نظــر

د بشير ريان شهادت

تاج محمد تمکین

مرموزې وژنې هغه څه دي چې نه یواځي خپله انسان پکې وژل کیږي بلکه د وسواس او اندیښنو له لاسه ورسره کورنئ هم فکرا وژل کیږي.د ټولنیزو رسنیو له لارې مې دشهید بشیراحمد ریان د شهادت خبر ولوست چې نوموړی د بریښنا د سختو شاټونو او همداشان شدید تعذیب وروسته په شهادت رسیدلی وو.داسې ویل کیږي چې مرحوم ریان څه موده وړاندې د پولیسو لخوا نیول شوی وو او کافي موده وروسته یې مړی په کومه سیمه کې وموندل شو.

ریان د کندهار پوهنتون محصل وو، په لسګونه کتابونه یې ژباړلي او لیکلي وو.ریان د قلم څښتن وو او د افغانستان راتلونکی وو.که د یوې خوا وکتل شي د ریان وژل د افغانستان د راتلونکي وژل او تورو تیاو ته تمبه کول دي له بلې خوا د انارشیزم په دې حالاتو کې قاتلین نور هم په ځان غاوره کیږي چې زه څوک پوښتنه نشی کولای.

که نن ریان ووژل شو او شدیدا تعذیبي مرحلو نه تیر شو سبا دغسې د نورو نوبت دی.که د دولت مخالفینو له لوري دا کار کیږي خو هغوی نه خو ګیله نده پکارخو که خپله حکومت دداسې کارونو مرتکب شي نو هغه بیا ډیره نفرت انګیزه تمامیږي.

ریان د قلم څښتن وو ځکه ورسره دا کار وشو.دلته چې څوک قلموال وي او د حق طرفدار وي نو هغه ته هر ډول جنجالونه پیښیدل او حتی ژوند یې له لاسه وتل عادي خبره ده.

د ریان د مرګ د موضوع باره کې باید حکومت چوپ پاتې نشي او ددې پیښې په اړه سپیناوی وړاندې کړي کنه دا موضوع به دومره جوش پیدا کړي چې بیا به یې حکومت هم د کنترول توان نلري.که ریان باندې کوم اتهام یا الزام وو هم حکومت باید یاره موضوع د شواهدو او ثبوتو سره په شفافه توګه ملت ته وړاندې کړي او که بله کومه قیصه وي هم موضوع باید روښانه شي.

داسې چې هره ورځ د عامو انسانانو او په خصوص د فرهنګي ډګر د ملګرو قتلِ عام جریان ولري نو بیا قانون څه مانا، حکومت څه مانا، نظام څه مانا.

د قانون، حکومت او نظام دنده دخلکو د مال او ځان ساتنه او حفاظت دی.خلک چې ستونزو کې وي نظام ی باید د ستونزو څخه خلاص کړي.

په اخره کې د حکومتي چارواکو نه جدي غوښتنه کوم چې د ریان د مرګ مسولین دي خپلو سزاوو ته ورسوي او د نوموړي د وژلو قضیه دې په جدي توګه وڅیړي او ملت ته دې مالومات وړاندې کړي.

د خبریال ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x