انګلستان پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (وري۱۱مه ۱۳۹۵ل): د نړیوال شل اوریز جام پخوانی قهرمان انګلستان د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلینډ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او دوهم ځل پایلوبې ته د وتلو ویاړ یې ترلاسه کړ.

د هند د پلازمېنې نوې ډيلي په فیروزشاه کوټله لوبغالي کې پچه انګلستان وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

نیوزیلینډ خورا تېز لوبه پیل کړه او په لومړیو ۱۰ اورونو کې یې منډې ۹۰ ته ورسولې. دا مهال تمه کېده چې نیوزیلینډ به انګلستان ته لوړ هدف وټاکي خو په وروستیو اورونو کې د انګلستان توپ اچوونکو مقابل لوبغاړي پرېنښودل چې ډیرې منډې جوړې کړي.

د نیوزیلینډ له لوري مونرو ۴۶، ویلمسن ۳۲ او انډرسن ۲۸ ښې منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ۱۵۳ منډې جوړې او ۱۵۴ منډې هدف يې انګلستان ته وټاکلو.

د ۱۵۴ منډو د پوره کولو په تعقیب کې انګلستان د نیوزیلینډ په څېر تېزه لوبه پیل کړه. په لومړۍ ویکټ جیسن روی له اهلیکس هیلز سره ۸۲ منډې جوړې کړې.

جیسن روی د ۱۱ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ ۷۸ منډې جوړې کړې چې پر مټ یې انګلستان په ۱۷.۱ اورونو کې د نیوزیلینډ هدف پوره کړ.

د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه سبا په ممبۍ ښار کې د ویسټ انډيز او کوربه هندوستان تر منځ کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د