ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۷۶)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ دمه!

مه خفه کېږه!
ځکه چې خفګان ستا په عبادت کې کمزوری رامنځته کوی، او له جهاد څخه دې ځنډوی کوی؛ بدمرغۍ او بدګومانۍ، شکونه او وسوسې درته رامخې ته کوی.

مه خفه کېږه!
ځکه خفګان د روانی ناروغیو بنسټ او د دردونو سرچینه ده.

مه خفه کېږه!
په داسې حال کې چې لمونځ کوې، قران لولې او خلکو ته خیر رسوې.

مه خفه کېږه!
د وزګارتیا او بېکارۍ له امله خفګان ته سر مه ټیټوه؛ لمونځ کوه او قران لوله، نور د خیر کارونه وکړه او د الله تعالی ﷻ په دربار کې د دعاګانو لپاره لاسونه لپه کړه.

﴿ وَقَالَ رَبُّكُمُ ٱدْعُونِىٓ أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ ﴾
ستاسي رب وايي: “ما وبولئ، زه به ستاسې دُعاوي قبولې کړم.

﴿ ٱدْعُوا۟ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًۭا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينََ ﴾
خپل رب په زاریو زاريو او په پټه پټه وبلئ.
دا يقينې ده چې هغه له حده تېري كوونكې نه خوښوۍ.

﴿ فَٱدْعُوا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّين ﴾
(نو اې رجوع كوونكو!) هماغه الله د خپل دين په خالص ګرځولو سره وبولئ.

﴿ قُلِ ٱدْعُوا۟ ٱللَّهَ أَوِ ٱدْعُوا۟ ٱلرَّحْمَٰنَ ۖ أَيًّۭا مَّا تَدْعُوا۟ فَلَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ ﴾
[اې پېغمبره (صلی الله علیه وسلم)!] دوى ته ووايه: كه د الله په ويلو یې وبلئ، او كه د الرحمان په ويلو، په هر نامه یې چي وبلئ، د هغه لپاره ټول غوره نومونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x