ادبي لیکني

د درې شپو سپوږمۍ: فولکلوریکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

وو نه وو یو پاچا و، دې پاچا اووه مېرمنې لرلې، خو له یوې مېرمنې څخه یې هم اولاد نه درلوده. یوه ورځ کله چې پاچا خپله ږیره خرېیله، په هېنداره کې یې وکتل، چې ږیره یې سپینه شوې ده، نو له همدې امله ډېر خواشینی شو او له ډېره غمه په ژړا شو.

په همدې شېبه کې یې وزیر راغی او پاچا یې خواشینی ولیده، مګر هېڅ یې ونه ویل.
څو شېبې چې تېرې شوې، پاچا ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل: بښنه غواړم،
پاچا یې خبره ور پرې کړه او ويې ویل ما وبښلې، ووایه څه ویل غواړې ؟

وزیر وویل: نن ډېر خواشینی معلومېږې څه خبره ده، چې ته یې دومره اندېښمن کړی یې؟

پاچا وزیر ته وویل : اې بې ساري وزیره! کله چې ما خپله ږیره خرېیله، ومې لیدل چې ږیره مې سپینه شوې ده، له همدې کبله ډېر خواشینی شوم؛ د دې له پاره چې نه زه او نه هم ته اولاد لرې، له موږ وروسته به څوک پاچاهي کوي؟

وزیر هم د دې خبرې له امله ډېر خواشینی شو او پاچا ته یې وویل، چې ما په کتاب کې لوستي دي، که چېرې سړی خوشاله هم وي نو هدیرې ته لاړشي او که خپه هم وي.

پاچا وزیر ته داسې لارښوونه وکړه: اوس ته لاړ شه او دوه آسونه زین کړه، چې زه او ته دواړه هدیرې ته لاړ شو.

وزیر له خپله ځایه را پورته شو او ويې ویل: «په سترګو» په هماغه شېبه د پاچا له ماڼۍ څخه را ووت او فوراً یې دوه ګړندي آسونه چمتو کړل.

پاچا او وزیر دواړه په آسونو سپاره شول او د هدیرې په لور وخوځېدل، دا چې هغوی هدیرې ته ورسېدل، نو هلته یوه زیارت شتون درلوده، چې بیرغ یې له لرې ښکارېده.

پاچا وزیر ته وویل: زه او ته هماغه زیارت ته ورځو او د یوې شېبې له پاره هلته آرام کوو؛ وزیر ومنله او د خپلو آسونو مخونه یې د زیارت په لور وګرځول، کله چې زیات ور نږدې شول، پاچا له خپله آسه را کوز او وزیر د پاچا او خپل آس د یوې ونې په ډډ پورې وتړل او دواړه زیارت ته ورننوتل، دوی په هغه ځای کې یو ملنګ ولیده، چې په ایرو ناست او وېښتانو یې ټول بدن پوښلی وو، هغه د الله (ج) په ذکر بوخت و، پاچا او وزیر سلام وکړ، مګر هغه خپل سر را پورته نه کړ، پاچا په اشاره خپل وزیر پوه کړ چې کېني، وزیر اړ شو، چې له پاچا سره په ایرو باندې کېني.

وزیر له ځان سره وویل: دا پاچا نن لېونی شوی دی، چې کله ژاړي او کله هم په دې زیارت کې په ایرو باندې کېني.


په دې وخت کې ملنګ ټکان وخوړ، چې د هغه له هیبته پاچا او وزیر دواړه ووېرېدل، ملنګ خپل سر را پورته کړ، د پاچا او وزیر په لور یې وکتل او وې ویل: عارضه! ته چېرته او دا ځای چېرته، دلته څنګه راغلی یې؟

کله چې پاچا خپل نوم د ملنګ له خولې واورېده، نو د هغه پښو ته وغورځېده، په ژړا شو او ملنګ ته یې وویل: دا چې زما په نوم پوهېږي، نو هرو مرو زما په موخه هم پوهېږې، چې موږ ولې دلته راغلي یو؟

ملنګ په ځواب کې وویل: اې پاچا! هغه څه چې ته غواړې، الله «ج» یې نه درکوي.

کله چې پاچا پوه شو، چې ملنګ یې له غوښتنې هم خبر دی، نو یو ځل بیا  د ملنګ په پښو کې غورځېږي، ډېره ژړا او زارۍ کوي، که هغه یې په حق کې دعا وکړي، چې الله «ج» یې د اولاد خاوند کړي، نو ډېره به ښه وي.

