fbpx

څوک غواړي ليکوال شي؟

هېواد رفعت

لیکوالي فن او لیکلی هنر دی چې د هغه په وسیله کولای شو خپل افکار، هغه مطالب او مالومات چې په ذهن کې يې لرو، په لیکلې بڼه په ډېره اسانه، ښه او اغېزناکه توګه نورو ته ور انتقال کړو.

د لیکوالي د زده‌کړې لپاره د ساینسي او طبيعي علومو په څېر ثابت قوانین او ټاکلي فرمولونه نه شته، خو بیا هم په دې اړه ځینې مهم اصول او معیارونه شته چې په مراعاتولو به یې تر ډېره حده د لیکوالي تر پولو ورسېږو.

الف. د ادبي او علمي اثارومطالعه؛ ایرانی لیکوال داکټر شریعتي داسې وایي، که نه غواړئ چې د هيڅ دېکتاتور تر لاس لاندې ژوند وکړئ، فقط یو کار وکړئ «ولولئ، ولولئ او ولولئ.»

په دې اساس په زیاته مطالعه سره کولای شو چې د لیکنې لپاره یو ذهنیت ولرو او بېلابېلې موضوعګانې پیدا کړو.

ب. پرله‌پسې مشق یا تمرین؛ استاد اسدالله غظنفر په خپل کتاب «د نثر لیکلو هنر» کې داسې اشاره کوي چې موږ باید روزانه د لیکنې لپاره وخت وټاکو، په دې سره به مو یو هغه احساس چې په همدې ورځ یې لرو ظاهر کړی وي، ځکه چې د هرې ورځې احساس د بلې په شان نه وي او بل به مو د لیکوالي په تجربه کې زیاتوالی راغلی وي.

ج. تخیلي ځواک؛ تخیلي ځواک د ابتکار تومنه ده او څومره چې د لیکوال یا شاعر تخیلي قوه پیاوړې وي، په هماغه پیمانه یې د ابتکار او نوښت قوت زیات وي. ځینې کسان له دې سره سره چې ورځنی تمرین هم کوي، مطالعه هم زیاته لري، بیا هم د لیکوالي په برخه کې مشکلات لري چې سبب یې د فطري استعداد (تخیلي ځواک) نه درلودل دي.

د. ذوق او علاقه؛د هر څه په اړه علاقه ځانګړی تاثیر لري. لیکوال د دې صفت په درلودلو سره په دې توانېږي چې په پوره مینه او شوق د موضوع تل ته ځان ورسوي.

همدارنګه د استاد غضنفر په خبره، لیکوالي ځېل غواړي. په دې مانا کله چې نه شو کولای د یوې موضوع اړوند مناسبې جملې او کلمې وکاروو، د وخت د سپما لپاره له کلیشه‌یي جملو او کلمو استفاده کوو؛ خو کله چې د یوې مناسبې جملې د موندلو لپاره یو ساعت غور کوو، د دې تر څنګ چې د یوې مناسبې جملې په اندازه به پرمختګ کړی وي، د لیکوالي نوې او پرمختللې مرحلې ته داخل شوي یو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د