ځوانیمرګ ریان ته د سمیع الله تړون شعر!

ځوانيمرګه

پوره نه شوې په دي ځمکه ارمانه ځوانيمرګه
راغاړيوځه مرم درپسي ګرانه ځوانيمرګه

ايله د ازادۍ ناوې ته اوس ورسيدلى
چى ووتى د ژوند له تور زندانه ځوانيمرګه

تصوير دى شى څپي څپي د اوښکو اينه کى
فرعون ته شې د نيل په څير روانه ځوانيمرګه

داغلى وجود لاړى د بلال حبشى وروره
ستا کړيکى کمى نه دى له اذانه ځوانيمرګه

چى ته يي زورولى ستا په زړه څه تيريدل؟
ګيله دى څومره شوى له انسانه ځوانيمرګه؟

منم چى به وى حورو درته دا خبره کړي
کرار کرار ويده شه اوس (ريانه) ځوانيمرګه

تړونه شهادت ته ايمانى سرونه رسي
دا لاره دومره هم نه ده اسانه ځوانيمرګه

سميع الله تړون ـ اسداباد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د