غورک کي ۱۳ پولیسو او طالبانو ته مرګ-ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۵ ل): تېره شپه ناوخته طالبانو په غورک ولسوالۍ کي د پولیسو پر یوه پوسته وسله وال برید کړی، برید چي سپکي او درنې وسلي پکښي کارول سوي ۱۳ پولیسو او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

د سیمي خلک وایي چي د پولیسو پوسته د غورک ولسوالۍ په جوګین سیمه کي پرته ده، دوی وایي پر دغه پوسته وړاندي هم طالبانو څو ځله بریدونه کړي او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په غورک ولسوالۍ کي د جګړې خبر ورکوي، نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چي ددوی طالبانو تېره شپه په غورک ولسوالۍ کي د عسکرو پر یوه پوسته برید کړی او لسو تنو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

احمدي زیاتوي چي په جګړه کي یو طالب ټپي سوی او ۲ تنه نور وژل سوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د