افغانستان

شاهد: د سولې عالي شورا په انزوا کې ساتل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۵ ل): د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وايي د سولې په خبرو کې دغه شورا تل په انزوا او حاشیه کې ساتل شوې او ټول واکونه او صلاحیتونه یې د دې شورا له دارالانشاء سره خوندي پاتې دي.

نوموړی د څلوراړخیزو غونډو له جریان څخه هم ناخبري ښيي او زیاتوي چې د سولې شورا په یادو غونډو کې دخیله نه وه او د دوی په استازیتوب د دارالانشاء یو ټیټ پوړي مامور ته په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

ښاغلی شاهد وايي چې په څلوراړخیزو ناستو کې د سولې شورا د رئیس او مرستیالانو په ګډون د دې شورا هیڅ بانفوذه شخصیت ګډون نه درلود.

نوموړي له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې څرګنده کړې چې داسې اسناد ورسره شتون لري چې د سولې شورا د دارالانشاء غړو ته له بهرنیو سفارتونو څخه ۴۲۰۰۰ ډالره ورکول کیږي. ښاغلي شاهد پوښتنه کوي چې ایا دغه ډول کسان هیواد او ولس ته خدمت کولی شي؟

مولوي شاهد افغان حکومت د سولې په برخه کې رښیتیني نه ګڼي او وايي چې «حکومت چل ورکوي». د هغه په وینا، د حکومت مشران په بهرنیو هیوادونو وګرځیدل او ویې ویل چې د سولې غوښتونکي دي، خو «په داخل کې يې د سولې شورا هیڅ په جریان کې نه ده اچولې».

ښاغلی شاهد د سولې شورا له معاونیته د عطاء الله لودین او عبد الحکیم مجاهد ګوښه کیدل او د برهان الدین رباني او مولوي ارسلا رحماني وژل کیدل هم د سولې د دارالانشاء لخوا د یوې توطیې زیږنده بولي.

د سولې شورا ویاند زیاتوي چې د دې شورامالي سیستم، له سفارتونو سره اړیکي او نور مهم خفیه رازونه د دارالانشاء په انحصار کې دي او ټینګار کوي چې «پیر ګیلاني او شپږ معاونین یې اوس هم د سولې شورا د مالي سیستم څخه خبر نه دي».

مولوي شاهد وايي چې د سولې شورا په نامه ۲۴۰۰ پروژې تایید شوي او ولایاتو ته تللي دي خو د سولې شورا ترې خبره نه ده، د هغه په خبره، دا کار دارالانشاء په خپل سر کړی دی.

نوموړی د سولې شورا په دارالانشاء کې د چا مشخص نوم نه یادوي خو زیاتوي چې «اوس یې ځیني خلک د دفاع وزارت ته تللي او لا هم ۹۰۰۰ یورو معاشات ورکول کیږي».

مولوي شهزاده شاهد افغان حکومت پړ ګڼي چې طالبانو ته د مصؤونیت اطمنان نه ورکوي او هغه مخالفین چې له نظام سره یوځای شوي دي په مختلفو پلمو یې په وړاندې ستونزې زیږول کیږي. نوموړی همداراز په حکومت نیوکه کوي چې د طالبانو دې پوښتنې ته ځواب نه ورکوي چې «امریکایان کله وځي؟».

ښاغلی شاهد د بېلګو په وړاندې کولو سره وايي چې څو ځله له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره شوې خو دارالانشاء یې په مینځ کې خنډ پیدا کړی او پروسه یې په لوی لاس ناکامه کړې.

مولوي شهزاده شاهد د طالبانو سیاسي دفتر د مذاکراتو لپاره اصلي مرجع ګڼي او وايي:

«زه قطر ته تللی یم، د طالبانو اته کسان راغلي وه چې د رهبري شورا غړي هم په کې وه، د فرهنګي کمیسون غړي هم وه، هلته درې ورځې خبرې روانې وې، د هیواد مهم شخصیتونو په کې ګډون درلود، خو هلته طالبانو ونه ویل چې دا زمونږ نمایندګان نه دي».

د سولې شورا ویاند وايي چې په حکومت کې داسې خلک شته چې له طالبانو سره د سولې مخالفین دي او نه غواړي چې طالب، مجاهد او مسلمان دې نظام ته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x