نظــر

د مولوي  صاحب ګناه!

کامران ملک

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته په افغانستان کې نوی سیاسي باب پرانیستل شو. دغه مهال ټولنه کې داسې نوی فرهنګ معرفي شو، چې پخوا یې مخېينه نه وه لیدل شوې. افغانستان په دې پړاو کې د یو لړ نوو ټولنیزو او سیاسي مفاهیمو د معرفۍ او سیالۍ ډګر شو. د بهرنیانو او مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د راغلو مرستو د کارونې یوه برخه په ټولنه کې د نوي فرهنګ ملاتړ او وده وه. نوي سیاسي نظام د ځینو مثبتو کارونو ترڅنګ د نړیوالو د فشار له امله یو لړ داسې خطرناکې پروژې پرمخ یوړل شوې؛ ترڅو د هېواد د مختلفو قشرونو ترمنځ ژبني، قومي او مذهبي اختلافات راپیدا کړي چې عملي نمونې یې تاسې ولیدلې. چېرته چې فقط د پوهنتون په نوم او یا کوچنیو مسایلو په پروژویې توګه ځوانان وجنګول شول.

د کرزي حکومت څخه وروسته د نن څخه څه د پاسه یو کال له د مخه د ملي وحدت حکومت لاندې داسې اشخاص حکومت ته راغلل چې  ژبني، قومي او مذهبي تعصبات پکې دکرزي حکومت په پرتله زیات بریښي. حتی چې په ارګ کې دننه داسې افراد شته چې په شعوري توګه  دې تعصباتو ته لمنه وهي او د ملت مختلف قشرونه سره په جنګ اچوي.

یو له هغه قشر څخه د مدرسې زده کوونکي دي، چې زموږ په ټولنه کې ورته مولوي ویل کیږي. ددوی ګناه بس دا ده چې د قران کریم سره یې مینه ده، کله چې د قران ایت واوري، نو له سترګو یې اوښکې بهیږي، دوی نیکټایي او پنټ شرټ نه اغوندي، دوی د ډیبیټ پرځای د مناظرې لفظ استعمالوي، دوی د محصل پرځای د طالب العلم لفظ ( د علم زده کوونکی) استعمالوي.

د مولوي په هکله زموږ لېبرال او سیکولر دوستان څه وایي: مولوي وظیفه خور او د خلکو چندو ته ناست دی، نتګ نظره، توند، ناپوهه او ترهګر دی. اوس راځئ چې د څو دقیقو لپاره ددی دوستانو په خبرو یقین وکړو، دا خو واضح  ده چې د مدرسې زده کوونکي مدرسو ته له مجبوریت او فقر له امله ځي؛ خو ایا تاسې (لیبرالانو یا زموږ حکومت) دوی ته کومه خاصه پاملرنه کړې؟ ددوی د حالت بدلولو لپاره یې څه بودیجه تصویب کړې؟، ددوی لپاره یې کومه خاصه ټولنه جوړه کړې؟، ددوی احوال یې کله اخېستی؟. نو چې تاسې ورسره داسې  برخورد کوئ، نو له دوی څرنګه ښه توقع کوئ؟

ایا کله دوی سره ناست یې او ددوی اخلاص مو لیدلی؟  زه پوره باور سره وایم که ددوی په څېر اخلاص اوسني روشنفکرانو او لیبرالانو درلودای، نو اوس به مو هېواد ګل وګلزار وو او داسې ترقي به مو کړای وای چې د هېواد په تاریخ کې به یې ساری نه وو.

ددوی ددې حالت ذمه واران موږ یو، ددوی د فقر، بیچارګۍ او مشکلاتو اساسي لامل موږ یو، موږ باید ددې څواب ووایو چې دوی ته مو څه کړي؟

د نورو علومو او فنونو لپاره خو مختلفې ادراې او ټولنې جوړې شوي، اما ایا د خصوصي مدرسو لپاره یې کومه ټولنه جوړه کړې؟ ددوی مدارس که د حکومت یوه اداره مني، دا خو ښه خبره ده؛ خو ولې د ثبت نام پرمهال هم د مدارسو زده کوونکو سره سمه رویه نه کېږي، ولې ددوی ښوونکو او علماوو ته د مکتب او پوهنتون استاد په څېر معاش نه ورکول کېږي. معاش خو لا څه کوې ددوی عزت هم نه کېږي، ایا حکومت ددوی د معاشاتو په هکله څه فکر کړی؟

