ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۷۳) – د بل چا په شخصیت کې ځان مه ورکوه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د بل چا په شخصیت کې ځان مه ورکوه!

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَلِكُلٍّ وِّجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا فَاسْتَبِقُواْ الْخَيْرَاتِ ﴾
ژباړه: ” د هر چا خپله تګلاره ده، د نېکۍ په ترلاسه کولو کې له یو بل نه مخکې شئ. ”

﴿ وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلاَئِفَ الأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّیَبْلُوَکُمْ فِی مَآ آتَاکُمْ ﴾
ژباړه: ” هماغه ذات چې تاسې یې په ځمکه کې خلیفه ګان وټاکلئ، او ستاسې د ځینو درجې یې پر ځینو نورو لوړې کړی. ”

انسانان د بېلابېلو وړتیاوو او ذهنونو درلودونکی دی، او زموږ د خواږه پیغمبر محمد رسول الله ﷺ د عظمت راز په دې کې وو، چې هغه به له هر صحابی نه د هغه د وړتیا اړوند کار اخیسته، لکه علی رضی الله عنه د قضاوت دنده ترسره کوله، معاذ رضی الله عنه د علم په برخه کې مخکښ وو، ابی بن کعب رضی الله عنه د قران کریم ښه لوستونکی او د ښکلی غږ څښتن وو، خالد رضی الله عنه د غزا په ډګر کې یو غښتلی قومندان وو، حسان بن ثابت رضی الله عنه د شاعرۍ په ډګر کې یو په زړه پورې او نوموتی شاعر وو، همدا شان قیس بن ثابت رضی الله عنه د ویاندویۍ په فن کې مهارت درلوده، نو ده ته یې دغه دنده ور سپارلې وه، یانې په چا کې به چې کومه وړتیا وه، د هغه له وړتیا نه به یې کار اخیسته، لکه یو شاعر وایې:
” سخا د تورې او توره د پرخې په ځای کې کېښودل، زیانمن ثابتېږی. ”

د نورو په شخصیت کې ډوبېدل، ځان وژنه ده!

د انسانی مواهبو، صفاتو او ارزښتونو ترمینځ اختلاف د الله تعالی ﷻ د قدرت له نښو څخه ګڼل کېږی، ابوبکر رضی الله عنه په خپل رحمت او نرمۍ سره امت ته ګټه ورسوله، او عمر رضی الله عنه په خپل شدت سره اسلام سرلوړی کړ.

﴿ لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا ﴾
ژباړه: ” الله تعالی ﷻ هېڅ نفس ته د هغه له وسې نه پورته مسوولیت نه متوجه کوی. ”

د نورو په شخصیتونو کې ورکېدل، او له هغوی څخه ړوند تقلید کول، خپل ارزښتونه په خاورو کې منډل او د خپلې ارادې وژل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x