ټولنیزه برخه

له شپږ ډوله درملنې سره اشنا یې، نو بیا ولې خفه کېږې؟ (۷۸)

مه خفه کېږه! (۷۸)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ له شپږ ډوله درملنې سره اشنا یې، نو بیا ولې خفه کېږې؟

د (الفرج بعد الشدة) لیکوال لیکې چې:

” په حکیمانو کې یو تن په سخت مصیبت اخته شو، ورونه او دوستان یې ورته راغلل او د هغه د روغ رنځور پوښتنه یې وکړه.
هغه ورته وویل: له شپږ ډوله برخو څخه جوړه شوې یوه دوا مې ترلاسه کړې!

هغوی وویل: هغه څه دی؟

حکیم وویل:

لومړۍ برخه: پر الله تعالی ﷻ ایمان .

دویمه برخه: زما علم په دې خبره، چې د تقدیر پرېکړه حق ده .

درېیمه برخه: دا چې صبر تر هغه څه غوره دی، چې په امتحان کې اخته خلک یې په کار اچوی .

څلومه برخه: دا چې که زه صبر ونه کړم، نو څه وکړم؟

پینځمه برخه: امکان لری، چې تردې لا زیات په شر کې پرېوځم .

شپږمه برخه: دا چې شېبه په شېبه خوښۍ راتلای شې . “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x