نظــر

د ګل چرن سنګ د ورور واده!!

څه موده مخکې د افغانستان د ولسمشر مشاور وزیر او د ننګرهار والي د شمشاد تلویزیون په پرده ښکاره شو. په دې خپرونه کې په العین (عربي متحده ایالات) کې میشتو افغانانو د شیرزی درناوی وکړ او دی یې د وطن رښتینی خادم وباله.
ویناوالو په خپلو ویناوو کې د هغه افغانانو د زړه هیلې بیان کړې چې د هېواد د ودانۍ، پرمختګ او هوساینې ارمانونه لري او د دې ارمانونو په رژیرولو خپه کیږي.

داسې ښکاریده لکه په دې غونډه کې چې ننګرهاریان ډېر وو. په ولسي جرګه د کابل د خلکو استازی شریف الله کامه وال هم په دې سفر کې له ښاغلی شیرزی سره ملیتا کوله او هلته یې د ده په ستاینه کې یوه اوږده وینا هم وکړه. شریف الله کامه وال د احسان الله کامه وال ورور دی چې دا اته کاله د ننګرهار او هرات د ګمرکونو رییس پاتی شوی او اوس په د پام وړ پانګه او امکانات لري.

 

دا چې د پروګرام جوړونکو او د غونډې برخه والو د شیرزی په هکله څومره مبالغه، دا  به پریږدو د اورېدونکو او خلکو قضاوت ته او رابه شو په همدې غونډه کې د شیرزی وینا ته چې د ده له اصلی شخصیبت سره ډیر توپير لري.
شیرزی وویل چې موږ په افغانستان کې ډېرو کارونو ته اړیتا لرو؛ ځکه چې د افغانستان په خاوره او خلکو ډير ناورین تیر شوی، په وطن کې بی اتفاقی ده، د قدرت په جګړه کې وینې بهیږی، بیګناه انسانان مري او اوس هغه څه چې د نړیوالي ټولنې په مرسته جوړ شوي، بیرته ورانیږي.
شیرزی د غونډې حاضرین وستایل او وې ویل چې دلته په اماراتو کې د افغانستان خلک په اتفاق کې دي، زه غواړم چې ټول افغانان متفق  شي او افغانستان جوړ کړي.
شیرزی بیا طبق معمول د ځان په ستاینه لاس پورې کړ او وی ویل: ما چې کوم کارونه کړي، ما له خدای سره عهد کړی چې زه به د وطن له پاره وینې او خولې تویوم. ما ټول افغانستان او ننګرهاریانو ته خدمت کړی، دا چې شوی کار تاسو باندې معلومیږٍي، زه تاسو  ته کوروانی وایم. موږ باید ناامیده نه شو؛ ځکه چې نا امیدی مایوسي ده، انشاالله  افغانستان جوړیږي.
شیرزی بیا د سولې په هکله: افغانستان او خلک سولې ته اړتیا لري. سوله، امنیت او ښه حکومتداري. د سولې او امنیت په شرایطو کې ښه اداره جوړېدی شي. په افغانستان کې بی نظمی ده، د قدرت په سر جنګ روان دی،
افغانان دې د راتلونکي له پاره داسې یو رییس جمهور وټاکي چې وطنفروش نه وي، مسلمان وی، پاک مسلمان وي او ټول افغانستان یې شا ته ودریږي.
شیرزي بیا د پخواني پاچا ذکر وکړ او وی ویل چې اعلحضرت ما ته په ایتالیا کې وویل چې کله زما پلار محمد نادر شاه پکتیا ته لاړ، هلته په سپینه شکه کې اووه قومونه سره کیناستل ، محمد نارد ورته وویل چې ما یا انګریزانو ته ورکړې، یا مې د کلکاني حکومت ته وسپاري او یا زما ننګه وکړي.
نتیجه دا شوه چې خلک ورسره یو ځای شول او دې پښتنو ملایانو، قومي مشرانو او ځوانانو د افغانستان پایتخت ونیو او نادر په تخت کیناست.
عزیزانو! اوس هم د همغه قومونو میړني بچیان شته، انشاالله په اینده کې به داسې څوک ومومو چې د خلکو، اسلام او وطن خدمت وکړي. یو ځلې بیا مننه، کامیابه او سرلوړی اوسی. خدای دې توفیق درکړي چې د افغانستان د خلکو سره نژدي واوسی.
شیرزي په دې ځای کې خپله وینا پای ته نژدې کړه او وی ویل چې چې له خدای (ج) سره مې عهد دی همغسې چې ما په بیا جوړونه کې مډال ګټلې، په سوله کې به هم مډال ګتم. د دې مجلس د جوړونکو څخه مننه کوم.
