې هرات کې دی، سرباري به پتکه هم در باندې وکړي، چې درځه وخت مې مه نیسه!  بېرته به کمشنکار ته مجبور شې، زر یو نیم زر به ورکړې، پنځو دقیقو کې به کار درته را خلاص کړي، ایسته به دې رخصت کړي.بیا د ترافیکو په ریاست کې ورته حسن تکرار (!) او د خپل ولایت ریاست کې همچنان!  دلته به داسې پړاونه وهې او دا مو حال دی!.

له پوهنتونه به فارغ وي، بستونه به اعلان وي اول خو به یې دا جمله په ذهن کې د کاڼي کرښه وي، چې “بې پیسو او واسطې دنده نه شته. ” دغو پسې به ګرځي، اوس خو له واسطې سره پیسې داسې وي لکه مټایانو کې خواږه!  پنځم بست  کې به ترې شل، دېرش زره روپۍ غواړي، که ورته کړې، چې ولې؟ درته به وایي، وظیفه پخه ده، ګامونه به پکې اخلې یوه ورځ به زما پر منصب سرفراز یې!  مزې به دې وي.  دا د هغو بستونو بیه ده، چې د غلا چانس پکې نه وي، یا کم وي. په کومو بستون کې چې چور ډېر وي لکه مستوفیت، ګمرک، او نور بیا یې بیې ډالري دي د هر چا د وس خبره نه ده!  دا مو حال دی..

زموږ ټول حال په نالت ککړ دی، هرې خوا کې ګنده ګي پرته ده، له مشره نیولې تر کشره اکثریت داسې دي، ولې؟  د دې ولې ځواب لټول غواړي. راځئ!  لږ سوچ وکړو، زموو سیستم خراب دی، د ادارو مشري د غلو په لاس کې ده، ټول په دې کې دي، چې پیسې ډېرې کړي او پښې سپکې کړي. د یوه، دوو، درېوو مخلصو په شتون ادارې نه پاکیږي! سږ مو د کرپشن په میدان کې دویم وياړ خپل کړ،حال دا چې د نظام مشر دویم مفکر دی، د اداري چارو د ښه والي لپاره  اعلی حکماوو اجرایي ریاست جوړ کړی، خلک له وطنه په تېښته کې دي، د ژوند په بیه بل وطن ته ځي، څوک ورسيږي او ډېر پکې ومري.سیاست په باټو نه چلیږي ، سیاست د کړنې نوم دی، کار غواړي. اقتصاد پلان ته ضرورت لري، په یوه وار سرکونه، برېښناوې، ماڼۍ نه سازیږي، لکه مشرانو چې کمپاین کې غورې کړي.که سیستم بدل نه شي، لوړې ادارې ګر سره د مخلصو په لاس کې نه شي، له یوه نه تر اخېره پورې ټولې ادارې تر جدي څارنې لاندې ونه نیول شي، له خپلو سره سوله ونه شي نور به هم لوېږوو، اوس خو مو دا حال دی، بیا به بېخي حال نه لروو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x