خبرتیاوی او پیغامونه

د بشير احمد ريان د شهادت په اړه د هغه د پلار «استاد عبدالله ګل ريان» پیغام

استاد عبدالله ګل ريان

د سرطاني لومړني تومور دبیماري د درملني په هیله او دډیرو ټیستونو او سکینونو په ګڼه ګوڼه کي،نژدي یوه میاشت په لاهور کښي پاته شوم.

کشرزوی مي – بشیر احمد ریان – په کندهار کي بندي و.

مشر زوی مي -عبدالواحد ریان – تل دهغه د ژر خلاصون تسلاء راکوله.

دمسافري یوه ورځ – د۱۳۹۵هش کال، د حمل دمیاشتي اتمه ڼیټه- مازدیګريي دایمان او توکل په رڼا کښي،په لوڅو او لنډو تورو راته وویل: د تقدیرخبره ده، بشیرشهید سوی دی …

دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو.

له ځان سره مي وویل :

که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و.

یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرګ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي او…

هرچا چي دشهید دجسد په راوړلو،دجنازي په لمانځه ،تدفین ،فاتحه او دعا کښي برخه اخستي یايي ما او زما کورنۍ ته په ژبني ،لیکلي یا بریښنايي وسیله تسلاء راکړي ده ، الله تعالی دي په ټول ژوند کي له مصیبتونو او معیصتونو خوندي ولر.

والسلام

عبدالله ګل ریان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارشاد خپرندویه ټولنه

دورند استاده …! سلامونه اونیکي هیلي …! بشیرجان د ټول افغاني ملت دسر ډیوه وه ،هغه زموږ ویاړ ،خو ستاسو جوړشوي بڼ وو . هو عجیب اوکرامتي ګل شوي غوټۍ یې دا وه چي تر خزان مخکې یې تاندو داسی ثمره وکړه چي یادونه اوخوندونه بې ملت هیڅ وخت هیر نه کړي …! استاده …! ستاسو کهول که دعلم اوجهاد په زرینو شالونو پښلي وو ،خو په یوه رنګینه سربخونده جنتي پاڼه نورهم دښکلا درشل ته ننوت . هغه تلپات ژوند یې ستاسو په شفاعت اوبخښني کې وسیله وګرزاوو. واړه کهول ته مو له لوی الله څخه دصبرجمیل غوښتنه کوو… نور لوستل »

ارشاد خپرندویه ټولنه

ایا انجینیر ریان صیب تردې بله هم درحمتونو وسیله لټولای شوای ؟ هــــــو هیڅکله نه …! خو موږ انجینیرریان صیب ته بله هیڅ د خواخوږۍ ، همدردۍ اوتسلیت ډالۍ نه لرو ، بې له دي چي دتاند موریخ، ادیب ، لیکوال ،ژباړن ،مصنیف ،محصیل، دشهادت مبارک وړاندي کړو …! شهید بشیر احمد ریان د جهادی ، ملي ، اوعلمی شخصیت پیاوړي لیکوال انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب کشر زوی وو ، د غزني ولایت د قره باغ د ولسوالی اوسېدونکی وو، ابتدائي زده کړې یې د دپاکستان کوټې په شهید حبیب الرحمن لیسه کې تر دولسم ټولګۍپورې ترسره کړي بیا… نور لوستل »

کمال

الله اکبر الله اکبر الله اکبر، د داسي مبارک زوي ، به ضرور همداسې مبارک پلار وي، انجينرصیب په دومره درنه بیماري، کې دخپل زړه دټ وټی پرفراق دومره په حوصله او صبر قلم خوځولی..!!!
دا سعادت هم هرچاته الله نه ورپه برخه کوي،چې په سترمصیبت کې دومره صابر اووسي.
رښتيا چې ستر خلګ په هرڅه کې له نورو ستر وي!!!
زه دروند استاد انجینرصیب ریان ته دبشیرجان د مبارک شهادت اود ده دمثالي زغم مبارکي وایم.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x