نړۍ

تازه خبر: په کوټه کې چاودنې ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

دبلوچستان ایالت له مرکز کوټې نه په خبرونو کې ویل شوي چې شیبه مخکې یوې زوروې چاودنې اتیا کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د لمړنیو ترلاسه شویو معلوماتو له مخې دا چاودنه چې په شیعه میشته سیمه، هزاره ټاون کې ترسره شوې پکې دوه ویشت تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان شویدي، چې په وژل شویو کسانو دوه تنه ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي.په پيښه کې د زخمي شویو کسانو حالت مرګونی بلل شوی او شونې ده چې د وژل شویو کسانو شمیر نور هم زیات  شي.

له چاودنې ورسته د ډزو اوازونه هم اوریدل شوي او په سیمه کې بريښنا لاینونه هم قطع شويدي، خو امنیتي پولیس دپیښې ځاي ته ورغلي چې تر خپله وسه حالات کابو کړي.

 

پېښه دهزاره ټاون په علي اباد نومې   سیمه کې رامنځ ته شوې چې هورې زیاتره د اهل تشیع مربوط کسان اوسیږي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د وحدت المسلمین ګوند مشرناصر عباس  او د هزاره ډیموکراتیک پارټي عباس رضوي دپېښې غندنه کړیده.

تراوسه دپیښې پړه کومې ډله په غاړه نده اخستې، خو په یاده ډله چې کومې چاودنې ترسره کیږي زیاتره یې د کالعدم تحریک لشکر جهنګوي د هغوي پړه په غاړه اخلي.

عابرمسافر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x