ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۷۹) او له صبر څخه کار واخله!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ مه خفه کېږه! او له صبر څخه کار واخله!

یو شاعر وایې:
” ای زمانې! که له تا سره څه نور غمونه وی، نو هغه هم راوړه، او پر ما یې انبار کړه! ”

متنبی وایې:
” زمانې دومره غمونه راباندې راوؤرول، چې زما زړه یې د غشو په پرده کې ور کړ، او زه په یو داسې دریز کې قرار لرم، چې کله غشی راځې، نو یو په لږېږی او ماتېږی. ”

ابو المظفر الابیوردی وایې:
” زمانه نااشنا شوه او په دې نه پوهېږی، چې زه د زمانې د پېښو په نسبت دروند یم. ”

جونګړه او وژغنیزه خېمه، د وربشو ډوډۍ، له عزت او ابرو سره تردې غوره ده، چې په یو سار قصر کې د ورېښمینو غالیو دپاسه بې عزته او بې ابرو وی.

د محنتونو په زوال کې بیړه نه ده په کار، کېدای شی لاپسې زیات شې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x