کرکټ

لطف الله خیرخوا، لیکوال

لطف الله خيرخوا

له ځانه پردي خلک د هيچا نه دي. دوی که د ځان په ښه نه راځي، ټولنې ته بيخي خير نه شي رسولی. انسان که داسې مرحلې ته ورسيږي، چې ان له خپل وجوده هم فنا شي، د فکري يرغملګرو لپاره تياره لقمه ګڼل کيږي. دښمن همدا غواړي، چې څنګه يې بېهوښه کړي او څنګه يې لکه اجل نيولی مړز جال ته وربرابر کړي.

په فيسبوکي او واقعي نړۍ کې د هغو ځوانانو وجود سړي ته هيلې پيدا کړي، چې په دومره ناپېيلي چاپېريال کې ځان د فکر لارويو سره وتړي، مګر کله چې همدا ځوانان په پردي ارزښت کې له ځانه پردي رابرسېره شي، د دوی په اړه هيلې د نهيلۍ په يوه ستر بحر کې ډوبېدو ته نږدې شي.

هغه ځوانان، چې خپله خېټه او ډار د مليت د دلايلو او عقلاني لفاظيو شاته پټوي پر ځپل ځای د ژړا وړ دي، مګر هغه ځوان ته زړه وينې وڅڅوي، چې ځان په يوه بڼه فکري دايرې پورې تړلی ګڼي، خو په نا شعوره توګه همغه ډنډ کې لامبو وهي، چې دی يې د ژوند په يو بل اړخ کې مردار ګڼي!

موږ که څلوېښت کاله وروسته هم د يوه ځپلي قوم په توګه خپل لومړيتوبونه غوره نه کړی شول او موږ که څلوېښت کاله وروسته اقلا د ځان هم نه شوو؛ ستره بدمرغي ده…موږ که د خپل بډای ثقافت له سياقه ځان ته د بېلګه شخصيت بېلګه معلومه نه کړی شوه او موږ که په نړېوالو لوبغالو کې د خپل اصيل ثقافت د ترجمانۍ عملي ژبه لا هم ونه پېژندله؛ ستره بدمرغي ده…موږ که د جهاد طرفدارۍ سره سره بيا هم د خپل دښمن د بې توله او شامل يرغل بڼې سره جلا نه کړې او موږ که د مبارزې دعوو سره سره هم په داسې عبثياتو کې د دښمن جال کې نښلو، چې نه کوم ارزښت دی او نه کوم حياتي ضرورت؛ ستره بدمرغي ده…
ما وليدل، چې ډېر ويښ زلميان کرکټ خوبولي کړل. هغه ژڼي، چې د ژوند نورو برخو کې به يې تېرايستل ناشوني وي، مګر ومې ليدل، چې کرکټ له جديته وويستل…د همغه نظام د بورد نښان يې په خپله سينه انځور کړ، چې دی ورسره په يوه بل اړخ کې د مرګ تر بريده ځي…ومې ليدل، چې متعلمين له درسونو پټ شول..ومې ليدل، چې د سيالۍ پر مهال کورسونه شاړ شول..ومې ليدل، چې سياليو ان مسجدونه خالي کړل..ومې ليدل، چې ان مبارز استادان سبا په ساعتونو ساعتونو خپلو شاګردانو سره په کرکټ وغږېدل او درسونه يې پرېښوول..ومې ليدل، چې متعلمينو په مکتبونو کې، کوڅو کې لارو کې او خپلو محلي لوبغالو کې هماغه نخرې وکړې، چې د تلويزيون پردې ورته ښوولې وې..

لوبه دې د لوبې تر بريده پرېښوول شي..بيا دې لوبه وشي، ودې کتل شي او ان تبصرې دې پرې وشي، مګر که لوبه د ارزښتونو ځای نيسي، مګر که لوبه حياتي ضرورتونه وروسته کوي، مګر که لوبه لومړيتوبونه رانه هېروي، مګر که لوبه موږ له ځانه هم هېروي…دا لوبه ورکول غواړي!

