نیازو: د دهراود په جګړه کي ۱۵ پولیس وژل سوي او ۸ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۵ ل): افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو د د هراود ولسوالۍ د لويي لاري د خلاصون په موخه تېره شپه عملیات ترسره کړي چي له مله یې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان محمدنبي نیازو رسنیو ته په خپلو خبرو کي وویل چي تېره شپه مو د دهراود ولسوالۍ د هغي لویي لاري د خلاصون په موخه عملیات ترسره کړل چي ولسوالي د مرکز ترینکوټ سره نښلوي، نوموړۍ وایي چي په جګړه کي ۱۵ تنه پولیس وژل سول.

محمدنبي نیازو په خپلو خبرو کي وویل چي لویه لار اوس د امنیتي ځواکونو په کنترول کي ده او د طالب ځواکونو له لاسه وتلي ده، نوموړي همدارنګه وویل چي په جګړه کي ۸ تنه پولیس ټپيان سوي هم دي.

د دهراود ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ تر منځ لویه لار د تېري یوې اونۍ راهیسي د دولتي چارواکو پرمخ طالب ځواکونو تړلي ده خو دغه لار د عامو خلکو پر مخ خلاصه ده او هغوی تګ راتګ ورباندي کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د جګړې تایید کړی او زیاتوي چي په جګړه کي د امنیتي ځواکونو ۴ زغره والي شوبلي تخریب سوي او ۲۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

احمدي زیاتوي چي امنیتي ځواکونه د تلفاتو په لیدلو سره د سیمي څخه تللي او لویه لار اوس هم ددوی په کنترول کي ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د