obama in africa

اوباما: د افغانستان څخه فوځ ایستل زمونږ په اولویاتو کي دي

د امریکا رئیس جمهور باراک اوباما نن د شنبې په ورځ وویل چي د امریکا د خارجه پالیسۍ لپاره د افغانستان څخه د امریکایي فوځیانو د را ایستلو لړئ پیلول تر ټولو ستر چلینج دی.

نومړي چي دا وخت جنوبي افریقا په سفر بوخت دی، د دغه هیواد د رئیس جمهور جاکوب زوما سره یې په ګډ کانفرانس کي دا خبري وکړي.

په افغانستان کي شاوخوا 62000 امریکايي فوځیانو په مختلفو ولایتونو کي میشت دي، چي په اړه یې نن باراک اوباما وویل چي د افغانستان څخه د هغوی را ایستل دده د ادارې په لومړی توبونه او اولویاتو کي شامله ده.

امریکا اراده لري چي د را تلونکي کال 2014 پوري خپل د فوځیانو او د هغوی سامان الاتو ایستل بشپړ کړي. او ویل کیږي چي د همدې لپاره یې په قطر هیواد کي د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کار شروع کړی تر څو د افغانستان څخه خپل د فوځیانو او د هغوی د قیمتي فوځي سامانونو لپاره خوندي لاره تضمین کړي.

باید وویل شي چي نن صبا د امریکایانو د وسلو او نورو سامانونو په اړه بحثونه تاوده دي، کوم چي امریکایان له ځانه سره نه سي وړلی، او یا د وړلو لګښت یی تر خپل اصلي قیمت زیاتیږي، د هغوی په اړه تیره ورځ د امریکا د بحري ځواکونو (مارینز) مشر جنرال وویل چي دده ځواک به په افغانستان کي یو میخ هم پری نه ږدي، او هر هغه څه چي انتقالولای یې سي، هغه به حتما له ځانه سره وړي، ځکه چي دوی دغه سامانونو ته په خپل هیواد کي اړتیا لري، خو زیاته یې کړه چي که د امریکایی ځواکونو عمومي قومندان او یا د امریکا هیواد ولس مشر که بهتره وبولي نو نور هیوادونو ته هم څه څه ځیني ورکولاي سي.

باید وویل شي چي د امریکا د پنټاګون یوه جګ پوړي چارواکي دوه ورځي وړاندي ویلي وه چي ددغو سامانونو څخه به لویه حصه پاکستان ته وسپاري، خو د امریکا د کانګریس یو غړي ویلي وه چي باید هند او اوزبکستان ته هم په کښي څه حصه ورکړه سي.

داسي مالومیږی چي امریکا به خپل اکثره سامانونه پاکستان ته ورکړي تر څو د هغوی څخه د خپلو فوځیانو او قیمتي سامانونو د ایستلو لپاره خوندي لاره تضمین کړي. ویل کیږی چي په دغه سامانونو کي سپکې وسلې، مرمې، زغري او نور وسلې شاملي دي، او هم نور هغه شیان چي څه قیمت لري لکه ایرکنډيشنان ، کولران او فریجونه.

او پاته شیان چي نه یی بل کوم هیواد ته ورکولای سی او نه یی له ځانه سره انتقاله ولای سی، هغه شیان امریکایان د خپلو مرکزونو څخه تر وتلو مخکي په بمونو الوزي او ناکاره کوي يې، تر څو افغانان ګټه ځینی پورته نه کړي، او حتی هغه ودانی چي دوی جوړي کړي وي، د ځايي اوسیدونکو په وینا امریکایان تر وتلو مخکي هغه ورانوي او بیا پښي سپکوي.

د هلمند اوسېدونکي یوه کس نن ټکی آسیا ته وویل چي د هلمند د موسی قلعه په ولسوالۍ کی چي کله امریکايي ځواکونو خبل مرکز خوشي کړ، نو ځايي اوسیدونکو چي د وسپنو او نورو قیمتي شیانو په تلاش هلته ورغلل، هغوی د څه مودې وروسته په ځمکه کي خښ ویجاړ شوي ټانګونه او زغروال موټر وموندل، چي بیا ده هغه وروسته څخه تر اوسه پوري پر هغه ځای بازار لګېدلی دی، خیمې وهل سوي دي، او ځايي اوسیدونکي کوشش کوي چي دغه درنې درنې وسپني ټوټې ټوټې کړي، او بیایی وپلوري.

 

The United States’ foremost foreign policy concern was managing the withdrawal of its troops from Afghanistan, U.S. President Barack Obama said on Saturday.
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د