زه دې خپلې «نن اسيا» ته هېښ يم، چې تاسو ته يې خير! تاسو له بي بي سي، امريکا غږ، ازادۍ او مشال راديوګانو هم ورواړوله. هغوی همدا غواړي، چې ځوان له ځانه بې ځانه کړي، تاسو يې هم غواړئ؟ ګورئ پام کوئ، چې د لوستونکو جذب مو ځان پسې هغه ځای منلو ته راکاږي، چې ورسره ډغرې وهئ! زه پوهېږم، چې تاسې دا سيالي ذهن کې نيولې، چې څنګه تر نورو ډېر لوستونکي ځان ته رامات کړئ، مګر دا فکر ولې نه کوئ، چې دا لوستونکی څنګه له دې عبثياتو واړوئ؟

دا لوبې د لوبو له سرحده اوښتي. تاسو وينئ، چې ځوانان پرې زاره چاودي شول. لوبه همدا وي، چې انسان ووژني؟ لوبه د انسان د بدني روزني او روحي تفرېح وسيله ده، خو که لوبه دې ځای ته لاړه، چې له انسانه ژوند واخلي، لوبه پاتې ده؟

دا ځوان، چې پردي وطن کې لوبې ته ومړ، دا شپاړلس کاله په دومره ناخوالو ولې ونه مړ؟ دې ځوان نه ليدل، چې ککرې رغړي، خو په ارزښت…هډونه ماتيږي، خو د هدف لپاره…رګونه شکيږي، خو په يو قيمت…غوښې تار تار الوزي، خو په يو اصل…

دا ځوان هاغو سوبو ته ولې زاره چاودی نه شو، چې د اصيل ثقافت او بې شايبې تاريخ په حکم يې ورونو په ريښتيني بڼه حريفان مات کړل؟ کرکټ که ارزښت وی «لوبه» به يې ورته نه ويله، خو دی، چې په يو فکري چال کې له ځانه بې خوده و، په «لوبه» ومړ. دا لوبې که تر قيامته وګټل شي، د دې ځوان قيمت پوره کولی شي؟ دا لوبې بې له دې، چې مسلمان ځوان حربي ادارې ته په خندا کېنوي، بل هيڅ هدف نه لري او د يو مسلمان لپاره همدا تاوان بس دی!

تبصرې (1)

