خبرتیاوی او پیغامونه

زما د شهيد ريان ظالم دښمنه!

مصطفی عمر

تا دغه وحشت به مونږ هیڅکله دهغی لاری څخه په بله نکړی په کومه چی ریان روان ؤ . دمعصوم بشیر د معصومو وینو هر څاڅکۍ مونږ ته دقربانۍ احساس راکوی ،ددی مظلوم د لاسونو هره کړی مونږته دازادۍ احساس راکوی ، دداسی شهیدانو سره دالله جل جلاله وعدی اوژمنی مونږ ته د کامیابۍ احساس راکوی داهغه احساسات دی چی هیڅوک یی زمونږ دزړونو څخه نشی لری کولای او هغه څه دی چی دځوانیمرک ریان د قاتلانو سره د کرکی اوژوری  دښمنۍ احساس راکوی .

هو تاسی دریان قلم شهید کړو خو هغه قلمونه به تل ستاسو زړونه دتیرو تورو په شان څیروی اوستاسو سرونه به وهی دکومو چی رنګ یی دشهیدانو وینی دې او داهغه وینی  دی چی تر قیامته پوری دشهیدانو دزخم څخه  روانی دی  . او پوه شه چی انشاء الله  تعالی دشهید ریان د وینو د هر څاڅکی  دشمیر په انداز به ستا دښمنان زیاتیږی او خپله اسلامی مبارزه او جهاد به ستاسو سره  تر هغه وخته غزوی تر څو ستاسو  پر وینو ځمکه سره کړی او یا هم خپله وینه الله ته نذرانه کړی .

په پای کی د شهید ریان کورنۍ او ملګروته دمهربان خدای ج  څخه صبر جمیل غواړم او ورته درسول صلی الله علیه وسلم هغه وینا وریادوم چی وایی   “یشفع الشهید فی سبعین من اهل بیته ”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x