شعـــــرونه

ریان شهیده! سيد احسان الله الهام

سيد احسان الله الهام

ریانه! ستا زخمونو خو ته یو وړې تر خپل ربه
ریانه! ستا دوینو سیلابونه به دوی غرق کړي

زر ځله باوري یم ته شهید یې ته کامیاب یې
زر ځله باوري یم دا ظلمونه به دوی غرق کړي

ریانه ته خو یو مصلح لیکوال وې د ټولنې
ریانه ستا لیکلي کتابونه به دوی غرق کړي

ریانه! تا قلم وو انسانیت ته اوچت کړی
ریانه! ستا د سپين قلم رنګونه به دوی غرق کړي

ریانه! ته محصل وې مسافر وې بې ګناه وي
ریانه! پرتا شوي وحشتونه به دوی غرق کړي

نور نشته مؤمن زړه چي قاتل نه وي آزار کړی
نور ژرده د مظلوم مؤمن آهونه به دوی غرق کړي

الهام د شفاعت کومه سوال ریان شهیده !
اومید شته د الله سترعذابونه به دوی غرق کړي

سيد احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x