نوموړی ملنګ، چې د ملنګانو پاچا دی، خپل سر یې په خپلو زنګنو کېښوده او په ژور فکر کې لاړ.

څو شېبې وروسته یې خپل سر  را پورته کړ او ويې ویل: هر څومره مې چې ستا په تقدیر کې وکتل، نو ستا په نصیب کې اولاد نه شته، پاچا یو ځل بیا عذر او زارۍ پیل کړې او بالاخره ملنګ پاچا ته وویل: دا چې ته ډېر عذرونه او زارۍ کوې، نو سبا به خبر درکړم.

له دې وروسته ملنګ یو ځل بیا  خپل سر ټیټ  او د تېر په څېر بیا د الله «ج» په ذکر بوخت شو . وزیر د پاچا په لور مخ ور واړاوه او وې ویل: ښاغلیه! راځه چې له دې ځایه لاړ شو سبا سهار وخته به زه دلته راشم او د ملنګانو له پاچا څخه به په هرڅه ځان پوه کړم.

پاچا څو شېبې نور هم کېني او ګوري چې هوا هم تیاره کېږي او هرڅومره چې په تمه کېږي، ګوري چې ملنګ په هماغه ډول د خدای «ج» په ذکر بوخت دی، نو ورو له خپله ځایه را پورته او له زیارته را بهر کېږي او خپل وزیر ته وایي: ته لاړ شه کورته، خبر ورکړه او زه دلته اوسېږم، ترڅو ووینم چې الله «ج» زما په حق کې څه پرېکړه کوي؟

وزیر وویل : صېب ! زه او ته دواړه ځو او سبا بېرته راشو، دا چې ته د اوو اقلیمونو پاچا یې څنګه کولای شې، چې په ایرو باندې شپه تېره کړې .


پاچا ومنله او دواړه بېرته خپلې شاهي ماڼۍ ته راغلل.
پاچا خپل وزیر ته په ټینګار سره وویل : سبا سهار وخته د ملنګانو  پاچا ته ورشه، وزیر ومنله او دواړه خپلو کورونو ته لاړل . وزیر سهار وخته له خوبه را پاڅېده، اودس یې وکړ، په خپل آس سپور شو او د زیارت په لور وخوځېده، همداسې روان و، ترڅو چې زیارت ته ورسېده، کله چې زیارت ته ننوت، ګوري چې د ملنګانو پاچا په هغه ځای کې حضور نه لري، وزیر په هغه ځای کې په تمه کېناسته او ډېر انتظار یې وویست، خو ملنګ غیب شوی او هېڅ نه را پیدا کېږي.

بېچاره وزیر، چې د درې شپو سپوږمۍ لیدلې وه او هېڅ یې په یاد نه ول، مایوسه کېږي او درې شپې او درې ورځې په هماغه ځای کې پاتې کېږي؛ د درې شپو او درې ورځو له تېرولو وروسته په خواشینۍ بېرته د پاچا دربار ته راګرځي، کله چې پاچا د وزیر له راتګ څخه خبر شو، نو خپله یې د وزیر مخې ته ورمنډه کړه او له هغه څخه یې وپوښتل : ملنګ دې ولیده ؟ وزیر وویل : نه، دا درې شپو او درې ورځو په هماغه ځای کې وم، خو ملنګ رانغی.

پاچا په غوسه شو او وزیر ته یې وویل: ما تاته وویل، چې په هماغه ځای کې پاتې کېږم، مګر ته زما مانع شوې او زه دې اړ کړم، چې بېرته را وګرځم او ما هم ستا خبره ومنله او تا بالاخره ملنګ ورک کړ.

اوس نو زه تا ته څلوېښت ورځې وخت درکووم، چې ملنګ را پیدا کړې، که چېرې په دې څلوېښت ورځو کې دې ملنګ را پیدا نه کړ، نو تا به ووژنم . بېچاره وزیر ډېر اندېښمن شو او خپل کورته راغی، هغه خپل خرڅ او خوراک له ځان سره  واخیستل، یوځل بیا د زیارت په لور وخوځېده او د ملنګ په هماغه حجره کې په تمه کېناسته.

یوه ورځ تېره شوه، دوه ورځې تېرې شوې، درې ورځې، شل ورځې، دېرش ورځې، نه دېرش ورځې او بالاخره څلوېښت ورځې تېرې شوې، مګر ملنګ را پیدا نه شو.

