fbpx

تورخم – جلال اباد سرک جوړولو باندې درې ځایه کار پیلیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د تورخم – جلال اباد لویې لارې د دوهم سړک د ژر جوړیدلو لپاره په درې بېلابېلو ځایونو کې کار پیلیږي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي ادارې لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د تورخم – جلال اباد سرک باندې به په تورخم، بټي کوټ او بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمو کې یوځايي کار پیل شي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د سړک جوړوونکي شرکت ستونزې حل شوي او اوس دوی هڅه کوي چې د سرک جوړونې چارې ژر تر ژره پیل او بشپړې کړي.

د ننګرهار ولایت د ټولګټو چارو رییس حمدالله طلوع د جلال – تورخم لویې لارې د رغونې په اړه ویلي چې تر دې دمه پنځه ویشت کیلومتره سرک قیر شوی دی او همد یادې لارې په اوږدو کې ډير پلونو په اساسي ډول جوړ شوي دي.

د جلال اباد – تورخم سرک په دوهم لین له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی خو لا تر دې دمه په بشپړ ډول نه دی رغول شوی. په دغه سرک څو ځل کار پیل شوی او بیا درول شوی دی.

د جلال اباد ـ تورخم سړک چې شاوخوا ۷۴ کیلومتره اوږد والی لري د جوړېدو اویا میلیونه امریکایي ډالر لګښت یې پاکستان هېواد ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د