
مه خفه کېږه! (۷۴) – د ګوښه ژوند غوره اغېزې!
لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾
۞ د ګوښه ژوند غوره اغېزې!
له دغه عزلت او ګوښه کېدو څخه موخه د شرارت او بدۍ څخه ګوښه کېدل دی، هماغه چې زړه ته سو کالی ورکوی او غم له منځه وړی.
حافظ ابن تیمیه رحمه الله وایې:
” خامخا باید بنده د الله ﷻ د عبادت، ذکر او تلاوت لپاره ځان ګوښه کړی او له ځان سره حساب او کتاب وکړی. ”
ابن الجوزی رحمه الله په صید الخاطر کې درې فصلونه تړلی دی، چې خلاصه یې په لاندې ډول ده، وایې:
” ما د راحت، عزت او شرف په لحاظ تر عزلت او ګوښه کېدو پرته بل ښه عمل ونه مونده. ”
د عزلت او ګوښه کېدو په وسیله انسان له هر ډول فساد او شر څخه خوندی پاتې کېږی.
عزلت په اخرت کې د تفکر او د الله تعالی ﷻ د لقاء لپاره د ځان چمتو کولو او استعداد یو تر ټولو ښه فرصت دی.
په عزلت کې د نفس، ذهن او ژبې بشپړ حرکات اداره کېږی.
عزلت او ګوښه کېدل د محاسنو لپاره حجاب او فضلیت او د مرغلرې لپاره صدف دی، په عزلت کې د تامل او مراقبت، تفکر او تدبر لپاره ښه فرصت په لاس راتلای شی.
د نړۍ قهرمانان او تاریخ جوړوونکې ستر او منلی شخصیتونه هر یو یې د عزلت له اوبو څخه خړوب شوی دی، تر دې چې پر خپلو پښو درېدلی او د خپل عظمت لویونې یې رامینځ ته کړې او د خوراک لپاره چمتو شوی.
علی بن عبدالعزیز الجرجانی په خپله قصیده کې وایې:
” خلک وایې ته تریو او توند خویه یې، دا په داسې حال کې چې دوی د یوه داسې چا په اړه پرېکړه کوی، چې له ذلت څخه ګوښه شوی … .. . ”
احمد بن خلیل حنبلی وایې:
” د چا چې د تفکراتو له امله راحت او عزت په برخه شې، نو عزلت دې تن ور کړی او په لږ شی دې راضی او خوښ شی. ”
یو بل شاعر وایې:
” ما په یوازېتوب کې راحت او سکون لاس ته راووړ، همدا لامل دی چې زه له ګوښه اوسېدو سره بېخی عادی شوی یم. ”
که خلکو له ما سره اړیکې غوڅې کړې؛ نو څه پروا یې نه کوم، ځکه چې که پوځ هر څه کوی، خو پاچا بیا هم سپور وی.
حمید وایې:
” د خلکو له تاویلو ماویلو څخه ما ته څه ګټه ترلاسه نشوه، ځکه خو یې ناسته او ولاړه هم راته ګټوره نه برېښی. ”
ابن فارس وایې:
” خلک زما د حال پوښتنه کوی، زه ورته وایم: خیر او خیرت دی، څه اړتیاوې پوره کېږی او څه یې نه پوره کېږی. ”
په دغه اړه ” کتاب العزلة ” ته مراجعه وکړئ!