نظــر

مدعي له خپلې دعوا تیر شو خو شاهد له شاهدۍ نه تیریږي

محمدآصف خواتی

زموږ هغه ډله لیکوالان چې دخپل هیواد نیواک ته دترهګرۍ سره مبارزه ، بیارغونې اودې ته ورته ښکلي مفاهیم استعمالوي عجیب موجودات دي چې دهغوی په اړه پورتنی سرلیک بشپړ سرخوري۰

داډله روڼ اندي لیکوالان !؟ څوارلس کاله دانګلوساکسوني نیواکګرو له لوري دخپلومظلومو وطنوالو بیرحمانه وژنو اودافغان ولس سپکولواوغلامولوته دترهګرۍ سره مبارزه ،پدې موده کې دهیواد بلواکه حکومتونوته خپلواکه واکمنۍ اودهیواددخپلواکۍ دلارې مبارزو اتلانو ته ترهګراودپردیو عمال وایي۰

( یاللعجب ) ۰داسې بریښي چې دا عالي جنابان چې په هغوکې پروني انقلابي چپیان، سکولر سوسیال دموکراتان اودجهادټیکه داران ترسترګوکیږي دایم الخمردي ، یا رواني ناروغان دي اویا داچې د منځنیوپیړیودغلامانوپه څیردخپلوخاوندانواو بادارانوله لوري ورته ویل شوي دستورونه دطوطیانوپه شان تکراروي۰

اوس به دپورتني سرلیک په هکله څوکرښې ددرنولوستونکو سره شریکې کړم۰

دافغان سباوون په ویب پاڼه کې مې یوه په زړه پورې ژباړه ولوستله کومه چې دسي آی اې دیوه لوړ پوړي د کتاب ځینې برخوته ځانګړې شوې ده۰

دلیکنې ژباړن ښاغلي واحدفقیري په پاکستان کې دسي آی اې دپخوانی رئیس رابرت ګرینیر د( ۸۸ ورځې وروسته کندهارته ورسیدو) دکتاب ځینې برخې ژباړلې چې داقلم به یوازې دهغې دریوټکوته ګوته ونیسي۰

رابرت ګرینیر دخپل کتاب په دریم مخ کې راوړي :« دسپتمبردحملوراوروسته زه پدې پوهیدم چې امریکا خامخا افغانستان اشغالوي.

ما له خپله ځانه سره دا تصورکاوه چې ډیرژربه امریکایي عسکردافغانستان په ډنګو غرواوژورو دروکې په یوه عبث اوبې هدفه جنګ کې داوږده وخت لپاره لټار وي۰»

نوموړی بیا په ۴۱۵ مخ کې اضافه کوي : « په افغانستان کې زموږاعمالوډیرافغانان پدې قانع کړل چې موږیوه اشغالګره قوه یو۰ موږ هلته پراخ فسادرواج کړ۰۰۰

موږبایدپه افغانستان کې دامریکا دامپراطورۍ ماتې ومنو۰» پاسني دوه اقتباسونه ښيي چې د امریکا دسي آی اې دا لوړپوړۍ چارواکی دافغانستان په اصطلاح دنه اشغال دمدعیانودستراتیژۍ یوپلې کونکی د۲۰۰۱ کال دسپتمبر دیوولسمې څخه څلورکاله وروسته دامني چې امریکایانوافغانستان اشغال کړی ، امریکایانوپه افغانستان کې فسادرواج کړی اوهمدې امریکا په همدې هیواد کې دافغانانودسرشندنوله امله ماتې خوړلې ده خو دانګلوساکسوني اشغالګرو دنه اشغال د مدعیانوافغان شاهدان دخپلې شاهدۍ څخه نه تیریږي او افغانستان یوخپلواک هیواد ګڼي او زموږ په هیواد کې دامریکا ماتې هم نه مني۰

ګرینیرپه ۴۲ مخ کې یوې دپام وړمسئلې ته ګوته نیولې ده او لیکي : « دعمومي برداشت خلاف ، طالبان دآی ایس آی خلقت نه ول، بلکې دطالبانودقیام سره سم پاکستان سمدستي دمرستې لاس ور اوږد کړ ، ځکه دشمال ائتلاف دهنداوروسیې لخوا تقویه کیدل۰»

داقلم د ګرینیر دپورتنیوڅرګندونوپه اړه نه غواړي خپل اندونه وړاندې کړي خودومره وایي چې د امریکا متحده ایالتونه دکوم عبث اوبې هدفه جګړې لپاره په افغانستان خونړۍ یرغل نه دی کړی بلکې ځانګړي موخې یې لرلې اوهغه لاپرځای پاتې دي ۰

له همدې امله دواشنګتن واکمن لیوال نه دي په آسانۍ سره دافغانانوخپلواکۍ ته درناوی وکړي اوخپل پوځيان ددې هیوادڅخه وباسي چې دامنیتي تړون لاسلیک یې څرګنده بیلګه ده۰

داتړون دافغاني روانې غمیزې داوږدیدو اودنیواک ددوام لپاره یوه کرغیړنه لومه ده ۰

ددې لپاره چې دافغاني ټولنې د روانې غمیزې داوږدیدو اودجګړې ددوام مخه ونیول شي اوافغان ولس دخپل برخلیک دټاکلوحق ترلاسه کړي په کاردي چې پروطن مین هر مسلمان آزادخیال افغان دخپلو امکاناتوله مخې داشغال په وړاندې ودریږي ، اشغال اوپردیوکینولي نني واکمن محکوم او دنیواکګرو خلاف هم په خبرو، هم لیکنو، هم دهیواددخپلواکۍ دلارې مبارزانو ا سره دهمغږۍ اومرستې رسولواوهم دجګړې په تاوده ډګرکې خپل دیني، ملي اووطني رسالت ترسره کړي۰

په پای کې غواړم دې خبرې ته دلوستونکي پام راوګرزوم چې موږ هغه وخت کولای شو د هیوادروان ناتاراواشغال ته دپای ټکی کیږدوچې نیواک ته نه ووایو اوداشغال په وړاندې ودریږو ۰
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x