شعـــــرونه

عاشقان دحور عين

خداي خبر مونږه اخته په کوم جنون يو
پر اوږو وړو جنـازې او په سکــون يو

وږي، تږي او ستومانه غرو کي ګرځو
بس خوشاله په همدې ستړي ژوندون يو

نن غزا کوو سبـــا هم غزا غــــــواړو
مونږ راغلــي له غزا څخه پرون يـــــو

عاشقان دحور عين يــــــو فدايان يــو
دخپل تن په تودو ويو کي ګلګـــون يو

دغاټول او ارغوان نازک ګـــلان يـــو
رژولــي دوختونــو شواخـــــون يـــو

موږ سينــې دتورتمـــونو دي څيرلـې
دتيارو اسمان کي څرک دسباوون يـو

حليمياره! غاړه را دخداي پامان دې
مونږ روان د ابدي ژوند په لټون يو

حمدالله حليميار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x