نظــر

د ناټو ۸۰ الوتکې څه شي ويجاړې کړې: ږلۍ که مرمۍ؟

تيره پنجشنبه ۲۷ جون ۲۰۱۳ ګارډين ورځپاڼي راپور ورکړ چې په هغې ږلۍ کې چې تقريباً دوه مياشتې مخکې په کندهار کې وشوه د ناټو تر ۸۰ زياتي چورلکې سختې زيانمنې شوې دي، او ځينې خو يې بېخې له کاره لوېدلې او د ترميم وړ نه دي.

دا ډول راپور ورکول شوی چې د ناټو کوچني او واړه ګاډي هم د ږلۍ له امله زیانمن شوي، او په ميليونو ډالر تاوان يې ناټو ته اړولی دی.

د روان کال د اپريل په ۲۳مه هم په کور دننه او بهر رسنيو په ځانګړي ډول د لندن څخه چاپ کېدونکې ورځپاڼی ټليګراف راپور ورکړ چې د کندهار په هوايې ډګر د سختې ږلۍ له امله دناټو اوپه خاص ډول د بريتانيا  زيات شمير چورلکې زيانمنې شوي دي، دا ډول ټليګراف راپور ورکړی وو چې د ناټو ډير لوی او کوچني ګاډي او د عسکرو اړوند وسايل د ږلي د اوريدو له امله زيانمن شوي دي.

په تيرو دوو مياشتو کې دغه شمير ناټو له ۵۰ څخه ۸۰ ته پورته کی، اوس يې راپور ورکړی چي ددوی اتيا الوتکې زيانمنې شوي، په داسي حال کې چي دوه مياشتي مخکې د اپريل په ۲۳مه فاکس نيوز راپور ورکړی وو چې د کندهار په هوایې ډګر کې د امريکا او آيساف ۵۰ الوتکې زيانمنې شوي.

د ګارډين ورځپاڼي له خوا چې کومه ويډيو خپره شوي، ليدل کېږي چې ورځ ده او ږلۍ وريږي، که ددغې ږلۍ دانو ته په ځير سره وکتل شي، په افغانستان کې د عادي ږلۍ دانې دي، چې هومره غټي نه دي چې هغه دي د ناټو او آيساف چورلکو ، ټانکونو او ګاډو ته زيان واړوي.

دکندهار تاريخ ته په سلګونو کلونه مخکې او په نږدې يوه پيړۍ کې داسي بيلګه څوک نه شي وړاندي کولای چې په دغه سيمه کې دي د ږلۍ او توپان له امله دومره دروند زيان اوښتی وي لکه چې ناټو، آيساف او امریکا يې په ۲۳ اپريل ۲۰۱۳ دعوه کوي.

د ا ډول د افغانستان په جغرافيا کې هم داسي پيښه تراوسه نه ده ثبت شوي.

 هلته په ويډيو کې  په ميدان کې اوروژونکې اله معلوميږي، چې ډير لږ وزن لري، خو هغه ولاړ معلوميږي، داچې امريکايې جنرالانو راپور ورکړ چې د کندهار په هوايې ډګر ږلۍ او توپان راغی او زموږ ډيرې چورلکې او زغروال ګاډي يې زيانمن کړل، خو دغه سخت توپان او ږلي د اوروژوني کوچنۍ اله نه ړنګه کړه او نه يې زيانمه کړه.

 بل ځای هلته دوه برقي ترانسپرمر څنګ پرڅنګ ليدل کېږي، پر سر يې د لرګي تخته د لمر او باران څخه دساتني په موخه ايښودل شوي، د امريکايې جنرالانو په قول چې سخت توپان او ږلۍ وه، خو دغه سخت توپان او ږلۍ وړي تختې ته زيان نه دی رسولی.

په ميدان کې يوه سره د پالسټيک کوچنۍ کثافت دانۍ هم ليدل کېږي، دغه زورور توپان دغه کثافت دانۍ هم له ځايه نه ده ښورولي، او نه سختۍ ږلۍ زیانمنه کړي.

 ائیر کنډيشنونه او  د اوسيدو د کانټينرونو ځايونه په ويډيو کې ليدل کېږي چې زيان نه دی ورته رسيدلی.