له څلوېښت ورځو تېرېدلو وروسته بالاخره پاچا خپل سر تېري زیارت ته ولېږل او هغوی وزیر په کش کولو ـــ کش کولو د پاچا دربار ته راوسته، پاچا امر وکړ، چې وزیر په لوڅ سر او لوڅو پښو په دار وځړوئ، ژر تر ژره د وزیره له پاره دار جوړ شو او بېچاره وزیر بیا هم په کش کولو ـــ کش کولو د دار په لور بوتلل شو، ترڅو هغه غرغره کړي.

خلک حیران شول، چې پاچا لېونی شوی دی او یا څه خبره شوې ده، چې بېچاره وزیر په دار ځړوي، وزیر چې هرڅومره پاچا ته عذرونه او زارۍ وکړې، مګر پاچا ونه منله.  


بالاخره وزیر یې جلاد ته وسپاره، وزیر جلاد ته عذر او زارۍ وکړې، ترڅو دومره وخت ورکړي، چې وکولای شي، لږ تر لږه د شکرانې دوه رکعته لمونځ ادا کړي، جلاد د دې له پاره چې وزیر ورسره ښېګڼه کړې وه، هغه ته یې اجازه ورکړه، وزیر اودس وکړ او د شکرانې دوه رکعته لمونځ یې ادا کړ، کله چې لمونځ پای ته ورسېده، نو خپل لاسونه یې د قبلې په لور اوږده کړه او داسې یې وویل: ای د ملنګانو پاچا! نن زه ستا له پاره وژل کېږم، د قیامت په ورځ به زما لاس او ستا ګرېوان وي، کله چې د وزیر دعا خلاصه شوه، ناهیلی د دار په لور وخوځېده، په دې وخت کې ناڅاپه شور ماشور جوړ شو، کله چې وزیر شاه ته وکتل، ګوري چې د ملنګانو  پاچا را پیدا شو؛ وزیر په بیړه هغه ته ځان ور ورساوه، پښو ته یې وغورځېده او ورته وې ویل، چې ستا له پاره پاچا ما وژني.

د ملنګانو شاه په غوسه شو او دار یې په لغته وواهه، هغه وزیر له لاسه ونیوه او د پاچا د دربار په لور وخوځېده.

کله چې د دربار دروازې ته ورسېدل، د ملنګانو شاه د پاچا ساتونکو ته وویل: لاړشئ او عارض پاچا ته ووایئ، چې یو ملنګ له تاسره کار لري، ساتونکي پاچا ته ورغلل او ورته وې ویل، چې یو ملنګ درسره کار لري.

پاچا په دې اړه فکر کاوه، چې نه خدای «ج» اولاد را کړ او نه مې هم د ملنګانو شاه پیدا کړ او له بلې خوا خپل وزیر مې هم په دار وځړاوه، د ساتونکو خبرې ته یې پام نه شو او وې ویل: لاړ شئ هر څه چې غواړي، نو ور یې کړئ. ساتونکو هغه ته ډوډۍ ورکړه، مګر هغه وانه خیستله او که جامې یې ورکړې هغه یې هم وانه خیستې او یو ځل بیایې ساتونکو ته وویل : لاړشئ او عارض پاچا ته ووایئ، چې د ملنګانو شاه راغلی دی.

ساتونکي پاچا ته ورغلل او ورته وې ویل، چې د ملنګانو شاه راغلی دی، کله پاچا د ملنګانو د پاچا نوم واورېده، نو په ډېرې وارخطایۍ له خپله ځایه را پورته شو او د ملنګانو شاه ته راغی، پښو ته یې وغورځېده، د ملنګانو پاچا د عارض سر را پورته کړ او وې ویل: اې عارضه ! تاته چې الله «ج» اولاد نه درکوي، نو سړی وژنې.

پاچا عذر او زارۍ پیل کړې او وې ویل: اې د ملنګانو شاه ! زما لاس او ستا لمن، که خدای «ج» ته مخ لرې، زما په حق کې دعا وکړه، چې الله «ج» ما ته اولاد راکړي.

د ملنګانو شاه پاچا ته یو لرګی په لاس کې ورکړ او وې ویل: خپل بڼ  ته لاړ شه، په هغه ځای کې یوه زړه وچه ونه شتون لري او ته په همدې لرګي باندې هغه درې ځله ووهه، له هغې څخه به دوه دانې مڼې را وغورځېږي؛ یوه یې خپله او بله یې وزیر ته ورکړه، نیمې یې تاسو دواړه او نیمې نورې یې باید ستاسو مېرمنې وخوري؛ انشا الله چې الله «ج»به تاسو ته اولاد درکړي.

