نظــر

د کورنیو چارو وزیر د پام وړ

د افغانستان په ملي پولیسو کې داسې  جنرالان افسران، ساتونکي او سرتیري شته چې خلک پرې ویاړي؛ خو داسې څېرې هم شته چې په تنظیمونو پورې اړه لري، د وطن په نسبت اشخاصو ته وفادار دي، د ناوړه استفادې، غلا، اختطاف او رشوت له پاره د پولیسو له پاکو لیکو سره یو ځای کیږي او د دندې سپیڅلتیا ته په سپکه سترګه ګوري.

زه غواړم د همدغسي یو افسر په هکله له تاسو سره د زړه خواله وکړم چې اوولس کاله کیږي، په هالند کې اوسي؛ خو د (مربي داري، مربا بخو) د فامورلې له مخې یو ځلې افغانستان ته راشي، د امنیه قوماندان په توګه مقرر شي، پیسې پیدا کړي او بېرته پناه وېسي هالند ته او د خپلو ګټلو پیسو او امکاناتو په هکله کیسي کوي!

جناب وزیر صیب داخله تاسو زما د ادعا د ثبوت له پاره خپل پېژندوال راوغواړي او د عبدالمالک واحدی په نامه د یوه افسر د تقرر او ترفیع پاڼې وګورۍ چې دا سړی څنګه مقرریږي او ولې موقوفېږي؟

واحدي اوولس کاله مخکې افغانستان پرېښودلی او تللی هالند ته. هغه وخت چې اسد الله خالد د غزني والي و، عبدالمالک واحدی یې د شخصي اړیکو پر بنسټ خپل مشاور مقرر کړ! د اسد الله خالد د ولایت او د عبدالمالک واحدی د مشاوریت په برکت د غزني حالت ټولو ته عیان دی او بیان ته حاجت نشته.

کله چې اسدالله خالد د کندهار والي شو، واحدي د لنډې مودې له پاره د کندهار غوندې مهم ولایت امنیه قوماندان وټاکل شو او بیا ژر موقوف شوی و. تاسو د دې خبرې پوښتنه وکړﺉ چې واحدي ولی له دې دندې ګوښه شو؟ د ښه فعالیت او امنیت په وجه ماقوف شو او که د مخدره موادو د قاچاق په تور له دندې ګوښه شو؟

کله چې عبدالمالک واحدي موقوف شو، راساً لاړ هالند ته. بیا د همدې اسدالله خالد په مرسته دری کاله وروسته د زابل امنیه قوماندان شو. موږ نه پوهېږو چې واحدي له موره امنیه قوماندان زیږدلی او که روابط ساتي او څوکۍ په پیسو اخلي؟ اسدالله خالد ته هغه دې خدای د دې نارواوو سزا ورکړه؛ خو د عبدالمالک واحدی نوبت به هم ورسېږي.

په زابل کې د واحدي امنیه قومانداني نهمې میاشتې ته رسېدلې وه چې بیا د یوې غلطې په تور موقوف شو او بیا لاړ هالند ته. آیا د کورنیو چارو په وزارت کې دا قانون شته چې یو څوک به پرله پسې وظیفه اجرا کوي او که نه یا په هالند کې مهاجر وي او یا په افغانستان کې امنیه قوماندان؟ اوس واحدي بیا کابل ته تللی او تمه لري چې د اسد الله خالد او ستاسو جنرال محمد مصطفی پتنګ په مرسته، بیا د داسې یوه ولایت قوماندان شي چې پیسې ولري او نور جایدادونه واخلي. کله چې واحدي په کندهار کې قوماندان و، په کابل کې یې  د ده په خپله وینا دری کورونه اخستي چې یو د آریانا په شهرک کې دی.

جناب وزیر صیب داخله! خلک له تاسو څخه ایماني او وجداني وظیفه غواړي. وظایف مسلکي او اهل افسرانو ته وسپارﺉ. په ملګرتیا پسی مه ګرځی، واحدی هر ځای وايي چې پتنګ وړم کال اروپا ته د سفر په وخت زما په کور کې پاته شوی و او اوس به ما ته هرو مرو ښه (غوړه دنده) راکوي.

که د کورنیو چارو ښاغلي وزیر د دې په ځواب کې څه وايي، زه به ډېر خوشاله شم؛ ځکه چې زه او خلک به په حقایقو پوه شو چې د کورنیو چارو په وزارت کې د تقرر معیارونه کوم دي او ولې یو ناکام شخص ته بار – بار مهمې وظیفې سپارل کیږي؟ که زما په خبرو کې غلطی پیدا شوه، زه به معافي وغواړم او که زما خبرې سمې وې، د کورنیو چارو د وزارت په موقف به پوه شم چې څه کوي؟ جناب وزیر صیب خلک د لیدلو له پاره سترګي او د اورېدلو له پاره غوږونه لري او د تور او سپین پر توپیر ښه پوهیږي. اوس به خلک د ښاغلي وزیر انصاف او وجدان ته ګوري چې څه ډول اجرات کوي او د خلکو پوښتنو ته څه ځواب وايي؟

په درنښت
م. شینواری
هالند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x