ترجې بلا مرجې – لیکوال: جلال الرحمن شرر

plice_talking_to_text_driverدا سوژه د دديني زده کړو د طالبانو تر مينځ ډيره کاريږي چي اصلى بڼه ئې ترجيح بلا مرجح ده يعني پرته له کوم ځانگړى وجهي نه يو شي ته پر بل شي يا يو چا ته پر بل چا ترجيح ورکول يا ئې غوره گڼل.

چي د موضوع څخه دباندي ولاړ نه سم نو د نيژدې پنځلس کالو هاخوا بيا تر ديرشو کلونو پوري د کندهار او هلمند په سيمه کي يو مطرح ټوکي طالب ملا مجمه (ملا محمد جمعه ) اخند اوسيده

چي په باب يې ډيري کيسې را نقل سوى دى، اوس هم د ديني زده کړو د طالبانو او علماؤ د تفريحي بنډارونو موضوع د ملا مجمه اخند پر کيسو جوړه وي، نوموړى يو غريب طالب او د ښې طبعي خاوند وو، ده به د يو گرځنده طالب په رول په بيلابيلو مسجدونو او جامع گانو کي ځاى نيوى او وخت به ئې تيراوه بيا به ئې ډير ژر د هغه ځايه کالي اخيستل چي چا به پوښتنه ځني وکړه نو ده به ورته ويل چي ولا د استنجاء ځايونه ئې خراب وو، ولا د مسجد د مرغې د لوشو بوى تلى او داسي نور …. نوموړى چي به هر مسجد يا جامع ته ورغى نو د طالبانو نه به ئې پوښتنه کول چي طالبانو تاسو سبق واياست که پر نس هستيږئ ؟ !!

هغوى به ويل: يا مولوى صاحب ، سبقان وايو . !

ښه نو که يو سوال درنه وکړم ، حواب بۀ ئې راکړئ.

کوښښ خو به وکړو. …

په دې ترتيب به ئې داسي سوالونه مطرح کول چي هغه به ددرس سره هيڅ اړه نه لرله، کله چي به نور طالبان بې ځوابه پاته سوال نو لمړئ به ئې ورته ښه تونده وکړه چي ملا مو ماته سه پر نس هستيږئ تاسو واياست چي موږ درس وايو بيا به ئې نور د طالبانو د ډيرو زاريو وروسته د خپلي معما ځواب په خپله وړاندي کاوه .

يو ځل يو مسجد ته ورغلى وو نو ويل ئې چي طالبانو تاسو ماته دا وواياست چي دا د بازار سپيان ولي هر چا ته نه غاپي. هغوى ويل : ولا مولوى صاحب په دې مو سر نه خلاصيږي نو ده د پخوا په دستور دوى هم پړه کړه چي پر نس هستيږى او بانه مو دا کړې ده چي درس واياست بيا ئې نو د طالبانو د زاريو وروسته ځواب داسي ورکړ:

دا خو که د بازار سپي هر چا ته وغاپي نو په دې کي د …… څيريده راځي ځکه په بازار کي بيخي ډير خلگ دى او که چا ته غاپى او چا ته نه غاپي نو په دې کي ترجې بلا مرجې راځي ، نو سپيان حيران وي چي څه بايد وکړي ځکه خو نو احسنه او ښه خبره دا ده چي هيچا ته بايد ونه غاپي.

دا کيسه مي په کندهار کي د څارگرو او تلاښي کونکو ځواکونو پوري عرض کړه چي د ښار عسکر اوس سم دم ترجې بلا مرجې کوي يعني يوازې د ټکسيانو مسافرين او د زاړه ماډل موټرانو په تلاښي کي وخت تيروي او د نوى ماډل موټرانو ته سلام کوي او کله ناکله خو د چايو سات هم ورته کوى، دوى پوهيږي چي که ټول موټران تلاښي کړو نو د ملا مجمه اخوند په خبره تکليف به ئې زيات وي او که لږ تلاښي کوو او لږ پريږدو نو ترجې بلا مرجې راځي ، دوى بايد د ملا مجمه اخند د کيسې نه زده کړه وکړې او دا بې ځايه تلاښي چي تر اوسه ئې هيڅ ګټه اولس او خاروي ته نه ده رسيدلي پر مخ ودروى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.