که تاسي د کندهار هوايې ډګرته تللي ياست، هلته د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال په څير چورلکې په ډګر لوڅې نه دي ولاړي، دهغوی له پاره په نړيوال سټنډرد ګيراجونه جوړ شوي، داسي ګيراجونه چې د کلاشينکوف مرمۍ فکر نه کوم چې دهغه ګيراج تر چادر او ځانګړي ټوکر ووځي.

د ناټو او آیساف د ټولو چورلکو، جيټ، باروړونکو او بې پيلوټه الوتکو له پاره ځانکړي ځايونه او ګيراجونه دي.

د ناټو او آیساف قيمتي زغروال سپک او درانه ګاډي به هم په هوايې ډګر کې په سپين ميدان څوک ونه ويني، يواځي هغه ګاډي چې ګزمه کوي او د دندي پرمهال ليدل کېږي.

مهمه داده چې ورځ وه، او دهوايې ډګر له دروازي سره د کندهار – بولدک سړک تیرشوی دی، پر دغه سړک د سپکو او درنو ګاډو دومره ګڼه ګوڼه وي لکه د کابل – تورخم پر سړک.

ډير کوچني موټران د سپاري وي چې اکثره يې کرولا، سراچه، ټونس او فلاينګوچ وي.

د امريکايې جنرالانو په قول سخت توپان او ږلۍ، ونه شوای کولای چې د مسافرو دغه نازک جوړ سپک ګاډي او مسافر زيانمن کړي.

هيڅ راپور ورنه کول شو چې دغه ږلۍ او توپان دې د عادي خلکو کوم کوچنی او يا لوی موټر زيانمن کړی وي.

د کندهار د هوايې ډګر سره نږدې د لوژيستکې کمپنيو په سلګونو موټران هوايې ډګر ته د ننوتلو انتظار کوي، او د ناټو پوځيانو له پاره په خوراکې او اړينو موادو ډک موټران د همدې توپان او ږلۍ په ورځ هم هوايې ډګرته د ننوتلو له پاره په سپين ميدان ولاړ وو، هغه توپان او ږلۍ چې د ناټو الوتکې او زغروال يې زيانمن کړل، ونه توانيدچې په سپين ميدان د ناټو پوځيانو خوراکې توکې او اوګاډي زيانمن کړي.

له دي ها خوا په هوايې ډګر کې دننه هم ډير افغانان په کار بوخت وي، او هغوی اکثره يې کوچنۍ مازداوي همدلته د کار له پاره چلوي، هيڅ کوم افغان ونه ويل چې ددوی د ګاډي شيشه پر ميدان ږلۍ او توپان زيانمنه کړه.

موږ د امريکايانو کومه خبره ومنو، چې کله ددوی چورلکې په راکټ وويشتل شي، چې دراکټ مرمۍ د ږلۍ له وړي داني سره د پرتلي وړ نه ده، بل داچې دراکټ مرمۍ ګرم او اور پري بليږي، خو د ږلۍ دانه سړه او سخته نه وي، امريکا اعلان کوي چې چورلکې يې بيړنۍ ناسته کړي.

کله چې ددوی ټانک په راکټ وويشتل شي او يا خوا دماين چاودنه پري ؤشي، نو بياهم امريکايان رسنيو ته وايې چې زموږ پوځيانو ته مرګ ژوبله نه ده رسيدلي.

امریکا غواړي د خپل ولس څخه هر څه پټ کړي، د خپلو پوځيانو د مرګ ژوبلي رښتونۍ شمیر نه رسنيو، نه خپلو پوځيانو او نه هم خپل ولس ته ورکوي

چېرته چې د امریکا پوځيان وژل کېږي اويا ژوبل کېږي، په خپل ټول توان هڅه کوي چې د جنګ له ميدان څخه يې يوسي، که ونه توانيږي، ددي هڅه هم کوي چې د بمبارد پواسطه هغوی داسي ټوټه کړي چې نښه او نښانه يې پاتي نه شي، په ځانګړي ډول د قراردادي پوځيانو.

د امريکا ټانک او يا ګاډي چې ويشتل کېږي او يا د بم پواسطه له منځه وړل کېږي، امريکايې پوځيان هڅه کوي چې د ژوبل شوي ټانک او ګاډي ټوټي را ټولي کړي، او دوی نه غواړي چې د ژوبل شوو ټانکون، چورلکو او ګاډو اثاريې د جنګ په ميدان او يا نورو هغو سيمو کې پاتي شي چېرته چې افغانان وي.