  • لیکوال صاحب ماشاالله دیر شه لیکنه مننه په رختیا چی نن صبا په ملیونونو انسانانو ددی چتی او بیهوده لوبی په دام کی نختی دی او دلته باید ووایو چی دا دکرکت لوبه او ننداره یی یو دیر سخت مرض اوعادت ده چی که یو واری انسان ورسره معتاد شی نو بیا یی لکه نشه هر وخت زان ګریږی او همدی لوبی په لته کی وی حالانکه ددی لوبی خرابیانی بی حده دیر دی او ګته یوه هم نشته نه ددنیا ګته نه دصحت ګته او داخرت خو
    نو دا لازمی ده چی هغه مسلمانان چی شوقیان دکرکت دی زان ته داسلام سره مینه پیدا کړی او ددی چتی لوبی څخه توبه وباسی او ددی پر زای دژوند اصلی هدف (دالله تعالی عبادات)چی هغه سپیڅلی هدف لپاره انسان خلق شوی دی هماغه ته دیر توجه ورکړی
    دکرکت باره کی باید دا ووایو چی دا ورزش هم نده او نه کونکی یی دسپورت په نیت کوی او نه دخه صحت دپیدا کولو په نیت یی کوی او نه دکرکت جوړخت د ورزش په شانتی ده بلکه دا سراسر لهو لعب ده او قمار او بیهوده افتخاراتو لاس ته راوړلو لوبه او لعب ده اوتول داسراف څخه دکه ده اوددی کار دومره اشتهار اوتشویق کفار ځکه کوی چی دالوبه دالله دلاری څخه دخلکو دویستلو لپاره ترتولو کامیاب او خه ذریعه ده اوپوشیده شکل ده او اکثره مسلمانان په ګانو اودمتوب اوفلمونو نه خطا کیږی اودحرمته یی خبر دی اوزان پکی نه مشغولوی اما په کرکت ځکه خطا کیږی چی حتی ځنی مسلمانان هم دی مرض اوبد فعل ته دیو روا عمل په سترګه ګوری حالانکه په کومه طریقه دالوبه کیږی اوپه کومو شرایطو اوتبلیغاتو روان دی نو سراسر ناروا دی او داتبلیغات دومره ځکه ورته کیږی چی کفار په همدغو بیهوده شیانو اوچتی افتخاراتو مسلمانان مصروف ساتل غواړی چی ددوی مقابله ونکړی حالانکه اصلی قهرمان او بهادر رجال عندالله او دمزکی دمخلوقاتو منځ کی هغه مسلمان دی چی خپل وخت دالله درضاء کسبولو لپاره صرفوی په عباداتو کی او دکفارو سره دجنګ په میدانونو کی په میړانه جنګیږی نه دا جینکی صفته کرکتران خو دا دجالی دروغجن میدیا ده چی اصلی قهرمانان په بدو الفاظو یادوی اما لچک او کوڅه دبی بیکاره کرکتران دمان ددروغو اکتران او ممثلان اوستاری په چتی افتخارتو جشنونه نیسی نو ورزش هاغه پکار ده چی هم مو صحت خه شی او هم دهری دقیقی ورزش کولو په وخت کی د جهاد نیت اوسوچ زړه کی وساتل شی مسلمانان دیر دمظلومیت په حالت کی قرار لری دیر قربانی دیر زحمت ته ضرورت دی او داسی بیهوده ضیاع وخت به کوم لیونی وکړی دادکفارو بیهوده لوبه دی همغوی ته پاتی شی حالانکه کفار خپله توله توجه دجګړی میدانونو ته کړی او شپه او ورز دمسلمانانو دبی لاری لپاره لګولی باوجود ددی چی کفار سوچ کوی دادنیا بس باطل لپاره پیدا دی او مفسدین هم دی خو بیاهم ترلوبو اوچتی بریاوو خپلو جنګی او سیاسی بریاوو ته دیر متوجه دی دا د دجال زامن اودنیا پرسته او داخرته منکر کفار اوددوی دباطلو ګومانونو
    اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم
    وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ (27) أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (28) كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ (29)ص

    اما د الله دبندګانو سوچ اوصفات باید دکفارو په شان نه وی بلکی برعکس وی

    الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (191) رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ (192) رَّبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ (193) رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ (194)
    راشی مسلمانانو داسلام په قدر زانونه پوهه کړو او دامبارک او خایسته قران زړه ته ننوباسو داسی نه چی ددی ژوند مهلت څخه داخرت لپاره هیڅ مو نه وی وړی اوبیا وایم دی کفارو ته هیسکله دپر مخ تللی او هوخیارانو په نظر مه ګوری اوددوی تقلید مکوی دا ننی دور ددنیا چی اکثره خلک یی پر تمدن بولی اوکفار یی مخکښان بولی اما اصلا تر تولو دورونو دوحشته دک دی او دا تول دکفارو له لاسه چی ددی خبری وضاحت لپاره کیداشی دیرو لیکنو اوتوضیحاتو ته ضرورت وی نو مسلمانان دی کفارو سره دلویو مبارزو لپاره هر اړخیزه تیاری وکړو او کرکت مرکت څخه توبه وباسو بس عبادت زیار زحمت اوخالص نیت او بیا قتال او تیاری دجهاد واعدو واعدو واعدو