د ملنګانو شاه له عارض پاچا څخه لاړه او پاچا له خپل وزیر سره  باغ ته راغی او هغه ونه یې پیدا کړه، په هماغه لرګي یې ونه ووهله او ونه د الله «ج» په امر شنه شوه، کله چې دویم ځل یې ووهله؛ په ونه کې پاڼې را څرګندې شوې او مېوه یې ونیوله، کله چې درېیم ځل یې ونه ووهله، نو ترې دوه دانې مڼې په ځمکه را وغورځېدې، چې یوه یې عارض پاچا او بله یې وزیر واخیستله .        


هماغه شپه عارض پاچا او مېرمنې یې، وزیر او مېرمنې یې مڼې وخوړې او په ډېرې خوښۍ ویده شول، له هغې ورځې وروسته د وزیر مېرمن او د پاچا مېرمن دواړه امیندوارې شوې . له څو میاشتو وروسته یوه ورځ پاچا او وزیر په دربار کې ول، چې د پاچا یوې کنیزې او د وزیر کنیزې په منډه منډه ځانونه دربار ته را ورسول، پاچا او وزیر ته یې وویل : زېری زېری زېری ! ستا او د وزیر په کور کې یو یو هلک پیدا شو.

پاچا د دې خبر په اورېدو ډېر خوشاله شو او کنیزو ته یې ډېرې ډالۍ ورکړې . پاچا وزیر ته او وزیر پاچا ته او نورو خلکو وزیر او پاچا ته مبارکۍ ورکړې، پاچا امر وکړ، ټول ښار څراغان کړئ او خلک دې اووه شپې او ورځې جشن ونیسي.

وروسته له دې چې جشن او خوښۍ پای ته ورسېدې، پاچا وزیر ته مخ ور واړاوه او وې ویل : دې هلکانو ته باید ځای جوړ شي، چې په هماغه ځای کې ورته دایه ګانې شیدې ورکړې او وروسته له دې چې ستر شي، نو هغوی ته به ښوونکی ونیسو، چې هغوی ته ښوونه او روزنه ورکړي .


لنډه په دې چې د پاچا له امر سره سم ژر تر ژره هلکانو ته مطلوب ځای جوړ شو او دواړه یې هماغه ځای ته یوړل او د ښوونې او روزنې لاندې ونیول شول، دا هلکان په هماغه تاکاوۍ کې، چې ورته جوړه شوې وه سترېدل او ښوونه او روزنه ورکول کېده. هغوی د لمر او سپوږمۍ مخ نه وو لیدلی.

له ورځو یوه ورځ د هلکانو ښوونکی خپه کېږي او هغه د دېوال یو ځای سوری کوي او له هغه ځایه په پټه توګه بهر کېږي.

هلکان ویده دي، کله چې را ویښېږي، ګوري چې له هماغه سوري څخه کوم چې ښوونکي یې جوړ کړی وو، د دوی کوټې ته د لمر وړانګې را ولوېدې، د وزیر زوی وویل: نن زموږ کور ته نوی مېلمه راغلی دی، دا چې هغوی لمر او سپوږمۍ نه وو لیدلي، نو هڅه یې وکړه، چې لمر په خپله خولۍ کې را ونیسي، مګر وې نشو کولای، هغوی د لمر د رانیولو هڅه کوله ستړي و ستومانه شول، تر دې چې بالاخره لمر د دوی له کور څخه کډه کوي.

کله چې ښوونکی له هماغه سوري څخه بېرته کوټې ته راننوځي، ګوري چې هلکان شوګارې شوګارې، ستړي و ستومانه د کوټي په غولي پراته او ویده دي، ښوونکي هلکان را ویښ کړل او له هغوی څخه یې وپوښتل: څه پېښه شوې ده؟

د پاچا زوی وویل : نن چې تاسو شتون نه درلوده، له دې کړکۍ څخه یو نوی مېلمه راغلی و او موږ چې هرڅومره هڅه وکړه، ترڅو هغه ونیسو، خو په نیولو کې یې پاتې راغلو، ښوونکی وپوهېده، چې له هماغه سوري څخه لمر کوټې را ننوتی و، هغه په خندا شو او هلکانو ته یې وویل: هغه مېلمه نه، بلکې لمر و، له دې کوټې څخه بهر لمر، سپوږمۍ او بازار شتون لري، ستا پلار پاچا دی او ستا پلار وزیر دی.