دا ډول امريکا نه غواړي چې ددوی د الوتکو، چورلکو، شوبلو او پوځي ګاډو دقيق شميره چی دافغانانو له خوا له منځه وړل شوي، نړيوال او امریکايې ولس ورڅخه خبرشي.

د امريکا، ناټو او آیساف ټولې هغه چورلکې، الوتکې، شوبلې او پوځي ګاډي چې د وسلوال مقاومت او افغانانو له خوا له منځه وړل شوي، يا زيانمنې شوې اوس به دوی هڅه وکړي چې وښئې د ږلۍ او توپان له امله زيانمن شوي او بيا وروسته خپله ددوی له خوا له منځه وړل شوي. اټکل داسې دی چې کومو الوتکو چې د طالبانو مرمۍ خوړلې،  خو بشپړې نه دي له منځه تللي، هغه يې په تېرو دوو مياشتو کې ترميم کړې دي، او هغه يې د طبيعي آفت څخه د زيانمن شويو تلفاتو په ډله کې تېرې کړې دي. کومې چې د ترميم وړ نه وې، او د طالبانو په بريد کې بشپړې ورانې شوې دي، چې دا بريد کيدای شي په تېرو مختلفو وختونو کې يا پر هوايي ميدان باندې شوی وي، او يا د عملياتو په وخت کې په هوا، نو دغه چورلکې يې هم د طبيعي آفت لامله د له کاره لوېدلو په جمع کې نيولې دي. دا کار دوی ته بله ګټه هم لري، هغه دا چې که ووايي د طالبانو په بريدونو کې دومره ډيرې الوتکې ويجاړې شوې دي، دا له رواني لحاظه د ناټو غړو هېوادونو پوځونو او وولسونو ته يوه غټه ضربه ده.  

 که چېرته نړيوال او د امريکا ولس دولس کلونه وروسته د امریکايې پوځيانو، چورلکو، شوبلو او پوځي ګاډو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د وسلوال مقاومت له خوا له منځه وړل شوي، حتمي ده چې د امریکا ولس به يې له پوځ څخه سپيناوي وغواړي، همدا لامل دی د خپلو تلفاتو او زيانونو له پاره به بېلابېل لاملونه او سببونه لټوي.

د ناټو، آيساف او امريکا نظامي قواوو په افغانستان له يرغل څخه بيا تر نن ورځي پورې نه ده منلې چې ددوی چورلکې د وسلوال مقاومت له خوا په نښه او له منځه وړل شوي دي، يواځي يوه پېښه يې ومنله  (۶ اګسټ ۲۰۱۱) چې د ميدان وردګ ولايت  د سيد آباد ولسوالي د تنګي په سېمه کې د امريکا د الوتکې د ويشتلو او سوځيدلو له امله د امريکا د سي آی اې نږدې ۳۰  کسان ووژل شول، هغه يې هم هغه وخت ومنله چې د هوا د خرابوالي او د غرنۍ سيمې په دغه ځمکه امريکايان ونه توانيدل چې د خپلې چورلکې ټوټي او د خپلو مړو جسدونه ژر راټول او د نړيوالو له سترګو يې پټ کړي.

هرځل چې د ناټو او آيساف چورلکې د وسلوال مقاومت له خوا څخه رالويدلي دي، بهرنيو قواوو اعلان کړی چې چورلکې يې بيړنۍ ناسته کړي ده.

دا ډول چې کله هم د آيساف او ناټو چې په سرکې يې امریکا ده زغروال ګاډي او په ځانګړي ډول ټانکونه د وسلوال مقاومت له خوا له منځه وړل شوي، بيا هم ډير ځله بهرنيانو په ځانګړي ډول امريکا نه ده منلي چې ددوی ټانکونه له منځه وړل شوي.

 دا ډول آيساف، ناټو او امريکا ډير وخت خپلو پوځيانو ته مرګ ژوبله هم نه منې، ځينې وختونه چې ډير تلفات ورته رسيدلي وي، بيا هغه پيښې مني.

ښه بېلګه يې په خوست او ميدان وردګ کې د امريکا په اډو سرتيري موټر بريدونه وو، چې مياشتي وروسته امریکا هغه وخت ومنله چې نړيوالو ددوی د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره کړل.

۳۰ جون ۲۰۱۳

نظر محمد مطمئن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x