حتی اوس ځینې لا وایې چې مدارس باید وتړل یا کم شي،  اما پوښتنه دا ده چې په هېواد کې په منظم ډول سل مدارس هم دوی جوړ کړي؟ بیا دوی پروګرامونه کوي، پروژې اخلي چې څرنګه مدارس تر خپلی ولکې لاندی راولي، څرنګه یې نصاب محدود کړي، حتی د دیني مضامینو چاپولو لپاره بودیجه هم په اسانۍ څوک نه ورکوي! نو اوس تاسې ووایاست چې څوک تنګ نظري دي؟

بیا هم که غواړئ چې په مدارسو حدودیتونه ولګوئ او عصري مضامین پکې وراضافه کړئ، نو بیا مهرباني وکړئ په مکاتبو او پوهنتونو کې هم د قران کریم د ترجمې او تفسیر او دیني ثقافت مضامین لازم کړئ، د انګلیسي ترڅنګ باید عربي هم یو مسلسل تدریسدونکی مضمون وګرځول شي. دا هم باید ومنئ چې څومره معاش د پوهنتون استاد ته ورکول کېږي مفتي ته دې هم ورکړل شي. نو که دا نشئ کولی نو بیا همدا تاسې انصاف وکړئ چې مظلوم څوک دی؟ بی انصافي څوک کوي؟ ایا په مولوي دې صدقه، او زکات هم نه لوریږي چې وایې خلي. بیا وایې چې زما بچي ته دې بس سبق وایې او نور دې هېڅ هم نه اخلي؛ ځکه مولوي خو نه کور لري نه ضرورتونه!؟

د نني تش په نوم روشنفکره او لیبرال منطق ته مې دې سلام(!) دی چې همېشه یو طرفه قضاوت کوي. ایا موږ همېشه د مولوي سره د دښمن په څېر سلوک نه دی کړی؟

زما په اند ددې مسلې حل دا دی، چې موږ نوره دوه ګوني رویه پرېږدو او هڅه وکړو، چې یو منظم تعلیمي نصاب جوړ کړو، داسې نصاب چې د دیني او عصري علومو مجموعه وي.  چېرته چې د معلم او مفتي دواړو یو مقام ووسي، معاشات یې باید یو شان وي، ځکه ددې مسایلو اصلي لامل یو قشر ته کم او  بل ته زیات امتیازات ورکول دي. نور باید افغان قوم په مختلفو طبقو ویشلو تصور ختم کړو، دا ملت هم عالم ته ضرورت لري هم اقتصاد پوه او هم سیاست پوه ته، نه مولوي ټول ملت ځانته ابادولای شي او نه اینجینر.

که دا قوم موږ صرف دې ته پرېږدو چې د غرب تقلید وکړي، نو بیا به هم دا قوم غلط طرف ته لاړ شي. چېرته چې ددې قوم ۹۹ سلنه خلک مسلمانان دي او دا کار هېڅکله نه غواړي.

نو موږ ته اوس غوره همدا ده ترڅو چې یو داسې تعلیمي نظام ونلرو چې یو نصاب باندې مشتمل وي، انصاف وي او د مختلفو قشرونه ترمنځ امتیازي سلوک بند او ټولو قشرونو ته مساوي حق ورکړل شي، نو بیا به له خیره زموږ شته مشکلات ختم شي او دا کارونه باید چارواکي ترسره کړي، ځکه  دا په دوی باندې زموږ حق دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

محترم لیکوال صاحب خفه نشی د موضوع اړوند مو ډیر ضعیف بحث کړی ده له لیبرالانو او سیکولرانو سره ستاسو دا ډول بحث په ځای ددی چی د مولوی، مفتی او بل او بل مقام لوړ کړی نور یی هم را ټیټوی او نه اسلام یوازی په مولوی، مفتی او دینی عالم پوری محدود ده بلکه ټول انسانانو ته شامل ده چی خپل هرڅه باید داسلام مطابق عیار او منظم کړی اصلا باید زمونږ او ستاسو بحث له دیموکراتانو او لیبرالانو سره په یوه او ساده محور را وڅرخی چی هغه عبارت له دینه نه ده چی اسلام د الله(ج)… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x