هلکانو خپل ښوونکي ته وویل، نو موږ او تاسو څه ګنا کړې ده، چې زموږ پلار، موږ دلته بنديان کړي یو ؟ ښوونکي وویل : زه سبا ستاسو پلرونو ته ورځم او هغوی ته وایم، چې تاسو له دې ځایه بهر کړي، خو په یوه شرط، چې تاسو به په خپل منځ کې جګړه نه کوئ .


هلکانو ومنله او سبا ښوونکی دربار ته لاړه او پاچا ته یې وویل: بښنه غواړم . پاچا وویل: ومې بښلې، ووایه څه غواړې ؟

ښوونکي وویل : اوس نو شکر دی هلکان ستر شوي دي او وروسته یې د لمر د راتګ کیسه پاچا ته وکړه، کله چې پاچا کیسه واورېده، نو ډېر یې وخندل او خپل وزیر ته یې وویل : یو ځل بیا ښار څراغان او په ښکلو ښیښو یې ښکلی کړه او هلکان را بهر کړه، ښار یې د تېر په څېر یو ځل بیا څراغان او په ښکلو ښیښو یې ښکلی کړ او هلکان یې دربار ته راوستل.

پاچا خپل او د وزیر زوی ته غېږه ورکړه، خپل زوی یې خپل ښي اړخ ته او د وزیر زوی یې خپل کین اړخ ته کېناوه، ښوونکی هم د پاچا د زوی ترڅنګ ناست او ډېر خوشاله و، هلکانو چې کوم څیز نه پېژانده، نو له خپل ښوونکي څخه به یې پوښتنه کوله او ښوونکي هم هغوی ته ځواب ورکاوه.

هر چا هلکانو ته ډالۍ راوړلې، پاچا او وزیر ته یې مبارکۍ ورکولې . د پاچا زوی او د وزیر زوی ورو د خپل ښوونکي په غوږ کې وویل، چې تاسو هر وخت ښکار ښکار ویل، نو د څه شي ښکار ؟ ښوونکي په لوړ غږ وخندل، کله چې پاچا د ښوونکي خندا واورېده، نو پوښتنه یې وکړه،  هلکان څه غواړي، چې تا وخندل ؟ ښوونکي وویل : د شهزاده ګانو له ښکار سره مینه پیدا شوې ده.

پاچا امر وکړ، چې ژر تر ژره د ښکار توکي چمتو کړئ او هلکان دې د ښکار له پاره لاړ شي . ژر تر ژره د ښکار سامان آلات چمتو شول او شهزاده ګان په ګړندیو آسونو سپاره شول او ښوونکی هم له شهزاد ګانو سره د ښکار په لوري لاړه .


شهزاده ګان یې په ښکار کې پرېښودل او واورئ، چې بېچاره وزیر بیا د درې شپو سپوږمۍ لیدلې وه او هېڅ یې په یاد نه وو. په همدې وخت کې چې شهزاده ګان ښکار پسې لاړل، یو چا تازه خټکي د ډالۍ په توګه دربار ته را ولېږل؛ وزیر په دې فکر کې شو، که د خوښۍ او خوشالۍ په همدې شېبه کې دا تازه مېوه پاچا ته ور ولېږم، نو هرومرو به ډېر خوشاله شي، هغه یو پطنوس را وغوښت او یو تازه خټکی یې څیرې کړ او د هغه ترازې یې په پطنوس کې کېښودې او په خټکي کې یې چاقو وواهه او دستمال یې پرې هوار کړ او هغه یې پاچا ته ور ولېږه.

پاچا په ډېرې خوښۍ پطنوس را واخیسته او پوښتنه یې وکړه، چې دا چا را لېږلی دی، ورته وویل شول، چې وزیر صاحب . پاچا په ډېرې خوښۍ له پطنوس څخه دستمال لرې کړ او ناڅاپه یې په ذهن کې دا خبره تېره شوه، چې ګنې د خپل زوی او  د وزیر د زوی سرونه وهل شوي او د دواړو په ښۍ سترګه کې چاقو وهل شوی دی . پاچا خپلې سترګې په دواړو لاسونو پټې کړې او چیغې یې کړې، چې ژر تر ژره جلاد راولئ، جلاد فوراً حاضر شو.

