ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۷۷) او د نېکمرغۍ قاعدې ولوله!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ مه خفه کېږه! او د نېکمرغۍ قاعدې ولوله!

۱: ☜ کله چې ته نشې کولای د خپلې ورځې په حدودو کې ژوند وکړې، نو ذهن به دې ګډوډ او کارونه به دې تیت او پرک شی.
۲: ☜ ماضی هېره کړه، چې له ماضی سره زړه تړل لېونتوب دی.
۳: ☜ له مستقبل سره هم زړه مه تړه، ځکه چې هغه لا راغلی نه دی.
۴: ☜ له نیوکو څخه مه ویریږه، ځکه نیوکې ستا ارزښت خوندی ساتی.
۵: ☜ په الله تعالی ایمان لره او نېکې کړنې کوه، چې همدا سپېڅلی ژوند دی.
۶: ☜ د الله تعالی ذکر وکړه، چې په همدې سره زړه ته ډاډ رسېږی.
۷: ☜ هر څه ته د قضا او قدر له نظره ګوره.
۸: ☜ له چا څخه د مننې انتظار مه کوه.
۹: ☜ د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړه.
۱۰: ☜ هغه څه چې ستا په واک دی، په همغې کې ستا خیر دی.
۱۱: ☜ د مسلمان لپاره په هر ډول قضاوت کې خیر وی.
۱۲: ☜ څه چې ستا په واک دی، ته په هغې سره له ډېرو څخه غوره یې.
۱۳: ☜ په نعمتونو کې فکر وکړه او شکر وباسه.
۱۴: ☜ شېبه په شېبه د خوښۍ احساس کوه.
۱۵: ☜ د مصیبتونو په وخت کې دعا منل کېږی.
۱۶: ☜ مصیبتونه د سترګو ملهم او د زړه قوت دی.
۱۷: ☜ له تنګسې سره اسانتیا وی.
۱۸: ☜ د ځان په اړه ناوړه قضاوت مه کوه.
۱۹: ☜ ستا رب د پراخه بښنې څښتن دی.
۲۰: ☜ له غوسې څخه ډډه وکړه.
۲۱: ☜ ژوند؛ ډوډۍ، اوبه او سیوری دی، نو فکر مه کوه.
۲۲: ☜ ستا رزق له اسمان څخه دی.
۲۳: ☜ اسمان چې څومره غورېږی، هغومره نه ؤرېږی.
۲۴: ☜ له نورو غم ځپلو څخه عبرت واخله.
۲۵: ☜ الله تعالی ته محبوب او ګران بنده په مصیبت اخته کېږی.
۲۶: ☜ د غمونو د له منځو وړلو دعاګانې تکرار کړه.
۲۷: ☜ ګټور عمل وکړه او له وزګارتوب څخه ډډه وکړه.
۲۸: ☜ تاویلې ماویلې پرېږده.
۲۹: ☜ له چا څخه د غچ اخیستنې په لټه کې مه اوسه.
۳۰: ☜ ستا مصیبت ستا د ګناهونو کفاره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x