کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / بشیر احمد (ریان) مظلوم شهید شو.. مونږ يي په اړه څه باید وکړو؟!

بشیر احمد (ریان) مظلوم شهید شو.. مونږ يي په اړه څه باید وکړو؟!

عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال او شناند

ټول هیواد وال په تیره هغوی چې له لیک لوست سره اشنايي لري په دې خبر دي چې د کندهار پوهتنون محصل، لیکوال او رسنیز همکار بشیر احمد (ریان) د کندهار ولایت امنیتي چارواکو بغیر له کوم هیڅ جرمه په بیرحمانه ډول په شهادت ورساوه.

دا زمونږ د ټولنې او ولس بدمرغي ده چې پوه کسان په ډیر تکلیف راپکي پیداکیږي ، خو چې کوم یو پیداشي هغه بیا د جاهلو او بیسواده ټوپکوالو لخوا داسې په بیرحمۍ وژل کیږي.

زه په دې باوري یم چې که د بشیر احمد ریان غوندي پوه او با استعداده محصل چې په ۲۲ کلنۍ کې یې ۱۸ کتابونه لیکلې د نړۍ په کوم بل هیواد کې وای یقینا چې د خپلې وړتیا اوعلمي کارنامو له وجې به مسؤلو چاواکو په ځانګړو انعامونو او امتیازاتو نازولای وای ، خو زموږ په هیواد کې هغه د تقدیرونې او نازولو په ځای په بیرحمانه ډول شهید او له خدای ورکړي ژونده محروم شو… حسبناالله ونعم الوکیل…

چا چې محصل بشیراحمد وژلی له هغوی ګیله نشته ؛ ځکه هغوی اصلا له علم او پوهې سره علاقه نه لري، هغوي د جهالت د خفاشانو په څیرد علم په ډیوه سترګې بریښې ، هغوی خپله بقاء او پایښت د بي علمي او جاهلیت په تروږمیو کې ویني ، د هغوی چې څومره نورهم وس کار کوي د علم روڼاګانې به خاموشه کوي او د پوهې په خلاف به خپله مبارزه جاري ساتي.

هغوی اصلا د دې لپاره پر افغان ولس تپل شوي چې دلته د علمیت او پوهنې مخنیوی وکړي . هغوی دي کارته هم د خپل جاهلانه خصلت له مخې ملاتړلي او هم د خارجي بادارانو لخوا د اجرتي قاتلینو په حیث په دې مامور کړای شوي چې باید په افغانانو کې د اسلامي علم او بصیرت په رڼا منور کدرونه پري نښودل شي او تر سررا پورته کولو وړاندې یې باید سرونه قلم کړای شي.

زه وایم چې د دغو اجرتي جاهلانو د جاهلانه کړنو په خلاف باید د ټولنې عالم او پوه کدرونه احساس د مسؤلیت اود هغوي د علم او عالم وژني په خلاف اقدام وکړي.
هو! باید هغه څوک چې د خپل ملي احساس له مخې یې پردې ولس خوا بدیږي او د هیواد پالنې روحیه ورسره ده ، په دقیق ډول هغه کسان چې په شعوري ډول د هیواد له علمي پرمختګ سره مینه لري.

په خاص ډول پوهنتوني استادان ، محصلین د مکاتبو ، مدارسو متعلمین، د هیواد لوستی قشر، لیکوالان، ژورنالیستان
او د مدني ټولنو با احساسه فعالین …

هغوی چې له بشیر احمد ریان سره ملي اسلامي او مسلکي تړاو او خواخوږي لري …

هغوی ټول باید د بشیر احمد ریان د مظلومیت او د هغه لپاره د عدالت غوښتلو غږ پورته کړي.

هغوی باید د کندهارله پوهنتونه نیولې د هیواد په ټولو پوهنتونونوا، د لوړو زده کړو په مؤسساتو، د ژورنالیستانو او لیکوالانو په اتحادیو کې د منظمو عدالت خواهانه تجمعاتو، لاریونونو او غوڼډو په تر سره کولو سره له چارواکو څخه فقط دا وپوښتي چې بشیر احمد په کوم جرم ووژل شو؟

هغوی باید د خپلو علمي او مسلکي غونډو او لاریونونو په جوړولو سره د هیواد له لوړ پوړو چارواکو، عدلي او قضايي مسؤلینو د بشري حقونو له کمیسیون په مرکز کابل او د هیواد په ولایتونو کې د یوناما له دفتر څخه په کلکه وغواړي چې د بشیر احمد قاتلان د محاکمې میز ته راکش کړي تر څو مو د هیوادپه پوهنتونونو او نورو علمي مراکزو کې نور دغسي تاند او پیاوړي استعدادونو د جاهلو ټوپکوالو له لاسه ضائع نه شي.

دا زمونږ مسؤلیت او پر مونږ باندې د شهید بشیراحمد د مظلومو وینو پور دی .

باید مونږ ټول په ګډه د دې ملي او اخلاقي دَین (پور) د پوره کولو لپاره خپل مسؤلیت تر سره کړو .

له دې خبرو څخه زما هدف تشه اخلالګری او ګډوډی نه ده او نه مي دا زړه ته لویږي چې جاهل چارواکي به زمونږ په دې غوښتنو او هلو ځلو سره د بشیر احمد د وینو پوښتنه وکړي.

اصلا زما هدف دا دی چې مونږ وکړای شو چې په دې کار سره د هغوی د نورو وحشتونو مخنیوی وکړو.

مونږ باید هغوی ته دا ور وپوهو چې بشیراحمد د خپلې پوهي او استعداد قرباني شوی ، هغه په نارواوژل شوی ، هغه مظلوم شهید او مونږ ټول د هغه له داعیې حمایت کوو، د هغه علمي کړنې ستایو او د هغه علمي لاره به د خپلو عالمانه فعالیتونو په دوام جاري ساتو .


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. واقعي لیکوال او شناند جناب ثاقب صاحب ته مسنون سلامونه وړاندي کوم، ښه روغتيا ورته غواړم، د الله په حفظ کي دي اوسي.
    زه هم دغسي وايم او د ده د دغو خبرو ملاتړ کوم.
    د خلکو او واکمنو په اړه باید ووايم چي: د ايران ناصر الدين شاه د علامه سيد جمال الدين افغاني رحمة الله علیه سره د لومړنۍ ليدني په ترڅ کي علامه افغاني ته وويل: “از من چه ميخواهي”. سيد و رته وويل: “دو گوش”.
    زه هم په دې اړه د خلکو او واکمنو دوه غوږه غواړم والسلام.