پاچا جلاد ته امر وکړ، چې ژر لاړ شه، د وزیر سر ووهه او ماته یې راوړه . جلاد له ساتونکو سره لاړه او بېچاره وزیر یې په کش کولو کش کولو د قتلګاه په لوري بوته . خلک حیران پاتې ول، چې بیا څه خبرې شوې ده ؟ او ځینې خلکو به ویل، چې پاچا لېونی شوی دی، کله جشن نیسي او کله هم د خپل وزیر د وژلو حکم صادروي . بېچاره وزیر، چې په خپله ګناه نه پوهېده، له جلاد څخه یې پوښتل، چې زما ګناه څه ده ؟


جلاد وویل : په خدای «ج» مې دې قسم وي، چې زه هم نه پوهېږم . وزیر ډېر ناهیلی شوی و او ټول خلک په هغه پسې روان ول، کله چې قتلګاه ته ورسېدل، وزیره له جلاد څخه وغوښتل، چې هغه ته اجازه ورکړي، ترڅو دوه رکعته لمونځ ادا کړي . جلاد د هغو ټولو ښېګڼو له پاره، چې وزیر ورسره کړې وې، د وزیر دا غوښتنه یې ومنله او اجازه یې ورکړه، چې لمونځ ادا کړي.

وزیر لاړه ترڅو اودس وکړي، د سیند تر څنګ یې ولیدل، چې یوه سپین سرې بوډۍ ښځه ناسته ده او یوه څلوېښت چوښتې کوزه یې په لاس کې ده، چې سپوږمۍ له یوه چوښتي څخه یې ننوځي او له بل چوښتي څخه یې را وځي.

دا سپین سرې ښځه  په حیرانتیا سپوږمۍ ته ګوري . د وزیر زړه د بوډۍ ښځې په حال خوږېږي او له هغې څخه پوښتنه کوي : مورې دا سپوږۍ ولې تا ځوروي ؟

سپین سرې ښځه وزیر ته وایي : ما د درې شپو سپوږمۍ لیدلې او څوک نه شته، چې د افسانې په اړه یې ورته کیسه وکړم . له همدې امله سپوږمۍ ما ځوروي او نه پرېږدي، چې اودس وکړم . وزیر وویل : مورې د درې شپو د سپوږمۍ افسانه ووایه، چې زه ورته غوږ شم او که چېرې الله (ج) په ما او تا رڼایي کړه، نو ته هم له ستونزو او کړاوونو خلاصېږي او زه بېچاره، چې په خپله ګناه نه پوهېږم او پاچا راباندې په غوسه شوی دی او امر یې کړی، چې زما سر ووهي هم له کړاوه خلاص شم .

سپین سرې ښځې وویل : زه افسانه وایم او ته ووایه، چې باطله ده، ځکه اوده یې همداسې ده . وزیر ومنله او ښځې افسانه پیل کړه .


وو نه وو یو سوداګر و او له یوه ډېر اوږده سفره بېرته را ګرځېدلې و او د خپل کور په لوري روان و، د لارې په منځ کې، د دې له پاره چې ډېر ستړی شوی و،  قافله ودروله او خپله یې استراحت وکړ.

څو ساعته وروسته د رفع حاجت له پاره یوې کنډوالې ته لاړه، په هغه ځای کې یې یو ډېر ښکلی مار او بل ډېر بدرنګه او ستر مار ولیده، چې همدې بدرنګه تور مار ښکلی مار ځوراوه او غاښ به یې پرې لګاوه او ښکلی مار به ترې تښتېده.

وزیر وویل : باطل . بوډۍ ښځې بیا شروع وکړه : سوداګر چې هرڅومره تم شو، ترڅو دا ښکلی مار د هغه تور بدرنګه مار له شره خلاص کړي، مګر نه بریالی کېږي . بالاخره په دې موخه  توره له خپلې ملا څخه را خلاصوي، چې تور مار پرې ووهي، د سوداګر توره په ځای د دې چې په تور مار ولګېږي د ښکلی مار په لکۍ لګېږي او د ښکلی مار لکۍ ور پرې کوي.

دواړه ماران تښتي او سوداګر له خپل دې کار څخه ډېر خواشینی کېږي او له ډېرې اندېښنې خپله قافله بیا تړي او د ښار په لوري روانېږي.

کله چې سوداګر خپل کور ته رسېږي ( وزیر وایي باطل ) ( اوریدونکي هم د افسانې په اورېدو باطل وویل )  . د سوداګر اولادونه هغه ته راځي.

