شعـــــرونه

د شهيد بشير ريان په شهادت ويرنه: محمدهاشم ذاکر

مولوي محمد هاشم ذاکر

جوړه کلي ته راغللو خزان اوپسرلی
له درده سره مله راغلوارمان اوپسرلی

هېواده څه دتوري بلا ساه درکي چلیږي
بې ویره مو ونه لیدل ګلان اوپسرلی

اي خدایه رقیبان کړه داجل ترسیوري لاندي
چي وژني زموږ مینه اوجانان اوپسرلی

یوه ورځ به دي قاتله سر ددار کړۍ ته سیخ شي
لوټي چي دتنکو هیلو کاروان اوپسرلی

دوینوهریو څاڅکی به یې سل پسرلي راوړي
دانن که ځواني مرګ شولو باغوان اوپسرلی

تاریخ به پري زرین شي اووطن به را زرغون کړي
شهیده ستا زخمونه ارغوان اوپسرلی

یواځی ذاکرنه هجرانه ډیر زوړنه دي مات کړل
چي بېل دي کړل یوبل ځخه [ رَیَان ] اوپسرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x