هلته یوه ویناوال له ده څخه غوښتي و چې په العین کې د یوه ښوونځي له  جوړلو مرسته وکړي؛ خو په (بولدزر) مشهور شیرزی په خپله وینا کې د دې ښوونځې په هکله څه و نه ویل.
زه په اماراتو کې د ګل اغا شیرزی د سفر او وینا په هکله څه ویل نه غواړم؛ ځکه چې هر څوک حق لری چې یوه غونډه جوړه کړي او یو څوک پکې وستایی؛ خو هیڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب خبرې وکړي. لکه په اماراتو کې یوه ویناوال شیرزی د ټولو پښتنو مشر وباله! دا لویه تېروتنه ده. یو څوک کولای شي چې بل چا ته د خپل مشر خطاب وکړي؛ خو د ټولو پښتنو په استازیتوب خبرې کول د ویناوال د ټیټی سویی ښکارندويي کوي؛ ځکه چې خپل شخصی احساسات عام ګڼل او خپله خبره د خلکو خبره بلل لویه غلطې ده!
هغه څه چې زه دلته پرې خبرې کوم هغه له خدای (ج) سره د شیرزی هغه عهد دی چې په اماراتو کې یې هم تکرار کړ. زه غواړم ګل آغا شیرزی ته په همدې خدای (ج) قسم ورکړم کله چې د فبروري د میاشتې په لومړي اونۍ کې هند ته لاړې؛ هلته هم خدای (ج)، خلک او افغانستان در په یاد وو؟ ستا سره په دې سفر کې د ګمرک رییس احسان الله کامه وال، د برېښنا رییس، د فواید عامه رییس، او د ننګرهار ګمرک د ځینو شعباتو مدیران ملګري وو، هغه مدیران چې هر یو د ورځې دوه – دری لکه افغانۍ ګتي!!
ښاغلي ګل آغا شیرزی ستا دې قسم وی تا د هند د سفر څخه مخکې ولسمشر ته ویلي و چې د علاج د پاره هند ته ځي؛ خو په عمل کې دا خبره سمه نه ده. د ګل چرن سنګ د ورور د واده  په مراسمو کې د ګډون د پاره هند ته تللی وې. په نوي ډلی کې د ویکایس پوری سیمه، ګل چرن سنګ د ننګرهار ګمرک هغه کمیشن کار چې په اونۍ کې د احسان کامه وال د دستکي په توګه په لکونو افغانۍ پیدا کوي. هغه کور چې تا په ویکاس پورې کې ولید، هغه د ننګرهار د ګمرک د رشوت، غلا او اختلاس په پیسو اخستل شوی دی.
بیا شیرزی صیب قسم درکوم چې  تاسو په دری شپو اقامت کې څه کول؟ موسیقی نه وه؟ روسي او هندي جنکۍ نه وې؟ ګډا نه وه؟ شراب او کباب نه وو؟
خدای (ج) خو دوه ځلې داسې ناورغ کړی چې نیم وجود دې فلچ شو، اوس بیا د ډیر درواغو قسمونه مه خوره چې د دې مرض درېیمه حمله وروستنۍ حمله وی. میاشت – کال به ژوندی وې، که نه؟ اوس داسې وخت دی چې خدای (ج) ته د توبې سر کیږدې، د جهاد په نامه ټوله شوی پانګه، د ننګرهار د ګمرک د عوایدو ونډه او د ګل چرن سنګ  پیسې په نیکه لار مصرف کړه، په ډيلی کې هندي او روسي لوڅو جنکو ګډا، مستۍ او لنوټونه بادول د افغانستان د خلکو، وطن، اسلام او جهاد سره غدر او خیانت دي. او دا ومنه شیرزیه چې نن هیڅ خبره پټه نه پاتی کیږی. ته او ملګری دې  له ډیلی څخه ننګرهار ته نه وای ستانه شوی چې د عیاشیو او روسي او هندی جنکو، شرابو او نڅاوو نڅا کیسی ننګرهار ته راورسېدې. او خلک یو ځلې بیا په ډاډه متیقن شول چې د دوی تش په نامه مشران، څومره درواغ وايي؛ چون به خلوت میروند آن کار دګر می کنند! شیرزی په خپلو موغطو کې د ننګرهار بیچاره خلکو ته ځان د وطن خدمتګار بولدوزر بولي؛ خو کله چې د ګل چرن سنګ د ورور د واده له پاره ډیلی (ویکاس پورې) ته ځي، هلته بیا د ډله ډله روسي او هندي لوڅو جنکو نڅا او ګډا ته کیني، په بوتلونو شراب څښي او …….
یوه ورځ به داسې راشي چې د دې محفلونو عسکونه هم مطبوعاتو ته ورسي تر څو چې سیاه روی شود انکس که در او غش باشد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x