که څه هم سوداګر له ډېر وخت وروسته خپل کورته راځي، خو ډېر خواشینی دی . د سوداګر مېرمن، چې خپل خاوند خواشینی ویني، حیرانېږي او له سوداګر څخه پوښتنه کوي، چې څه خبره ده ؟ سوداګر ځواب ورکوي، چې هېڅ ( وزیر وایي باطل ) ( اورېدونکی هم وایي باطل ).


د سوداګر کیسه د هغه په کور کې پرېږدو او د مار په لوري ورځو . دا ښکلی مار د مارانو د پاچا مېرمن ده . کله چې خپل کورته راځي، د مارانو پاچا ګوري چې د مېرمنې لکۍ یې پرې شوې ده . له خپلې مېرمنې څخه پوښتنه کوي، چې په تا باندې څه شوي دي ؟

مېرمن یې خپل خاوند ته وایي، چې په یوه ځای کې ویده وم او یو سوداګر راغی او په خپله توره یې زما لکۍ پرې کړه او خپله لاړه . د مارانو پاچا په غوسه کېږي، فوراً ښورېږي او له ځانه لړم جوړوي، د سوداګر کورته ورځي.

کله چې سوداګر خپلې پڼې باسي، یاد لړم د هغه پڼې ته ورننوځي او په هغه ځای کې ځان پټوي،  کله چې سوداګر خپلې پڼې واغوندي، نو په پښه یې وچیچي او په ایره یې بدل کړي او په دې ترتیب د خپلې مېرمنې غچ ترې واخلي .


اوس نو لړم په پڼه کې پرېږدو او له سوداګر څخه واوره ( وزیر وایي باطل ) ( اورېدونکی د باطل په ویلو پاتې افسانه اوري ) . په همدې شېبه عارض پاچا خپلو نوکرانو ته حکم کوي، چې جلاد ته ووایي، چې د وزیر سره ژر ووهي او ده ته یې ور ولېږي . جلاد وزیر ته وایي ژر شه اودس وکړه، که نه نو پاچا به ما ووژني .

وزیر جلاد ته وایي، چې ماته یو څو شېبې نور هم وخت راکړه، چې د دې بوډۍ ښځې کیسه خلاصه شي . جلاد یې مني او وزیر سپین سرې ښځې ته وایي، چې افسانه ژر پای ته ورسوه، چې پاچا په غوسه کېږي . بوډۍ ښځه یې بیا پیلوي .


وروسته له دې چې سوداګر خپله ډوډۍ خوري او خپل لمونځ ادا کوي، مېرمن یې یو ځل بیا ترې پوښتنه کوي، چې څه خبره ده ؟ سوداګر مجبورېږي او ټوله کیسه چې غوښتل یې   له تور مار څخه د ښکلي مار د ژغورلو له پاره تور مار ووژني، مګر په تېروتنې سره توره یې د ښکلي مار په لکۍ لګېږي او هغه پرې کوي، خپلې مېرمنې ته کوي.

د مارانو پاچا، چې له ځانه یې لړم جوړ کړی و او د سوداګر په پڼه کې پټ شوی و، کله چې د خپلې مېرمنې کیسه او د سوداګر بې ګناهي اوري، له پڼې څخه وځي او بیا هم ځان ښوروي او له ځانه یو سپین ږیری جوړوي او سوداګر ته وایي : مه ډارېږه ! زه د هماغه ښکلي مار خاوند یم، چې تا ټپي کړی و.

زه راغلی وم، چې تا وچیچم او په ایره دې بدل کړم، چې زما مېرمن دې ټپي کړې وه.

اوس پوه شوم، چې ته بېګناه یې، نو له تا څخه غوښتنه کووم ( وزیر وایي باطل ) ( اورېدونکی هم د باطل په ویلو سره افسانه اوري ) چې له ما سره زما ماڼۍ ته لاړ شې او هغه مار چې زما مېرمن یې ځوروله ماته را وښایې.

سوداګر یې مني او د مارانو له پاچا سره یوځای د ماڼۍ په لوري ځي او د مارانو پاچا بېرته ځان مار جوړوي او حکم کوي، چې ټول ماران دې زما د ماڼې له مخې جوپه جوپه تېر شي.

سوداګر د مارانو په منځ کې د هغه تور مار په لټه کې دی مګر هغه نه شي موندلای.

د مارانو پاچا وایي، چې زموږ په ښار کې ماران نور خلاص شوي دي او وزیر یې هم خبره تائیدوي.

د مارانو پاچا امر کوي، چې ټول ځایونه ولټوئ او هر مار چې دلته نه وي راغلی، هغه راولئ . ماران یې لټوي او لټوي، تردې چې تور مار را پیدا کوي، هرڅومره هڅه چې کوي، نو تور مار دې ته نه چمتو کېږي، چې له نورو مارانو سره پاچا ته ورشي .

ماران خپل پاچا ته ورځي او ورته وایي : یو تور غټ مار دی، چې په خپل کور کې ویده دی او دلته نه راځي . د مارانو پاچا غوسه کېږي او امر کوي، چې ژر تر ژره هغه دلته راولئ.

څو نور غټ ماران ځي او تور مار دربار ته راولي، کله چې سوداګر تور مار ویني، نو وایي چې دا هماغه مار دی، چې ښکلی مار یې ځورولی و ( وزیر وایي باطل ) ( اورېدونکی هم وایي باطل ).

د مارانو پاچا امر کوي، چې تور مار زما د سترګو په وړاندې ټوټه ټوټه کړئ . د مارانو پاچا له له سودا ګرڅخه ډېره خوښي څرګندوي، هغه خپل ورور بلي او سوداګر په ډېرې خوشالۍ د خپل کور خواته روانېږي.

د سپین سرې ښځې کیسه، چې دې ځای ته رسېږي میاشت نوې د کوزړۍ له چوښتي څخه غورځېدلې او د آسمان په لوري روانه ده . بوډۍ دعا کوي، لکه څنګه چې سوداګر الله (ج) له ناحقه تهمت څخه خلاص کړ، ما و تا دې هم خلاص کړي، وزیر وایي الهي آمین.

وزیر له بوډۍ ښځې سره مخه ښه کوي، ځي اودس کوي او لمونځ ادا کوي . وزیر په لمونځ ادا کولو کې پرېږدئ او له پاچا څخه یې واورئ، چې د پاچا زوی، د وزیر زوی، ښوونکی  او هغه حیوانات چې ښکار کړي یې دي، د ښکار له ځایه بېرته راګرځي.

د هلکانو د را رسېدلو خبر پاچا ته رسېږي، پاچا حیرانېږي او خپلې سترګې یې چې په خپلو لاسونو پټې کړې وې پرانیزي او ګوري چې په وړاندې یې خټکی شتون لري او لږ هاخو هلکان ویني، چې ولاړ دي.

هغوی پاچا ته حیران حیران ګوري . خلک په ډېر تعجب د هلکانو لور ته ګوري . پاچا خپلو نوکرانو ته امر کوي، چې جلاد ته ور غږ کړي او ورته ووایي، چې لاس دې وساته . د پاچا نوکران د قتلګاه په لوري ځي او غږ کوي، چې جلاده ! لاس دې وساته، جلاده لاس دې وساته.

جلاد فکر کوي، چې د پاچا موخه داده، چې بیړه کوه . هغه په وزیر باندې چې لمونځ یې خلاص کړی غږ کوي او وایي : بیړه کوه، که نه نو پاچا به ستا له پاره ما هم ووژني.

بېچاره وزیر له دنیا نه ناخبره، له لمانځه او دعا وروسته د جلاد د لاس لاندې کېني او جلاد خپل ساطول پورته کوي، ترڅو د هغه غاړه پرې ووهي، مګر د پاچا نوکران یې له لاسه نیسي او وایي، چې پاچا ویلي خپل لاس وساته، ځکله شهزاده ګان راغلي دي.

خلک چې د وزیر لیدلو ته راغلي وو، ډېر خوشاله کېږي او پاچا ته دعاګانې کوي . وزیر د ماڼۍ په لوري بیایي . پاچا د وزیر د هرکلي له پاره لوڅ سر او لوڅې پښې را وځي او هغه په خپله غېږه کې نیسي او له وزیره بښنه غواړي.

داچې وزیر بیا له بلا خلاص شوی و، د خدای(ج) ډېر شکرونه  پرځای کوي او وروسته له دې پوهېږي، چې د درې شپو سپوږمۍ یې لیدلې وه .

پاچا د دې له پاره، چې خپل وزیر یې په ناحقه وژلو ته لېږلی و، په خپل ځای هغه پاچا کوي او خپله وزیر کېږي.

لکه څنګه چې الله (ج) وزیر له ناحقه تهمت څخه وژغوره، خدای (ج) دې موږ او تاسو هم وژغوري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x